1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو منلو ته چمتو اروپايي هیوادونه ائتلاف جوړوي

۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان ائتلافي حکومت د مهاجرت مسائلو د حلولو له پاره اراده لري د اروپایي اتحادیي له یو شمیر هغو هیوادونو سره موافقې ته ورسیږي چې د پناه غوښتونکو منلو ته امادګي لري. د آلمان محافظه پاله ګوندونه پر دې طرحې نیوکه کوي.

https://p.dw.com/p/45huh
Nancy Faeser | künftige Innenministerin Deutschland
انځور: Arne Dedert/dpa/picture alliance

د آلمان سوسیال دیموکرات، زرغون او آزاد دیموکرات ګوندونه هڅه کوي د مهاجرت مسايلو مدیریت ته یوه حل لاره پيدا کړي.

د آلمان ائتلافي حکومت غواړي هغو هیوادونو سره موافقې ته ورسیږي چې د پناه غوښتونکو منلو ته تیار دي، ځکه د اروپايي اتحادیي په کچه په دې برخه کې نیږدې هیڅ پرمختګ نه دی رامنځته شوی دی.

د آلمان د دوو محافظه پاله ګوندونو اتحاد (دیموکرات مسیحي او د بایرین سوسیال مسیحي) له نظره د هغو هیوادونو شمیر چې د مهاجرو منلو ته اماده دي، چندان ډیر نه دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر غواړي چې د اروپایي اتحادیي د پناهندګۍ په سیاست کې تر کلونو رکود وروسته د پرمختګ له پاره د اروپایي اتحادیي له هغو غړو هیوادونو سره چې د مهاجرو منلو ته امادګي لري، یو ائتلاف رامنځته کړي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند (اس. پي. ډي) دغې سیاستوالې د جمعې په ورځ د اروپایي اتحادیي د داخلي چارو له کمیسار سره په برلین کې د لیدلو پر مهال وویل چې دا ډول یو ائتلاف کولی شي دا پروسه پر مخ یوسي او د اروپا د پناهندګۍ سیستم بهیر هم په جریان کې واچوي.

هغه وویل چې د مهاجرت مسائلو پورې اړوند له فرانسې او ایټالیې سره لومړنۍ خبرې اترې یې هیله بخښونکې وې.

د آلمان د آزاد دموکرات ګوند مرستیال کنستانتین کوله، د دغه هیواد په پارلمان کې ټینګار وکړ چې آلمان په ملي کچه د یوازې تګ اراده نه لري. هغه وویل هدف باید دا وي چې د وخت په تیریدو سره د اروپایي اتحادیي نور غړي هیوادونه هم په دې کې ور اضافه شي. هغه زیاته کړه چې دغه اقدامات د مهاجرت د یوه ګډ سیستم ځای نه شي نیولی، خو اصلي هدف دا دی چې د اروپا په کچه په دې هکله مذاکرات له سره پیل شي.

د اروپایي اتحادیي کمیسار یوهانسون وویل چې د بلاروس په سرحد کې د مهاجرت کړکیچ وښودله چې که د اروپایي اتحادیي غړي هیوادونه په ګډه کار وکړي، کولی شي بریالي شي. نوموړي زیاته کړه هغه مهاجر چې د سپینې روسیې یا بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د سیاست له امله دغه هیواد ته راغلي دي، په همدې منځ کې شاوخوا ۵۰۰۰ تنه یي بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا د هغو مهاجرو شمیر چې په دې وروستیو کې په غیر قانوني لارو اروپایي اتحادیي ته ننوتلي دي په شدید ډول کم شوی دی. یوهانسون زیاته کړه چې د پناه غوښتونکو منل د پيوستون ښکاره کولو یوازینی لاره نه ده، بلکې غړي هیوادونه کولی شي د هغو پناه غوښتونکو په بیرته ستنولو کې همکاري وکړي چې قبول شوي نه دي.

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان عمومي مشر ګونتر بورکهارت، وویل چې یوهانسون باید هڅه وکړي چې د«Pushbacks» په نامه، یعنې د اروپا په بهرنیو سرحدونو په پولنډ، یونان یا کرواسیا کې د مهاجرو د بیرته ستنولو اقداماتو ته د پاي ټکې کیښودل شي.

هغه زیاته کړه: «د مهاجرو منونکي هیوادونو ائتلاف باید پر هغو هیوادونو فشار راوړي، څو هغوی هم د اروپایي اتحادیي قوانین مراعات کړي او پریږدي چې پناه غوښتونکي اروپایي اتحادیي ته داخل شي». 

د سوسیال دیموکرات ګوند د داخلي چارو ویاند سباستین هارتمن، د آلمان په پارلمان کې وویل: «حتی په داسې یو وخت کې چې د اروپا په کچه یوې کُلي موافقې ته رسیدل ستونزمن دي، خو کیدای شي په ځینو مواردو کې موافقې ته ورسیږو.»

هغه د بیلګې په توګه د پناهندګۍ غوښتنلیکونو ته د رسیدګۍ د حد اقل ستندردونو، سرپرستۍ او د پناه غوښتونکو د استوګنې موضوع ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «که دغه مسئاله حل نه شي، د ثانوي مهاجرت ستونزه نه شو کنترولولی.» د ثانوي مهاجرت څخه هدف هغه مهاجر دي چې د اروپایي اتحادیي له یوه غړي هیواد څخه یوه بل غړي هیواد ته ځي او هلته د پناهندګۍ غوښتنه کوي.

د داخلي سیاست په چارو کې د آلمان د «مسیحي دیموکرات» او «سوسیال دیموکرات بایرن» دوو اتحادي ګوندونو ویاند الکساندر تروم، وویل: «ائتلافي حکومت د دې غوښتونکی دی چې آلمان دې په دې برخه کې مخکې وي، خو تجربو ښولې ده چې د بل هیڅ اروپايي هیواد پښه نه مخکې کوي او د دې پایلې به دا وي چې مونږ به د مهاجرت د بوج لا زیاته برخه په غاړه واخلو.»

د یادو دوو ګوندونو د پارلماني لورې مرستیال اندریا لندهولتس، خبرداری وکړ: «د آلمان د کورنیو چارو وزیره له خپلو دغو څرګندونو سره اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت له پاره لا زیاته ناسمه تشویقونه رامنځته کوي.»

K.h/S.n (dpa)

دا رپوټ لومړی زمونږ په همکارې رسنۍ انفو مایګرانتس یا مهاجر نیوز کې خپور شوی دی.

 LINK: https://www.dw.com/a-60457453