1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د ننګرهار په پیښه کې د وژل شویو شمیر ۶۲ تنو ته لوړ شو

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

د ننګرهار په هسکه مېنه کې په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان دي. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د برید پړه نه ده منلې.

https://p.dw.com/p/3RVyb
Afghanistan Jalalabad | Menschen helfen verwundeten nach Bombenanschlag an Moschee
انځور: Reuters/Pawiz

دغه پېښه د جمعې د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ویلي دي چې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان دي.

تر دې مخکې د هسکې مېنې د کلینیک مسئول ډاکټر زرغون، دویچه ویله ته ویلي وو چې تر اوسه پورې یې کلنیک ته د ۳۲ وژل شويو کسانو جسدونه راوړل شوي دي. هغه زیاته کړې وه چې کلینیک ته همداراز نزدې ۶۰ ټپیان لیږدول شوي.

د چارواکو په خبره د جمعې د لمانځه پر مهال کله چې چاودنه وشوه، په مسجد کې تر ۲۵۰ تنو پورې عبادت کوونکي موجود وو. عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شته خو لا تر اوسه پورې په دقیق ډول روښانه نه ده چې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې څو تنه ماشومان دي.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو ځايي چارواکو یې پړه پر اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش اچولې ده. د هغوی په خبره تر همدې کاله پورې داعش د دې سیمې کنترول په لاس کې لره.

په لومړیو کې ویل شوي وو چې د جودرې سیمه کې پر مسجد هاوانونه لګېدلي؛ خو د ننګرهار چارواکي وایي چې لومړني معلومات یې ښیي، چې دا پېښه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

امید دیدار/ ننګرهار