1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نژادي تاوتریخوي کې د میانمار حکومت ښکیلتیا

شمس الرحمن ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (Hunam Rrights Watch د میانمار پر حکومت تور لګولی دی چې په دغه هیواد کې د مسلمانانو لږکیو پر وړاندې په نژادي تاوتریخوالي کې لاس لري.

https://p.dw.com/p/18KRS
GettyImages 155108269 A Myanmar soldier stand guard near burnt houses in Ramee township in the western Myanmar Rakhine state on November 1, 2012. Myanmar's neighbours should prepare to accept refugees from the country's Rohingya minority who may try to flee abroad to escape bloody communal violence, refugee organisations said. AFP PHOTO/ Soe Than WIN (Photo credit should read Soe Than WIN/AFP/Getty Images)
Straßenschlachten in Myanmarانځور: AFP/Getty Images

د ختیځې آسیا په دغه هیواد کې د سیمه ییزو بودایانو او په دغو سیمو کې د میشتو لږکیو مسلمانانو ترمنځ د خونړیو نښتو رپوټونه له اوږدې مودې راهیسې اوریدل کیږي. د بشري حقونو نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې ۲۲ نیټه) یو رپوټ خپور کړی دی چې په کې د میانمار هیواد د تیر کال وضعې ته کتنه شوې ده.

په دې ۱۵۳ پاڼې لرونکي رپوټ کې د میانمار د راخین په نوم ولایت له سلو تنو قربانیانو سره خبرې شوي دي. د رپوټ جوړونکو له زیانمنو شویو کسانو څخه د حکومت د چلند په هکله هم پوښتنې کړې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې په راخین ولایت کې د سیمه ییزو اوسیدونکو او بودايي راهبو ډلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنو مسلمانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د سلو زرو په شاوخوا کې نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د څانګي د مشر مرستیال فیل رابرتسن، په میانمار کې د مسلمانو لږکیو د وژنو پړه پر حکومت باندې اچوي. هغه وایي: «د برما حکومت د روهېنګا له مسلمانانو سره د مرستي د نه کولو او د هغوی پر تگ راتگ د بندیز له لګولو سره، د هغوی په وژنه کې شریک دی.»

د بشري حقونو د څار د ادارې له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي: «زیاتره بریدونه د وسله والو ډلو له خوا ترسره شوې دي. د دغو بریدونو پر مهال به د امنیتي چارو د مختلفو ادارو کارکونکي هم په سیمه کې موجود ول. هغوی که څه هم د لږکیو مسلمانانو د ژغورنې له پاره هیڅ هم نه کول، بلکې د موقع د برابریدو په صورت کې یې خپله هم [د مسلمانانو پر وړاندې] له زور زیاتي څخه کار اخیسته.»

ویل کیږي چې په میانمار کې دغه نژادي خونړۍ شخړې تر هغې وروسته پيل شوې چې تیر کال د مې په میاشت کې پر یوې بودايي مذهبه میرمنې باندې جنسي تیری وشو. تر دې پېښې وروسته د میانمار په راخین ولایت کې چې له بنګله دیش سره ګډه پوله لري د مسلمانانو پر وړاندې د زورزیاتي په پيښو کې د پام وړ ډیروالی رامنځ ته شو.


د بشري حقونو سازمان په دې برخه کې د میانمار ولسمشر ګرم بولي چې د پېښو د عاملینو د نیولو او محاکمه کولو په برخه کې پاتې راغلی دی او سیمه ییزو ډلو ته يي اجازه ورکړې ده چې له سلو زرو څخه زیاتو مسلمانانو ته د ملګروملتونو د مرستو د رسیدو مخه ونیسي.