1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او پاکستاني مشرانو غونډه لغو شوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د ناټو د عمومي منشي او د پاکستان د جمهور رئیس تر منځ پلان شوي غونډه لغو شوې ده. د دې غونډې د لغو کیدو لامل د پاکستان د ولسمشر په الوتنه کې ځنډ په گوته شوی دئ.

https://p.dw.com/p/14yvC
انځور: AP

پاکستان د ولسمشر او د ناټو د سرمنشي غونډه په داسې حال کې لغو شوې ده چې د ناټو پر مخ د پاکستان د پولې د پرانیستلو په اړه د پاکستان او امریکا تر منځ ستونزې یو ځل بیا راڅرگندې شوې دي.

د ناټو او پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په وروستیو دقیقو کې د پاکستان د ولسمشر په الوتنه کې ځنډ د دغې لیدنې د لغو کیدو لامل شوی دئ. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر او د ناټو د سرمنشي غونډه تر هغه وروسته لغو شوه چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، په یوه مرکه کې وویل چې پاکستان د ناټو پر وړاندې د خپلې پولې د پرانیستلو په مقابل کې ډیره لوړه بیه غوښتې ده.

د ناټو ویاند کارمن رومرو، ویلي دي: «غونډه د کم وخت له کبله لغو شوې ده. له لندن څخه د شیکاگو په لور د زردارې د الوتکې پرواز په ځنډ سره تر سره شو.»

د پاکستان د ولسمشر ویاند هم پر همدې موضوع باندې تینگار کړی دئ. هغه ویلي دي: «که امکان ولري نو موږ به دغه غونډه له سره پلان کړو.» د پاکستان د ولسمشر ویاند زیاته کړې ده چې د پاکستان د پولې د پرانیستلو په اړه خبرې اترې په سم لوري روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا، د شیکاگو غونډې ته تر تلو مخکې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي وو چې پاکستان د ناټو پر مخ د خپلې پولې د پرانیسلو پر وړاندې ډیره لوړه غوښتنه کړې ده. د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې اوس پاکستان د ناټو د هر موټر په مقابل کې ۵۰۰۰ یورو غوښتې دي چې دا د ۲۵۰ یورو په پرتله چې تر دې مخکې پاکستان ته د هر موټر په مقابل کې ورکول کیدې ډیرې پیسي دي.

پنیټا د لاس انجلس ټایمز ورځپانې ته ویلي دي: «هغه مالي ستونزو ته په کتو چې اوس موږ ورسره لاس او گریوان یو دا مسئله هیڅ د منلو وړ نه ده.»

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ امنیتي مشاور بن ردوس، د شیکاگو غونډې ته تر تلو مخکې ویلي دي چې هیله لري چې دا موضوع ژر حل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض