1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په هوايي بريد کي نهه تنه ملکيان وژل سوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۷, یکشنبه

د کونړ ولایت په واټه پور ولسوالۍ کې د ناټو په یوه هوایي برید کي د نهو تنو ملکي وګړو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي. ناټو دغه برید تائید کړی دی خو ټینګار یې کړی دی چې په برید کې یوازي لس یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/19dhM
ARCHIV: A French Army Eurocopter Tiger (Tigre) attack helicopter flies over Kabul on September 11, 2011. Some 4,000 French troops are based in Afghanistan supporting the NATO-led effort to battle Taliban rebels and to build up and train the Afghan forces. AFP PHOTO / PASCAL GUYOT (Photo credit should read PASCAL GUYOT/AFP/Getty Images)
Acht Frauen bei Nato Luftangriff in Afghanistan getötetانځور: AFP/Getty Images

د کونړ ولايت د چارواکو په خبره په برید کې د وژل شویو ملکیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو چارواکي وايي چې په برید کې د ملکي کسانو د وژل کیدو په اړه معلومات نه لري.

د کونړ ولایت د پولیسو قوماندان عبدالحبیب سید خیلي، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د ناټو هوایي ځواک يو موټر چې ښځي او ماشومان پکي سپاره ول تر هغه وروسته په نخښه کړ چې درې تنه عرب او درې افغان ياغيان هم په دغه موټر کي سپاره شول. ښاغلي سیدخیلي وویل چې ځینې کسان وایي چې موټر د یوې بې پیلوټه الوتکې په واسطه په نخښه شوی دی. خو هغه ټینګار وکړ چې دغه موضوع لا د کوم چارواکي له خوا نه ده تائید شوې.

د پولیسو په خبره د وژل شوو ملکي کسانو په ډله کې څلور تنې ښځي، څلور تنه ماشومان او موټر چلوونکی شامل وو. دغه پېښه د واټه پور ولسوال هم تائید کړې ده او ويلي ئې دي چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د ناټو یوې ویاندې ان ماري انیسیلي، ویلي دي چې ناټو یو «دقیق» برید ترسره کړی دی چې لس تنه «دښمان» پکې وژل شوي دي. دغي ویاندي ټینګار کړی دی چې د ملکي وګړو د وژل کیدو په اړه ورته رپوټونه نه دي رسیدلي.

د ناټو په عملیاتو کې د ملکي وګړو وژل کیدل، د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ یوه ډیره جنجالي موضوع ده. ډیر وخت د ناټو په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو شمیرې توپير سره لري.

د کونړ ولایت واټه پور ولسوالي د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې پرته ده. افغان چاواکي تل ادعا کوي چې وسله وال مخالفین یې له همدې لاري افغانستان ته اوړې او بیا پر افغان او بهرنیو ځواکونو او ملکي وګړو باندې بریدونه ترسره کوي. ویل کیږي چې په دې ولسوالۍ کې یو شمیر بهرني جنګیالي هم د طالبانو تر څنګ جنګیږي چې امکان لري له القاعدې سره هم اړیکې ولري.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي روان کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان په جګړه کې نزدې۱۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر۲۰۰۰ ډیر نور ټپیان دي. دغه شمیرې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.