د نيوزيلند بريدګر خپل پيغام چارواکو ته استولی وو
۱۳۹۷ اسفند ۲۶, یکشنبهد نوي زيلند صدراعظمې جسيندا آردرن تائيد کړه چې د کرايست چرچ ښار د تروريستي اقدام څخه ۹ دقيقې مخکې يې د قاتل له خوا استولی «مانيفیست» (د شخصي عقایدو بيانيه) ترلاسه کړی وه.
د نوي زيلند لومړۍ وزيرې د دغه متن د ترلاسه کولو دوه دقيقې وروسته هغه امنيتي چارواکو ته استولی وو، خو هغه مهال د پيښې د مخنيوي له پاره فرصت په لاس کې نه وو پاتې.
۲۸ کلن برنتون ترنت خپل دغه «مانیفيست» د نيوزيلند څه باندې ۳۰ تنو چارواکو ته استولی وو. هغه په دغه ۷۴ مخيز متن کې د پرديو او بهرنيانو پر وړاندې خپل نفرت او کينه ښودلې ده، خو د کوم مشخص تروريستي اقدام په اړه يې په کې معلومات نه وو ورکړي. په ظاهره داسې ښکاري چې متن په خپله برنتون ترنت ليکلی وي.
د نوي زيلند صدراعظمې د قربانيانو په درناوي د پلازمينې ولینګتون ښار په يوه جومات کې شمعې روښانه کړې.
برنتون چې د پوليسو له خوا نيول شوی، محکمې د پنځوسو کسانو پر وژنه او د لسونو نورو په ټپي کيدو تورن کړی دی.
ترنت پر مسلمانانو باندې د ډزو کولو ويډيو اخيستې او بيا يې هغه پر فيسبوک خپره کړې ده. دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې په ډيرې چټکۍ شريکه شوه، آن تر دې چې فيسبوک له بريد څخه ۲۴ ساعته وروسته د هغې شاوخوا يونيم ميليون نسخې پاکې کړې.
د نوي زيلند د دوو جوماتونو د وژل شوو کسانو شمير ۵۰ ته رسيدلی. د قربانيانو عمرونه د ۳ تر ۷۸ کلونو ښودل شوي. چارواکو وايي د ۳۶ تنو ټپيانو له ډلې څخه د ۲ تنو روغتيايي حالت هم نازک دی.
قربانيان د افغانستان، پاکستان، بنګله ديش، مصر، سعودي عربستان او هند هيوادونو اوسيدونکي دي چې په قوي احتمال ټول مسلمانان دي.
DW Perian/mks/ns