1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناکامورا د پروژو بشپړوونکی راروان دی

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

په ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د جاپانۍ موسسې (PMS) د مشر ډاکټر تیڅو ناکامورا د پروژو د بشپړونې له پاره د دغې موسسې مشرۍ ته موراکامي ټاکل شوی دی. ناکامورا څو ورځې وړاندې په جلال آباد ښار کې وژل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3UjtA
Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff getötet l Ghani und Nakamura
انځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

په ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د جاپانۍ موسسې (PMS) د مشر ډاکټر تیڅوناکامورا د پروژو د بشپړوونې له پاره د دغې موسسې مشرۍ ته موراکامي ټاکل شوی دی. ناکامورا څو ورځې وړاندې په جلال آباد ښار کې وژل شوی وو. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته وویل چې موراکامي اوس جاپان کې دی او په راتلونکې لنډ وخت کې به افغانستان ته د ډاکټر ناکامورا د پروژو د بشپړونې په موخه راورسيږي.

Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff getötet - Tatort
انځور: Reuters/Parwiz

خوګیاڼي همدا راز وویل چې د ډاکټر ناکامورا تازه او وروستۍ پروژه د مروارید د کانال بیارغاونه وه. د دغې پروژې د تطبیق له پاره ډاکټر ناکامورا ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو تړون لاسلیک کړی و. مروارید کانال د کونړ له سینده پورته شوی او د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ ګمبیري دښتې ته رسېدلی. په بشپړیدو سره دغه کانال ۳ زره هکټاره ځمکه خړوبوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي چې دمګړۍ د ناکامورا تازه کار همدا دی او دا چې دغه موسسه او تازه ګمارل شوی رییس به یې نور کوم کارونه کوي، لا مالومه نه ده. د ننګرهار د ښېوې یا کوز کونړ ولسوالۍ یوه اوسېدونکی جان محمد دویچه وله ته په دې هکله وویل چې هغه خوښ دی چې د ډاکتر ناکامورا پر ځای د هغه د ارمانونو د پوره کولو له پاره جاپان یو بل کس ټاکلی.

جان محمد وویل : «ډاکټرناکامورا دوی ته یو اتل و او هیله لري چې نوی ګمارل شوی کس به د دوی په سیمه کې هغه کارونه بشپړ کړي، چې ډاکترناکامورا یې پلي کېده غوښتل.» ډاکټر تیڅو ناکامورا د روانې  ډسمبر میاشتې په څلورمه نیټه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هغه مهال تر وسله وال برید لاندې راغی، چې کله له دفتره د خپلې یوې پروژې په څار پسې روان و. د هغه وژلو ته په هېواد دننه په حکومتي او ولسي کچ او همدا راز په نړیواله کچه تند غبرګونونه را پاریدلي وو.

Afghanistan Rückführung Leichnam von Tetsu Nakamura
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

ډاکترناکامورا ته د خپلو فعالیتونو له کبله ولسمشر محمد اشرف غني افتخاري تابعیت هم ورکړی و. هغه افغانستان کې د بیارغاونې او اوبو مدیریت په برخه کې کار کاوه او اوس یې خلک د یوه اتل په توګه پېژني.

امید دیدار، جلال آباد