1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو پر وړاندي بریدونه او د چارواکو اندیښنې

ستار جهش/ آژانسونه۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

په آلمان کې د کریسمس د رخصتیو پر مهال هم د مهاجرو پر استوګنځایونو بریدونو ادامه لرله. د کورنیو چارو وزیر د مهاجرو پر ضد حملو او د ښي اړخو ډلو د محبوبیت د ډیریدو په اړه انديښنه لري.

https://p.dw.com/p/1HURR
انځور: picture-alliance/dpa/SDMG/Friebe

د کریسمس په ورځ د بادن-ورتیمبیرګ ایالت په شوابیش ګیموند سیمه کې د مهاجر پر هغه کمپ باندې برید شوی دی چې تر کار لاندې وه او همداراز تر دې یوه ورځ دمخه په بایرن ایالت کې پر دوو کورونو برید وشو چې مهاجر په کې اوسیدل. دا په آلمان کې د مهاجرو ضد مفکورې ورستینۍ بیلګې دي.

سږ کال د مهاجرو پر ضد د بریدونو شمیر په بیسارې توګه لوړه شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې د دیسمبر میاشتې تر ۱۵مې نیټې د مهاجرو پر استوګنځایونو ۸۵۰ بریدونه شوي دي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله څلور برابره ډیروالی ښيي. تمه کیده چې په شوابیش ګیموند سیمه کې د مهاجرو په دې استوګنځاې کې ۱۲۰ مهاجر استوګن شوي وی.

د نارد-راین-ویستفالیه په ایالت کې د مهاجرو پر استوګنځایونو ۱۸۷ بریدونه شوي دي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله شپږ برابره ډیروالۍ ښيي. د دې ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف یاګیر، وایي پر دې شمیرو «شرمیږي».

په همدې حال کې د پردیو څخه د کرکې له کبله پر وګړو هم بریدونه ډیر شوي دي. د هغو کسانو شمیر چې له دې شان پیښو سره مخامخ شوي دي په تیرو پنځو کلونو کې دوه برابره شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په حواله سږ کال په آلمان کې هر ورځ پر یو کس د بهرنیانو څخه د کرکې له کبله برید شوی دی. تر سپتمبر میاشتې د دې بریدونه شمیره ۳۸۹ پبیښو ته رسیده.

ښي اړخی افراطیت

د میکلینبیرګ-ویسترن-پومیرانیا ایالت د کورنیو چارو وزیر لورینز کافییر، وایي چې په تیرو لسو کلونو کې آلمان یوازې د ښي اړخو ډلو ترمنځ «د افراطیت د ډیریدو» شاهد پاتې شوی نه دی بلکه افراطیت د کین اړخو او د فوتبال افراطي مینه وال تر منځ هم وده کړې ده. کافییر زیاتوي: «د مظاهرو او غونډو شمیر چې د بهرنیانو څخه نفرت او د هغو پر وړاندې غصه ښيي، په غیر قابل باور توګه لوړ شوی دی.»

راینهولد ګال، د بادین-ورتیمبرګ ایالت د کورنیو چارو وزیر په دې اند دی چې یوازې فزیکي مظاهرې د بهرنیانو څخه کرکه نه ښيي، بلکه په انترنت کې هم دا شان پیښې ډیرې شوي دي.

له مهاجرت څخه ګټه

د آلمان له پاره بدیل یا (Alternative for Germany) ګوند بیا له دې حالت څخه ګټه پورته کوي. دا ګوند چې د مهاجرو پر وړاندې د انګلا میرکل پر تګلارو نیوکه کوي اوس مهال د نظر پوښتنو له مخې له شپږو څخه تر ۱۰ سلنه محبوبیت لري.

د شنبې په ورځ د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر، له فونکي میدیان ګروپ سره په خبرو کې وویل چې د مهاجرو پر استوګنځایونو د بریدونه مسولیت د ښي اړخو ګوندونو پر غاړه دی. شتاینمایر زیاته کړه: «د ښي اړخه تاوتریخوالي ډیروالی دا ښیي چې د خلکو د رای د ترلاسه کولو له پاره د مهاجرو کارول څومره خطرناکه کار دی.»

د آلمان له پاره بدیل ګوند چې اوس مهال د مهاجرو پر ضد کار کوي د آلمان په پارلمان کې هیڅ څوکۍ نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب