1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوال بانک او وجهي صندوق د غونډې پر ضد مظاهره وشوه

۱۳۹۷ مهر ۲۲, یکشنبه

نړيوال وجهي صندوق او جهاني بانک د اندونيزيا په بالي ټاپو کې خپله کلنۍ غونډه دايره کړې ده. په داسې حال کې چې د غونډې په تالار کې دننه پر اقتصادي او پولي مسايلو باندې خبرې کيږي، خو د تالار څخه دباندې مظاهرې جريان لري.

https://p.dw.com/p/36W0z
Indonesien IWF stellt Weltwirtschaftsbericht auf Bali vor
انځور: picture-alliance/dpa/F. Lisnawat

«حملې بس کړئ او د ولسونو له حقونو څخه دفاع وکړئ» دا هغه شعار دی چې مظاهره چيانو په لوحو باندې ليکلی دی او له ځانه سره يې ګرځوي. هغوی د بالي ټاپو د نوسا دوا په ښار کې د کنفرانسونو د مرکز په دهليز کې ولاړ دي. په دغه ځای کې نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک خپله کلنۍ غونډه تر سره کوي. يوه مظاهره کوونکې جوان سالوادور ده چې د فيليپيني مېرمنو د يوې ټلوالې غړې ده، هغه وايي: «د نړيوال وجهي صندوق او جهاني بانک پروژې د فيليپين اوسېدونکي وژني. هغه له بومي وګړو څخه ځمکه غلا کوي. موږ غواړو چې د دغو خلکو غږونه دې واورېدل شي.»

جوان سالوادور د نورو په سلګونو فعالانو په څېر اصلا غوښتل چې د خلکو په نړيوال کنفرانس کې برخه واخلي، کوم چې د پولي چارو د مخکښو کسانو د کنفرانس تر څنګ يوه بديله غونډه ده. خو د بالي چارواکو د کنفرانسونو د هر نوع تالار د کرايه کولو مخه نيولې ده، نه يوازې يو ځل، بلکې ځو وارې. د هغې په خبره «موږ دلته په اندونيزيا کې د دموکراسۍ انتظار لاره او د ځايي اوسېدونکو څخه د ملاتړ هيله مو له نړيوال وجهي صندوق او جهاني بانک څخه هم درلوده. خو زموږ تمې پوره نه شوې.»
له دې کبله مېرمن سالوادور له نورو کسانو سره يو ځای د کنفرانس مرکز ته لاړه، او هلته يې خپله لنډه اورنۍ وينا واوروله. مسئولو کسانو هغوی بيا داسې يوې خونې ته بوتلل چې پکې يې وکولای شول د نړيوال وجهي صندوق او جهاني بانک له استازو سره خبرې وکړي. «نړيوال بانک تل هڅه کوي چې انتقادونه رانرم کړي او يا ورته غوږ ونيسي او که په ساده ژبه يې ووايم منتقدين په ډېرو خبرو سره قانع کړي.» دغه خبره کنود وکينګ کوي چې د «اُورګېوالد» په نوم په يوې ټولنې پورې تعلق لري او د رسمي غونډې برخه وال دی چې د مدني ټولنې په اړه په يوه بحث کې هم ونډه اخلي. د ده سازمان يوه ارزونه هم کړې ده، چې له مخې يې نړيوال بانک د پرمختيايي پروژو په ترڅ کې انسانان په زور سره نورو ځايونو ته لېږدوي. د چاپېريال ساتنې او بشري حقونو دغو فعالانو څه کم ۲۰۰۰ پروژې ارزولې دي. ۴۰ سلنه دغه پروژې ښايي په زور سره د خلکو له شړلو سره ربط ولري. د نړيوال وجهي صندوق په خبره به پرمختيايي هېوادونه له ستونزو سره مخامخ شي. دا ځکه چې د متحده آيالاتو قوي اقتصاد د ډالر د تقويې او په امريکا کې د سود د لوړېدو باعث ګرځي. له دې کبله په امريکايي ډالرو کې ورکړل شوي پورونه هم قيمته کيږي. خو د پيسو د نړيوال صندوق او نړيوال بانک منتقدين په غريبو هېوادونو کې د وګړو له پاره ډېرې نورې ستونزې هم مهمې بولي.  

Indonesien Jahrestagung von IWF und Weltbank Christine Lagarde
د پيسو د نړيوال صندوق مديره، کريستين لاګاردانځور: picture-alliance/AP Photo/F. Lisnawati