1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل جایزې چینایي ګټونکی شیاوبو ومړ

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

د چین تر ټولو برجسته منتقد لیو شیاوبو، د اینې د سرطان د ناروغۍ له کبله ومړ. د هغه روغتیایي وضعیت د نړیوالو پام ځان ته اړولی وو او ډیرهیوادونو یې د درملنې په موخه د آزادۍ غوښتنه کوله.

https://p.dw.com/p/2gUBQ
Liu Xiaobo
انځور: picture-alliance/dpa/AP Video

د شین یانګ ښار د عدلیې ادارې ویلي دي چې چینایي فعاله لیو شیاوبو د پنجشنبې په ورځ د بدن تر هغه وروسته د پنجشنبې په ورځ ومړ چې د بدن څو غړو یې کار پریښود. هغه د اینې په سرطان اخته وو.

د دې ښار روغتون چې د لیو درملنه په کې کیده، ویلي دي چې د دغه فعال وضعیت د چهارشنبې په ورځ خراب شوی وو. روغتیایي چارواکو ویلي دي چې د لیو کورنۍ د مصنوعي نفس له ورکولو سره مخالفت کړی دی.

۶۱ کلن لیو د «اتم چارتر یا منشور» تر عنوان لاندې د سند یو له لیکوالانو څخه وو چې په چین کې یې د لا ډیرې دیموکراسی او د اساسي قانون د آزادۍ غوښتنه شوې وه. دغه چارتر یا منشور په ۲۰۰۸ کال کې له ۳۰۰ څخه زیاتو چینایي روښان فکرانو له خوا لاسلیک شوی وو. چینایي چارواکو بیا یو کال وروسته لیو ونیوه او هغه یې د «دولت ځواک ته د تاوان رسونې له پاره د تحریک کولو» په تور په ۱۱ کاله زندان محکوم کړ.

هغه ته په ۲۰۱۰ کال کې د نوبل د سولې جایزه د هغه په غیاب کې ورکړل شوه.

د هغه په بدن کې د روان کال په مې میاشت کې د اینې سرطان تشخیص شو او بیا دوه اونۍ مخکې د درملنې په موخه له زندان څخه مشروط آزاد شو. خو د هغه روغتون ویلي وو چې سفرد هغه د روغتیا له پاره ښه نه دی.

په وروستیو وختونو کې د هغه وضعیت ته نړیوال پام واوښت. د آلمان صدراعظمې هم له بیجینګ څخه وغوښتل چې د دغه چینايي فعال په برخه کې «مروت» وښيي.

نورو منتقدینو د لیو د لیدو هڅه کړې وه

د لیو ملګري لا د چهارشنبې په ورځ د شینیانګ په لور حرکت کړی وو چې په وروستیو شیبو کې د دغه سیاسي فعال تر څنګ ووسي. خو یو شمیر فعالانو بیا ویلي دي چې هغوی پر ډیرو هڅو سربیره، بیا هم نه دي توانیدلي چې لیو وویني.

د لیو میرمن لیو شي، هم په ۲۰۱۰ کال کې په خپل کور کې نظر بند وه، خو هغې ته بیا اجازه ورکړل شوه چې په روغتون کې له خپل میړه سره وویني. د بشري حقونو سازمانونو د چین پر حکومت باندې غږ کړی وو چې دواړه ښځه او میړه آزاد کړي.