1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ادغام له پاره د نوي پلان غوښتنه

۱۳۹۷ فروردین ۱۳, دوشنبه

د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند د بهرنيو چارو مسئول له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتي دي چي د مهاجرو د ادغام له پاره نوی پلان جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/2vMtq
CDU-Parteitag in Berlin, Norbert Röttgen
انځور: Imago/Ipon

نوربيرت روتگين ویلي دي «موږ نوی ډول مهاجر لرو، نو ځکه په ټولنه کي نوي ډول ادغام ته اړتيا لرو.» د آلمان په پارلمان کې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګئ مشر روتګین د «ويلت» په نوم ورځپاڼي ته د دوشنبې په ورځ ويلي دي: «که د اوس په شان همداسي پر مخ ولاړ شو، بسنه به ونه کړي.» دغه راز هغه د آلمان د کورنيو چارو له وزير هورست زيهوفر او مسيحي سوسيال اتحاد  له نورو سیاستوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې پوښتني په را پورته کولو سره چې ايا اسلام په آلمان پوري تړاو لري، بحث ته نوره خاتمه ورکړي.

روتګين زیاته کړه ده چي د بېلگې په توگه زيهوفر کولای سي «په يوه دقيق، عملي پلان سره په ټولنه کې د مسلمانو ماشومانو ادغام ته پراختيا ورکړي». هغه ويلي دي چي ادغام نن سبا د ټولنيزي سولي په اساسي پوښتني باندي اوښتی دی. د مسيحي ديموکرات اتحاد دغه سياستوال په ښووځيو کي د مسلمانو ماشومانو يهودي ضد بريدونو ته په کتو سره ويلي دي چي سړی بايد د مذهبونو د پوهاوي او زغم روحيه غښتلې کړي.

د زيهوفر (د آلمان د کورنيو چارو وزير) له خوا هغه بحث راپورته کول چې آيا اسلام په آلمان پورې اړه لري، روتګين وويل:«په ټوليزه توګه دغه ډول بې نتيجې تيري کوونکي، له تاکتيکي انګيزو څخه اغيزمن بحثونه بايد پاي ته ورسول شي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزير زيهوفر ويلي ول، چې اسلام په آلمان پورې اړه نه لري، خو زياته کړې يې وه چې دلته اوسیدونکي مسلمانان «طبعي ده چې» په آلمان پوري تړاو لري. د آلمان صدراعظمې انګيلا میرکل د دغه هيواد د پارلمان د مشر شويبله په شان د زيهوفر له څرګندونو څخه واټن ونيو. روتګين ويلي: «دا ډیره خواشينوونکي ده چې له يو مسول طرف څخه داسي يوه بې معنی جمله وويل شي چي جنجالي خبرو ته د لمن وهلو سبب شي.»

هغه ویلي دي: «هيڅ کوم ګوند، هغه که ايتلاف دی که سوسيال ديموکراټان او يا اپوزيستون دي، د مهاجرت، ادغام، ديجتال کيدلو ستونزو په هکله بحث نه کوي. دا خو لا پريږده چې کوم ځواب ورته پيدا کړي.»