1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نواز شریف میرمن پارلمان ته بریالۍ شوه

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

د پاکستان ولسي جرګې ته د پخواني صدراعظم نواز شریف میرمن کلثوم نواز بریالۍ شوه. د پاکستان د سترې محکمې له لوري د نواز شریف د ناوړه بلل کیدو له راهیسې دغه څوکۍ خالي وه. په یو شمیر ښارونو کې د هغې د بریا جشن لمانځل کیږي.

https://p.dw.com/p/2kAzJ
Pakistan Wahl Anhänger PMLN
انځور: Reuters/M. Raza

په لاهور کې د ۱۲۰ انتخاباتي حوزې، د پارلمان د یوې څوکۍ له پاره ټاکنې وشوې چې ورته «ضمني انتخاب» هم ویل کیږي. د ټاکنو د کمیسیونه له لوري غیر رسمي او لومړۍ پایلې خپرې شوي دي. د دغې پایلې له مخې د ټولو راجستر شوو ۳۲۱۷۸۶ رای ورکوونکو څخه ۱۲۶۸۶۰ کسانو خپلې رای کارولي دي. په دې ترتیب د رای ورکوونکو ونډه ۳۹ سلنه وه.

د پاکستان مسلم لیګ نون، ګوند کاندیدي کلثوم نواز ۶۱۷۴۵ رای خپل کړي دي. د هغې سیالې ډاکټر یاسمین راشد چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند کاندیده وه ۴۷۰۹۹ رای ګټلي دي.

دغې څوکۍ ته د یو شمیر نورو ګوندوندونو کاندیدانو هم ځانونه کاندید کړي وو. په دغه ترڅ کې د پاکستان پیپلز پارلمنټرین کاندید فیصل میر یوازې ۱۴۱۴ رای خپلي کړي دي. د جماعت اسلامي ګوند کاندي ضیا الدین انصاري ۵۹۲. پر دې سربیره د ځینو کاندیدانو رای تر دې هم کمې وې. د جماعة الدعوه سیاسي ګوند ملي مسلم لیګ، له ملاتړ څخه برخمن آزاد کاندید محمد یعقوب شیخ ۵۸۲۲ رای خپلي کړي دي. په پاکستان کې پر جماعة الدعوه ډلې باندې بندیز دی. په ټوله کې د پارلمان یوې څوکۍ ته ۴۴ تنو ځانونه کاندید کړي وو.

Pakistan Wahlen in Lahore im Wahlbezirk von Nawaz Sharif
د ټاکنو پر مهال ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي ووانځور: Reuters/M. Raza

د ټاکنو د غیر رسمي پایلو تر اعلانیدو وروسته د تحریک انصاف ګوند کاندیدي ډاکټر یاسمین راشد د ټاکنو کمیسیون پر ضد محکمې ته عریضي کولو خبره کړې ده. هغه ویلي دي چې د ټاکنو پر پایله باندې ۲۹۰۰۰ غیر راجستر شوو رایو اغیز لرلی دی.

په ټاکنو کې د خپلې مور تر بریا وروسته مریم نواز ویلي دي، چې ولس دا ثابته کړه چې دې هیواد کې به ولس واکمني کوي.

د آزادو او شفافو ټاکنو د شبکې په نوم د غیر دولتي سازمان څخه رشید چوهدري، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې د دغو ټاکنو یوه ښه خبره دا ده چې سیاسي ګوندونو په سیاسي هلو ځلو کې ونډه واخیسته او بې له کوم تاوتریخوالې تر سره شوې.

خو هغه په دې هکله اندیښنه ښوولې ده چې دغه ټاکنو کې هم پر اخلاقي ظوابطو عمل و نه شو. د هغه په خبره د پیسو رول ډیر اهمیت درلود. هغه زیاته کړې ده چې د رای ورکوونکو په غیر قانوني توګه د لیږدولو سربیره یو شمیر نور شکایتونه هم شوي دي.

 د یوې پوښتنې په ځواب کې رشید چوهدري وویل چې په ۱۱ مرکزونو کې د دوی څارونکو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې او په ۱۰ انتخاباتي مرکزونو کې د رای د شمیرولو پر مهال د دوی څارونکي راایستل شوي دي.

تنویر شهزاد، لاهور