1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت تر بحران وروسته ولي ډیر پناه غوښتونکي عیسویان سول؟

۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د مهاجرت تر بحران وروسته د ډیرو پناه غوښتونکو عیسوي کیدل د رسنیو سرټکي وګرزیدل. دا چي هغوی واقعاً د عقیدوي لحاظه عیسویت منلی او که د قبولۍ په دلیل، د جرمني د مهاجرت اداره ډیره مصروفه ساتلې. خو ایا هغوی ټول منل کیږي هم؟

https://p.dw.com/p/3iDbI
Deutschland Berlin Taufe Flüchtlinge aus Iran
انځور: Imago/epd

کله چي یو مسلمان عیسوي کیږي، اکثرأ یو لوی خطر پر ځان باندي قبلوي. که هغوی ردیږي او خپلو اسلامي هیوادو ته اخراجیږي، نو دغه موضوع ورته سخت تاوان رسوي. هلته بیا هغوی د سختو مشکلاتو او تعقیب سره مخامخ کیږي. په اروپا کي هم عیسوي کیدل ورته مشکلات جوړوي، د خپلو ملګرو او حتی کورنيو له خوا یې هم.

پردې سربیره څوک چي د یوه مسلمان په حیث عیسوي کیږي، د آلماني مقاماتو او خصوصأ مهاجرت ادارې لخوا هم تر شک لاندي راځي او ورباندي بې اعتماده کیږي. د هغوی شک دا وي، چي نوی عیسوي سوی شخص فقط غواړي په دې تاکتیک سره یې خپلو هیوادو، لکه ایران یا افغانستان ته د اخراجیدو مخنیوی وکړي.

په ۲۰۱۵ م کال کي د مهاجرت تر بحران سمدستي وروسته د هغو کسانو تعداد لوړ سو، چي د اسلام څخه عیسویت ته ورواوښتل. په ۲۰۱۶ م کال کي حتی خبره د زرهاوو تنو وه، چي عیسویت ته یې رجوع کړې وه. خصوصأ عیسوي پروتستانت کلیسا ډیر کسان راجذب کړل.

د برلیني عیسوي راهب، ګوتفرید مارتینس په خبره، یوازي هغه ته تر ۱۰۰۰ ډیرو کسانو مراجعه کړې او عیسویان سوي دي. په خبره يې د مهاجرت بحران د عیسویت د پاره ډیره ګټه رسولې او دا ورته یو لوی بریالیتوب ؤ.

اړونده موضوع:مهاجرینو د جرمني غذايي فرهنګ متنوع کړی دی

دا چي څومره کسان تر ۲۰۱۵ م کال وروسته عیسویان سوي دي، احصاییه یې نه ده موجوده، ځکه کلیساوي یوه مرکزي احصاییه نه خپریوي. دا هم په داسي حال کي ده، چي د پناه غوښتني د پروسې په دلایلو کي د دین څخه اوښتل هم یو دلیل دی، خو دا چي څومره کسان په هم دې دلیل قبول سوي دي، د هغه احصاییه هم نه ده موجوده.

د جرمني د پناه غوښتني او مهاجرت ادارې(بمف) کاتولیکي خبري آژانس،KNA ته ویلي، چي اکثره هغه کسان چي د اسلام څخه عیسویت ته اوښتي دي، هغه ایرانیان دي. په هغه صورت کي، چي یو څوک په خپل هیواد کي د عقیدې او مذهب په دلیل تعقیبیږي، دغه اداره هم اکثره مجبوره ده، چي د جرمني د پناه غوښتني د قانون مطابق هغوی ته مؤقتي پناه ورکړي. خو تر دې د مخه اداره دا دقیق څیړي، چي ایا دغه شخص واقعأ د عقیدوي لحاظه عیسویت ته اوښتی دی او که یوازي د قبولۍ په خاطر.

د بمف د رییس مرستیالي، اورزولا ګرېفین همدې خبري آژانس ته ویلي: «سړی د یوه بالغه شخص څخه دا توقع لري، چي اوس په داسي حالت کي دی چي خپله عقیده، دین او یا مذهب واړوي.»

په دې منځ کي په بمف کي د دغه ډول قضایاو له پاره یوه اختصاصي څانګه موجوده ده، په کومه کي چي اکثره رد سوي او مجبوره دي په محکمه کي عارض سي. خو په محکمه کي هم اکثرأ عیسوي سوي پناه غوښتونکي نه سي کولای قاضیان د خپل دین د جدي تغیر څخه قانع کړي او بیا هم ردیږي. که څه هم عیسوي راهبان د هغوی پر قبلیدو باندي ټینګارکوي.

زموږ له آرشيف څخه: