1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميزرور: آلمان دې د افريقا په اړه خپل سياست کې تغيير راولي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبه

د آلمان یو تر ټولو ستر مرستندوی سازمان ميزرور، د افريقا په اړه د آلمان په سياست کې د تغيير راوستو غوښتونکی شو. د ميزرور عامل مدير مارتين بروکلمن سيمون دغه څرګندونې افريقا ته د انګلا مرکل د سفر د په پای پر وخت کړې دي.

https://p.dw.com/p/3HvLJ
Niger Kanzlerin Merkel auf Afrikareise | Merkel und Präsident Issoufou
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان  د مرستندویکاتوليکي سازمان ميزرور، عامل مدير مارتين بروکلمن سيمون، د جمعې په ورځ د آلمان په آخن ښار کې کاتوليکي خبري آژانس «کی ان اې» سره د خبرو پر مهال د خوښۍ اظهار وکړ چې صدراعظمې انګلا مرکل د افريقا له درو بحراني هيوادونو بورکينافاسو، مالي او نيجر څخه په ساحل سيمه کې ليدنه کړې ده.

هغه په انتقادي اشارې سره وويل: «خو موږ نه شو کولای له دغه احساسه ځان خلاص کړو چې د دغه سفر انګيزې په لومړي ګام کې د مهاجرت او د اروپا پر امنيتي مسايلو دي.»

بروکلمن سيمون خبرداری ورکړ چې د مهاجرت ضد هڅو کې يو اړخيز تمرکز کول، د دغو افريقايي هيوادونو د اتباعو پر ژوند ستر تاثيرات غورځوي او دې سره د هغوي واقعي اړتياوې له پامه غورځول کيږي.

د مرستندوی سازمان عامل مدير زياته کړه که اوس د اروپايي اتحاديې د فشارونو په نتيجه کې پر سرحدونو کنترول ډير شي، په دې صورت کې به په ټوله سيمه کې معمول سنتي مهاجرتونه له خطر سره مخ شي. هغه ټينګار وکړ چې په ساحل سيمه کې د «انسانانو او مالونو آزاد تګ راتګ» له ډير پخوا وختونو راهيسې د سيمې د اوسيدونکو د ژوند يوه اساسي برخه تشکيلوي، که چيرته په دې برخه کې کومه ستونزه رامنځ ته کيږي نو ورسره د افريقا په اقتصادي اتحاديه (ECOWAS) کې د هيوادونو اقتصادي وده زيانمنه کيږي.

Niger Kanzlerin Merkel auf Afrikareise
مرکل د افريقا له درو بحراني هيوادونو بورکينافاسو، مالي او نيجر څخه په ساحل سيمه کې ليدنه کړې دهانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د افريقا بورکينافاسو، مالي او نيجر هيوادونو ته خپل درې ورځنی سفر د جمعې په ورځ (د می ۳مه) پای ته ورساوه. دغه درې هيوادونه د سياسي بحرانونو او اسلامپاله ترهګرو سازمانونو له خوا د لا پسې ډيريدونکو تاوتريخوالو څخه کړيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له ۲۰۱۳م کال را په دې خوا په مالي کې د «مينوسا» ماموريت له طريقه هڅې کوي تر څو دغه ځای کې وضعيت باثباته کړي. څو ورځې وړاندې په بورکينافاسو کې د پروتستانت پر يوې کليسا حمله وشوه چې څو کسان په کې ووژل شول.

په نيجر کې هم له مودو راهيسې تاوتريخوالي مخ پر ډيريدو دي. دغه هیواد په اصطلاح اروپا پر لور د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په برخه کې د اروپايي اتحاديې يو تر ټولو مهم ملګری ګرځیدلی دی.

د ميزرور مرستندوی سازمان عامل مدير دغه راز زياته کړه چې د امنيتي ستونزو د يوې برخې لامل، په ليبيا کې د۲۰۱۱م کال نړيوال پوځي عمليات دی. د ليبيا د پخواني ديکتاتور معمر القذافي له سقوط سره، د وسلو زيرمه پرانستل شوې. دغه وسلې تر هغه وروسته په چټکۍ سره په ټوله سيمه کې وويشل شوې.»

هغه وويل برعکس د سولې او ثبات رامنځ ته کيدل اوس هم له سختو ملکي فعاليتونو څخه ګڼل کيږي. په همدې دليل هغه د آلمان له حکومته وغوښتل تر څو د افريقا په اړه په خپل سياست کې بدلون راولي.