1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «مي ټو» کمپاين ته د ځينو هنرمندانو غبرګون

۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

ژورناليست او هنرمند، ميشل عبداللهي که د خپل اصل په هکله وپوښتل شي، نو سمدلاسه د «ايران» جواب ورکوي څو مسئله رالنډه کړي. کميډين ايديل بيدار هم همېشه يوه مهاجره بلل کيږي، خو هغه په آلمان کې زېږېدلې ده.

https://p.dw.com/p/32dx1
Michel Abdollahi
انځور: Asja Caspari

ميشل عبداللهي تل د شعرونو په سياليو کې ګډون کوي، هغه په آلمان کې يوه مشهوره تلويزيوني څېره او پېژندل شوی ژورناليست دی. نوموړی په ۱۹۸۱ کال په تهران کې زېږېدلی او په پنځه کلنۍ کې جرمني ته راغلی دی. د ۲۰۰۰م کال راپه دې خوا هغه د آلمان او اروپا د «پويتري سلېم» يعنې د انتقادي شعرونو په سياليو کې ګډون کوي. په ۲۰۱۵ کال کې ورته د آلمان تلويزيوني جايزه او په ۲۰۱۷ کال کې د ګوستاف ګروندګېنس جايزه ورکړل شوه. نوموړي «د هنرونو د مبارزې» په نوم د شعرونو د سياليو او د ستيج د ادبياتو د ترويج يو شرکت جوړ کړی دی. هغه ځان آلمانی ايرانی او په هامبورګ ښار پورې اړوند بولي. دی وايي: «وطن مې هغه ځای دی چېرته چې مې چپرکټ وي او هغه په هامبورګ کې دی. خو زه په ايران کې هم يو چپرکټ لرم چې پکې هغه وخت خوب کوم کله چې هورې حضور لرم. خو آلمان زما ټاټوبی او وطن دی چېرته چې ځان تر ټولو ښه حس کوم. ايران زما له پاره هغه ځای دی چې زه ورڅخه راغلی يم. ايران زما د کلتور او زما د زړه يوه برخه ده. دا دغسې يو ځای دی چې زه پکې ښه بلد يم، چېرته چې ځان ښه حس کوم خو زه نور هلته نه اوسيږم. د هغه ځای په جامعه کې اشتراک هم نه لرم. خو هغه زما د هويت يوه برخه ده. هويت بدلېدلی شي، نوی شکل نيولی شي او متنوع او رنګارنګ دی. خو يو خاص او ځانګړی بيا هويت وجود نه لري.»

د ده په خبره په آلمان کې تعصبات شته او دا چې ټول په اصطلاح «مهاجر» په دې پوهيږي چې په ورځني ژوند کې لږ تعصب او کله بيا له ډېر زيات تعصب هم مخامخېدای شي. د ده په وينا د ده د فيسبوک او تويتر په صفحو کې ورته ډېر خلک سپکې سپورې ليکي او وايي چې «خپل وطن ته بېرته ستون شه.» د عبداللهي په خبره سياستوالو هيڅ څه نه دي کړي څو په آلمان کې دغسې تعصبات راکم شي. خو د «مي ټُو» په نوم کمپاين هم چې د عامو خلکو توجه دغې مسئلې ته اړوي، د ده په نظر کومه دقيقه پايله نه لري. 

ايديل بيدار هم يوه فلمي لوبغاړې او حرفوي ټوکماره ده. هغه په ۱۹۷۵ م کال د آلمان په څېله ښار کې زېږېدله ده. د هغې مور او پلار له ترکيې څخه آلمان ته راغلي دي. هغه د يوټيوب د لارې مشهوره شوې ده او د «جيلېت عايشې» په نوم يو مصنوعي کرکټر يا څېره يې رامنځ ته کړې ده. دغه کرکټر يوه ۱۸ کلنه ترکۍ ده چې د برلين کرويڅبېرګ په سيمه کې ژوند کوي. ايديل بيدار پخوا د ټولنيزو مرستو د يوې کارکوونکې په توګه د برلين په يوه مکتب کې کار کاوه او تل به يې ليدل چې له هغو شاګردان سره چې د کډوالۍ شاليد لري، به د آلمان په ښوونځيو کې څه ډول چلند کېده. د جيلېت عايشې په نقش کې هغه اوس خپلو نندارچيانو ته هغه قضاوتونه وړاندې کوي چې دوی يې د مهاجرو په هکله واردمخه لري. 
ياکوتو چې اصلي نوم يې جېنيفر يا ياکوتو کيک دی، په ۱۹۸۸ م کال په هامبروګ کې زېږېدلې ده. د سْول د سبک سندرغاړې او د سندرو د متن دغه ليکونکې په هامبورګ کې لويه شوې هم ده. پلار يې له غانا څخه دی او مور يې آلمانۍ ده. هغه د آلمان د هامبورګ تر څنګ د فرانسې په پاريس ښار کې هم ژوند کوي. ياکوتو وايي: «آلمانی يا نا آلمانی» څه شي ته وايي؟ زما په نظر دا په يوه نړيواله دنيا کې يوه زړه او تر وخت تېره مفکوره ده. زه په غبرګو او ترانس يعنې د غاړې هاخوا د هويت په بڼو عقيده لرم. په آلمان کې سړی تقريبا دې ته اړ ايستل کيږي چې يوه هېواد، يوه کلتور او يوه پاسپورټ ته ځان وفاداره وبولي. خو زما له پاره دغه خبره ځورونکې ده ځکه چې هغه د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي. دا هغو انسانانو ته سپکاوی هم دی چې دوه هويتونه يې خوښيږي او پکې په خپله خوښه ژوند کوي.»  

Deutschland Musik Y'Akoto in Hamburg
د سول سندرغاړې او ليکونکې ياکوتوانځور: imago/L. Berg