1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موریا په کمپ کې څه تیریږي؛ ایا مهاجر له پولیسو ویریږي؟

۱۳۹۸ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د یونان په لسبوس ټاپو کې پروت د موریا کمپ ډیر شمیر مهاجر وایي چې د کمپ پر امنیتي ساتونکو باور نه لري. دغه بې باوري وروسته له هغې زیاته شوې چې د کمپ دننه د اور لګیدنې تر پیښې وروسته، د پولیسو شمیر زیات شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Qs7Z
Griechenland Flüchtlinge in Lesbos
انځور: Getty Images/AFP/A. Tzortzinis

د موریا د مهاجرو کمپ یو افریقايي اوسیدونکی الن (مستعار نوم)، د خبرو پر مهال ناراحته بریښي او په کراره غږ وایي چې تر شا یې پر ناستې ښځې باندې باور نه لري. په ظاهر کې د هغه نور دوه ملګري چې د مېز تر شا ناست دي د دغې میرمنې په هکله بدبینه دي.

الن له خپل ځایه پاڅیږي او وایې چې یو بل چیرې ځو. د الن دغه چلن دومره له مبالغې ډک تر سترګو کیږي چې موږ فکر کوو هغه پر روحي تشویش اخته شوی دی. خو هغه یوازینی مهاجر نه دی چې په اصطلاح له دغه ډول «خبر رسوونکو» څخه ډاریږي. کابو ټول مهاجر پر دې باور دي چې پولیس د خبر رسوونکو کسانو په مرسته د کمپ دننه مهاجرو باندې فشار راوړي، چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي. د لیونل په نوم یو بل افریقایي مهاجر وایي: «نه غواړي چې موږ د خپل ژوند شرایط تاسو ته روښانه کړو.»

Griechenland Feuer im Moria Flüchtlingslager auf Lesbos
انځور: Reuters/G. Moutafis

داسې بریښي چې د کمپ دننه د اور لګیدنې تر پيښې وروسته په دغه ځای کې د ډیر شمیر نړیوالو رسنیو تر حضور وروسته، دغه فشار هم زیات شوی دی. لیونل زیاتوي: «هغوی نه غواړي چې تاسو ته د اور لګیدنې په هکله حقیقت بیان کړو.»

په داسې حال کې چې هغه په وارخطایي سره خپل چار چاپیره ګوري، زیاتوي: «ولې وایي چې په اور لګیدنه کې یوازې یو کس مړ شوی دی؛ په داسې حال کې چې څو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؟»

ډیر شمیر مهاجر وایي چې په دغه اور لګیدنه کې لږ تر لږه دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ویاند سترید کاستلن، وايي چې د پولیسو حضور او د مهاجرو د هویت په اړه کنترول زیات شوی دی.

«د پولیسو له ویرې چپ پاتې کیږو»

د محمد، په نوم یو بل مهاجر چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي وایي چې تهدید شوی دی. هغه زیاتوي: «یوه ورځ ما له آلماني خبریال سره خبرې وکړي. د شپې له خوا د موریا پولیس راغلل او له ما یې پوښتنه وکړه چې خبریال ته مې څه ویلي دي. هغوی زه تهدید کړم او ویې ویل چې بیا له خبریالانو سره خبرې و نه کړم، که نه نو بیا دې ترکیې ته استوو.»

که څه هم مهاجر ترکیې ته اخراجیدل ډیر جدي نیسي، خو نه شو کولای دا تائید کړو چې دغه اندیښنه تر کومه حده پورې واقعي ده. په کمپ کې له حاضرو غیر دولتي سازمانونو څخه یو یې هم دا نه تائیدوي چې «یو کس دې د ناسم چلن په دلیل» ترکیې ته اخراج شوی وي.

یو بل افریقایي مهاجر الکس، پر دې باور دی چې د محمد خبرې حقیقت لري. هغه وایي: «په هر صورت، معمولا موږ خبرې نه کوو او نه غواړو د اخراج له ګواښ سره مخامخ شو.»

د یونان حکومت د سپتمبر میاشتې په ۳۰مه نیټه د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې په پام کې لري د راتلونکي میلادي کال تر پایه پورې شا او خوا ۱۰ زره مهاجر ترکیې ته بیرته ستانه کړي. آیا دغو څرګندونو د مهاجرو اندیښنې لا پسې زیاتې کړي دي؟ لیونل، وایي مهاجر درواغ نه وایي: «موږ ټول له پولیسو ویریږو.»

واقعیت دا دی چې ډیر مهاجر نه غواړي په موریا کې له پولیسو سره سر او کار ولري. هشام، چې یو بل مهاجر دی او نه غواړي هویت یې معلوم شي وایي: «هغوی له موږ سره مرسته نه کوي او د کمپ دننه ګزمه نه کوي، څو وویني چې زموږ وضعیت ښه دی که نه.»

دغه مهاجر چې د یوې کورنۍ پلار دی زیاتوي: «هغوی موږ له پامه غورځوي او زموږ امنیت ورته مهم نه دی. فکر کوي موږ ټول خلافکاره خلک او د هغوی دښمنان یو.»

تر کمپ یو څه وړاندې د لارو په کږلیچونو کې مهاجر نسبتا په یوه څه زیات جرأت خبري کوي او د پولیسو له لوري پرته له دلیله د نیولو، سپکاوي او شایعاتو د خپریدو خبره کوي. یو مهاجر وایي: «هغوی وایي چې افغانان جنسي تجاوز کوونکي او فلسطنیان د مخدره توکو قاچاقبران دي.»

یو بل مهاجر هم په عصبانیت سره وایي: «هغوی وایي چې تورپوستي مهاجر وحشي دي.»

د پولیسو له خوا د مهاجرو د وهل کیدو ادعا

پر دغو تورونو سربیره، مهاجر شکایت لري چې د پولیسو له خوا د فزیکي تاوتریخوالي قرباني ګرځي. د امجد، په خبره په یوه مورد کې څو میاشتې مخکې پولیس د کمپ په څنډه کې پرتې تپې ته ورغلل او پرته له کوم دلیل څخه یې یو مهاجر چې له نورو سره یې په آرامه ډوډۍ خوړله، وواهه.

په لسبوس کې د اکسفام، په نوم د یوه غیر دولتي سازمان غړی ماریون بوشتل، د دې تورونو په هکله محتطانه چلن کوي او وایي: «پوهیږو چې یو شمیر مهاجر وایي چې د پولیسو له ګواښه ویریږي، خو زه نه شم کولی په دې هکله خپل نظر څرګند کړم، ځکه چې په جریان کې نه یم.»

هغه زیاتوي: «دا سمه ده چې له اور لګیدنې وروسته په ټاپو کې د پولیسو کنترول زیات شوی، خو له ناوړه چلن څخه نه یو خبر.»

د (Movement on the Ground) په نوم سازمان څخه روز، چې د موریا کمپ په څنډو کې جوړو شویو کمپونو کې فعالیت لري، په محتطانه ډول وایي چې د دوی سازمان له پولیسو سره ښې اړیکي لري او تر اوسه هیڅ چا له پولیسو څخه د ناوړه چلن په هکله د دوی د سازمان دفتر ته مراجعه نه ده کړې. هغه زیاتوي: «زه نه وایم چې د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی نه شته، خو زه ورسره نه یم مخامخ شوی.»

افریقایي مهاجر لیونل، پر دې باور دی چې خیریه سازمانونه له پولیسو سره ډیرې اړیکي نه لري: «موږ هره ورځ له پولیسو سره مخامخ یو او پوهیږو چې په آسانۍ سره کولی شی یو څوک ووهي.»

په موریا کمپ کې ۱۴۰۰۰ مهاجر اوسیږي

یو سوډانی مهاجر عبدالله، پر دې نظر دی چې له سږني دوبي راهیسې له مهاجرو سره د پولیس چلن خراب شوی دی. د هغه په باور د دې ناوړه چلن پړه د یونان د نوي او ښه اړخه حکومت پر غاړه دی.

د اکسفام له خیریه سازمان څخه د موریل بوشتل، په نظر یونان ته به د نورو مهاجرو راتګ وضعیت لا پسې خراب کړي: «همدا اوس په موریا کمپ کې ۱۴۰۰۰ مهاجر ژوند کوي. د دې ځای په څیر شرایطو کې د دغو کسانو اداره، ممکنه نه ده.»

شارلوت بواتیو (اینفو مایګرانتس)