1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د اقتصاد جایزه درو تنو ته ورکړل شوه

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

د سویدن د علومو شاهي اکاډمي د ۲۰۱۹م کال د نوبل جایزو وروستي ګټونکي اعلان کړل. جایزه درو تنو په ګډه ګټلې ده. دا دویم ځل دی چې یوه ښځه هم د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه ګټي.

https://p.dw.com/p/3RFg8
Symbolbild Nobelpreis | Medaille mit dem Konterfei von Alfred Nobel
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په ستاکهالم کې د سویدن د علومو شاهي اکاډمي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ابیجیت بنرجي، ایستر دیفلو او مایکل کریمر په ګډه د نوبل د اقتصاد ۵۱مه جایزه ګټلې ده.

دغو درو کسانو ته د نوبل جایزه د «نړیوال فقر د کمولو له پاره د استثنايي درخواست» له کبله ورکړل شوې ده.

کریمر په ۱۹۹۰مو کلونو دا خبره وآموزیله چې څرنګه ځینې بدلونونه په لویدیځې کینیا کې په ښوونځیو کې اکاډمیک پایلې لوړولی شي. بنرجي او دیفلو بیا همدا تجربه په هندوستان کې ترسره کړې ده.

هغوی دواړو له کریمر سره په ګډه کار کړی دی. په دې ترتیب سره نو دیفلو د اقتصاد په برخه کې د نوبل د جایزه دویمه ښځینه ګټونکې ده.

هغې وویل: «د دې له ښوولو سره چې د ښځو له پاره هم بریالي کیدل او بیا د هغې بریا له پاره ستایل کیدل ممکن دي، زه هیله لرم چې دا کار لا ډیرې ښځې تشویق کړي چې خپل کار ته دوام ورکړي او نارینه به دې ته تشویق کړي چې ښخو ته د هغوی د کار له کبله د نورو انسانانو په څیر درناوی وکړي.»

د جایزې ګټونکو ته ۹۱۴ زره امریکايي ډالر، د سرو زرو یو مډال او یو دیپلوم ورکول کیږي.

له نورو جایزو سره د اقتصاد د نوبل جایزې توپیر

الفرید نوبیل په ۱۹۸۶م کال کې په خپل وصیت کې د نوبل جایزه پیل کړه. خو د اقتصاد په برخه کې دغه جایزه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۶م کال کې ورکړل شوه. د دې جایزې بنسټ بیا د سویدن د مرکزي بانک له خوا کیښودل شو او په لومړي سر کې د الفرید نوبل په ویاړ خلکو ته ورکول کیده.

د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۹م کال کې دغه جایزه یوې ښځې ته ورکړل شوه او تر هغه مخکې یې ټول ګټونکي نارینه ول.

(ms/nz (AP, AFP, dpa