1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د سهمیې په اړه د هنګري او سلواکيا دعوا رد شوه

۱۳۹۶ شهریور ۱۵, چهارشنبه

د مهاجرو د ويش مسئله له تیرو دوو کلونو راهيسې د اروپايي ټولني د غړيو ترمنځ د لانجې سبب شوې. نن اروپايي محکمې د دې لانجې په اړه پريکړه واروله او هغه دعوا یې رد کړه چې هنګري او سلواکيا د مهاجرو د ویش په هلکه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2jQAl
Europäischer Gerichtshof in Luxemburg
انځور: Reuters/F. Lenoir

په لوګزامبورګ کې اروپايي محکمې وويل چې د اروپايي ټولنې له خوا د مهاجرو اړونده سهميه سمه او پر قانون برابر ده. په دې توګه اوس بايد هنګري او سلواکيا د دوی د خوښې خلاف مهاجر ومني. د محکمې په پريکړه کې ویل شوي چې د مهاجرو ویش يو پر ځای ګام دی او د ايټاليا او يونان د بار کمولو په موخه پورته کيږي.

ويل شوي چې د اروپايي ټولني جرګه ګۍ د دې ډول ګام د پورته کولو صلاحيت لاره او د اړوندو پارلمانانو له خوا يوه منظور شوي رسمي قانون ته يې هم اړتيا نه لرله.

په پريکړه کې زياته شوې: «د لیزبون تړون د اروپايي ټولنې اورګانونو ته د هغو ټولو ګامونو د پورته کولو اختيار ورکوي چې د مهاجرو ناڅاپي څپې ته د اغیزمن او عاجل غبرګون په توګه ورته اړتيا وه.»

د مهاجرو سست ويش

د ۱۲۰ زرو مهاجرو د منصافه ويش مسئله پر دې پريکړه تکيه وه. په ۲۰۱۵م کال کې د اروپايي ټولنې د کورنيو چارو وزیرانو په غونډه کې پريکړه شوې وه چې دا کډوال بايد پر نورو اروپايي هيوادونو ووېشل شي څو د ايټاليا او يونان بار يو څه کم شي.

په اصل کې د مهاجرو دا ويش د ۲۰۱۷م کال د سبتمبر په ۲۶ نيټه بايد سر ته رسیدلی وی او دغه شمير مهاجر د اروپايي ټولنې په غړيو هيوادونو کې ځای پر ځای شوي وی. د اروپايي کميسيون په حواله د اګست میاشتې په پای کې هنګري ۱۲۹۴ او سلواکيا ۹۰۲ مهاجر بايد قبول کړي وی. خو هنګري ته تر اوسه له دې مهاجرو يو تن هم نه دی رسیدلی. سلواکيا بيا ۱۶ مهاجر ځای پر ځای کړي دي. په پاتو اروپايي هيوادونو کې په توليزه توګه لا پوره ۳۰ زره مهاجر هم نه دي ځای پر ځای شوي.

Brüssel EU Gipfel Brexit Verhandlungen Viktor Orban
د دعوی بايلل د اوربان له پاره يوه سخته ماته دهانځور: Reuters/O. Hoslet

د ۲۰۱۵م کال پريکړه د هنګري، سلواکيا، رومانيا او چک جمهوريت له مقاومت سره مخامخ شوې وه. خو د بوداپست او براتسلاوا د دې شکايت په اړه لا له سره ويل کیدل چې ډير چانس به ونه لري. د اروپايي ټولنې يوه ناظر لا دمخه  د دې دعوا د ردولو خبره کړې وه.

د لوګزامبورګ د محکمې د قاضي پريکړه د هنګري د ښي اړخه محافظه پال ولسمشر ويکتور اوربان له پاره يوه سخته ماته ده. د مهاجرو په اړه د خپل دريځ له کبله دې په څو ځلي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو او اروپايي ټولنې د کمیسیون سره په ټکر کې راغلی دی.

په دې وروستيو کې اوربان په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مقاماتو ته د هغه ۴۰۰ ميليونه يورو رسید وړاندې کړ چې دغه هيواد د سرحدي ګټاري په جوړولو مصرف کړې وې. هنګري غوښتل چې اروپايي ټولنه د دغه هيواد په جنوبي سرحد کې د اچول شويو خنډونو کابو نيم مصرف پر غاړه واخلي. خو د اروپايي ټولنې کميسيون د هنګري دغه غوښتنه رد کړه.

زموږ له ارشيف څخه: