د مهاجرو کیسه«د هیلو دویم اړخ»
د«هیلو دویم اړخ» فلم دایرکتر کاؤرِس میکي، د برلين په فلمي فیستیوال کې د سپينو زرو جایزه ترلاسه کړه. اوس دغه فلم په آلماني سنیما ګانو کې هم نندارې ته وړاندې کیږي.
دوه تنه یو فلم
په دې نوي فلم کې کاؤرِس میکي، یو وار بیا وتوانید چې دوه بریالي رولونه رامنځته کړي. په دې کې یو د سوریایې مهاجر خالد علي رول دی (په انځور کې چپ) چې شیروان حاجي لوبولی. دویم د والډیمار وِکستروم رول دی چې زاکاری کوسمانین یې لوبوي.
بریالی فلم جوړونکی
د 'The Other Side of Hope' فلم د ۲۰۱۷ م کال په فبروري میاشت کې په برلين کې د فلمونو په ۶۷ فیستيوال کې د سپینو زرو جایزه ترلاسه کړه.
د فنلند میلمه پالنه
په دې فلم کې ښودل شوی چې تر خپل پلرني ټاټوبي پریښودلو وروسته پر خطرناکو لارو نورو هیوادونو ته رسیدلي مهاجر ځان څنګه احساسوي. په دې فلم کې د فنلندیانو مېلمه پالنه هم ښودل شوي، کله چې یو سوریایې مهاجر په رسټورانټ کې د کار پیدا کولو پرمهال له تود هرکلي سره مخامخ کیږي.
د ستونزو انعکاس
په دې فلم کې د هیلو تر څنګ د مهاجرو هغه ستونزي هم ښودل شوي دي چې د سیاسي پناغوښتنې تر ردیدو وروسته یو مهاجر ورسره مخامخ کیږي. همدارنګه د مهاجرو پر یوه کمپ د فنلنډي نوي نازیانو د یوه برید وضعیت ته هم په دې فلم کې انعکاس ورکړل شوی دی.
د کاؤرِس میکی، سټایل
په دې فلم کې د فلم دایریکتر اصلي یا عنعنوي څیره لیدل کیږي چې د سنیمایې فلمونو د تاریخ په حواله د ټوکو او سنجیدګۍ څخه نیولی بیا تر ښې آداکارۍ او مناسبې موسیقۍ پورې ټول اړخونه پکې په پام کې نیول شوي دي.
په برلين کې ستاینه
کله چې دغه فلم د برلين په فیستیوال کې نندارې ته وړاندي کړای شو، نو سمدستي یې د خلکو پام ځانته را واړوه. په دې فلم کې د خنداګانو تر څنګ د مهاجرو ستونزي او د ژوند وضعیت په تفصیلي ډول ښودل شوی دی.
کاؤرِس میکی تیر فلم
کاؤرِس میکی مخکې تر دې هم د مهاجرت پر موضوع یو فلم جوړ کړی وو. په هغه وخت کې اروپا د منځني ختیځ د مهاجرو له دومره لوړ هجوم سره مخامخ نه وو. میکي په ۲۰۱۱م کال کې د "Le Havre" فلم نندارې ته وړاندي کړی وو چې په هغه کې د یوه لیکوال افریقایې مهاجر کیسه، چې اروپا ته تر رسیدو وروسته د څپلیو ګنډلو کار پيلوي، انځور شوی وه.