1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو لمړنۍ ليږدونکې کشتۍ اسپانيا ته داخل شوه

۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبه

د مهاجرو ليږدونکې آکواريوس لمړنۍ کشتۍ چې تيره اوونۍ په مديترانې سمندرګۍ کې له ډوبيدو ژغورل شوې وه د اسپانيا والنسيای بندر ته دننه شوه. تر دې مخکې ايټاليا او مالتا هيوادونو د ۶۲۹ مهاجرو له منلو ډډه کړی وه.

https://p.dw.com/p/2ziqK
Spanien «Aquarius»-Migranten in Valencia
انځور: Getty Images/AFP/J. Jordan

په آکواريوس کشتۍ کې د سپرو مهاجرو لمړنۍ ډله، وروسته د يوې اوونۍ سرګردانۍ او لالهاندۍ، نن یکشنبه د جون شپاړسمه، د اسپانيا والنسيا بندر ته ورسيدله.

دغه افراد تيره اوونۍ د آکواريوس کشتۍ په مرسته د ليبيا په اوبو کې له ډوبيدو ژغورل شوي ول. د آکواريوس کشتۍ د مهاجرو  تر ژغورنې وروسته د ايتاليا او مالتا هيوادونو تر منځ په شاوخوا ۱۵۰۰ کيلومترۍ کې په سرګردانه او لالهانده حالت کې پاتې وه. ايتاليا او مالتا هیوادونو  دواړو په دغې کشتۍ د سپرو مهاجرو له منلو ډډه وکړه، بلاخره اسپانيا د دغو مهاجرو له منلو سره موافقت وکړ.

ژغورل شوي مهاجر په دوو ډلو وويشل شول چې لمړنۍ دا يې نن سهار (یکشنه د ۲۰۱۸م کال د جون ۱۷مه) د ايټاليا د ساحلي ساتونکو په يوه کشتۍ کې د اسپانيا والنسيا بندر ته ورسول شوه. په پام کې ده چې دوهمه ډله يې هم نن تر غرمې وروسته دغه بندر ته ورسيږي. د ۴۷۰ تنه ژباړونکو په ګډون، له ۲۳۲۰ څخه ډير مرستندويان دغو مهاجرو ته انتظار په حال کې دي.

ياد ۶۲۹ تنه مهاجر د روانې مياشتې (جون) په ۹مه، په سمندر کې د فرانسوي مرستندويه سازمان «SOS Mediterranée»، د څو عملياتو په لړ کې وژغورل شول. د دغه سازمان په وينا، په د ژغورنۍ په عملياتو کې د ايتالیا سمندري ځواکونو يو شمير کشتيو هم برخه واخیستله او مهاجر يې تر ژغورنې وروسته آکواريوس کشتۍ ته وليږدول.

د ياد سازمان په وينا ژغورل شويو مهاجرو کې ۱۲۳ بې سرپرسته او له ۱۸ کلونو د ښکته عمر درلودونکي ماشومان، ۱۱ تنه د ډير لږ عمر ماشومان او ۷ تنه حامله ښځې هم شاملې دي.

ايتاليا حاضردمه خپلو بندرونو ته مهاجرو سره مرستندويه آلماني کشتيو د داخليدو ممانعت کړی دی. د ايتاليا له لوري د آکواريوس کشتۍ د مهاجرو د نه منلو اقدام، د فرانسې په ګډون د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو  له خوا تر سختو نيوکو لاندې نيول شوی دی.

د مهاجرتونو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: