د منځنۍ امریکا مهاجر په خپله خوښه بیرته ستنیږي؟
د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ۱،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرکزي امریکا د مهاجرو خپلو ټاټوبو ته بیرته ستنیدل تمویلوي. دغه مهاجر په مکسیکو کې د خپلو دوسیو د پریکړې په تمه دي او زیاترو یې هر ډول هیله له لاسه ورکړې.
د مکسیکو په تیخوانا سیمه کې په دغه ډول سرپناوو کې د مرکزي امریکا په لسونو زره مهاجر د یوې ښې راتلونکې په هیله ورځې شپې سبا کوي. دغه مهاجر غواړي متحده ایالاتو ته ولاړ شي. ځینې یې توانیدلي چې ځانونه هلته ورسوي، خو بیرته مکسیکو ته راستانه کړل شوي دي. خو تر لسو میاشتو وروسته هغوی یو بل انتخاب هم لري، چې په وړیا ډول بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه شي، چې دغه څه د متحده ایالاتو سخت شخړه ایز اقدام ګڼل کیږي.
دینیا کرنزا، غواړي دغه وړاندیز ومني. دغه ۲۴ کلنه مېرمن له خپل زوی سره له هندوراس څخه تښتیدلې. هلته باید هغې پر خپلو همکارانو مخدره توکي پلورلی او د انکار په صورت کې د بانډ له لوري د مرګ له ګواښ سره مخامخ وه. هغه د مکسیکو سیوداد خوارس، ته وتښتیده خو هلته هم مخدره توکي واکمن دي. هغه وایي چې «هندوراس ته له بیرته ستنیدو ویره لري. خو زه دلته له پاتې کیدو زیاته بیره لرم.»
ډیر کسان د سرویس موټرو په واسطه خپلو ټاټوبو ته ستنیږي. تر ۲۰۰۰ زیاتو مهاجرو د امریکا متحده ایالاتو د حکومت «په داوطلبه توګه د بیرته ستنیدو» پروګرام منلی دی. درې پر څلورمه برخه بیرته هندوراس ته ستنیږي او باقې پاتې یې د ایلسوادور، ګواتمالا او نیکوراګا هیوادونو پر لور ستنیږي.
د امریکا متحده ایالاتو د حکومت دغه پروګرام لګښت تر ۱،۶ میلیارده ډالرو اوړي. دغه پروګرام په مکسیکو کې د ملګرو ملتونو د ادارې له لوري تطبیقیږي. هغه مهاجر بیرته خپلو ټاټوبو ته ستنول کیږي چې متحده ایالاتو ته هیڅ نه وي رسیدلي او یا له متحده ایالاتو څخه بیرته مکسیکو ته لیږل شوي وي. مرستندویه سازمانونه د بیرته ستنیدو پر دغه پروګرام نیوکې کوي.
د «لاس امریکاز امیګرنټ» مرستندویه مرکز په وینا د مهاجرو له پاره په شکل د اشکالو یو دوزخ ته ورته وضعیت دی. د متحده ایالاتو پولې ته څیرمه د مکسیکو ښاورنه خطرناکه دي. د «هیومن رایټس فرسټ» په نوم سازمان رپوټ ورکړی دی چې په روان میلادي کال کې د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۱۰۰ زیاتو پيښې رامنځ ته شوي دي.
د بیرته ستنیدو له حقوقي پروګرام څخه د مهاجرو هغه ډله هم اغیزمنه ده، چې په اصطلاح د مهاجرو د خوندیتوب پروتوکول په چوکاټ کې د مکسیکو سرحدي ښار تیخوانا ته بیرته استول شوي دي. دغه مهاجر پر خپلو دوسیو د پریکړې انتظار باسي. تر ۳۰۰۰۰ زیات کسان مکسیکو ته رسیدلي دي.
غیر دولتي سازمانونه د مهاجرو د بیرته ستنیدو په ترڅ کې د مهاجرو د خوندیتو پروتوکول، له نیمګړتیا څخه اندیښنه لري. د هغوی په خبره کله چې یو مهاجر د خپلې قضیې په هکله د متحده ایالاتو محکمې ته په ټاکلي وخت حاضر نه شي، نو دا کار د پناه غوښتنې احتمالي چانس ډیر کموي. خو دنیا آیلا، غواړي چې هندوراس ته بیرته ستنه شي: «په امریکا کې موږ سره ناسم چلن وشو، یوې سړې خونې ته یې وروستو او هر څه یې راڅخه واخیستل.»
د مرکزي امریکا ډیر کډوال وایي چې د مهاجرت د خوندیتوب پروتوکول په واسطه تیر ایستل شوي دي. لکه بیرتا فونیڅ. دغه ۳۰ کلنه پر امریکايي چلن انتقاد کوي او وایي: «هغوی موږ ته درواغ وویل او د اسنادو لاسلیکولو ته یې مجبوره کړو. ظاهرا اوس ما په مکسیکو کې د پناه غوښتنه کړې. خو دا درواغ دي.» هغه له متحده ایالاتو تیخوانا ته لیږل شوې. هغه غواړي بیرته هندوراس ته ستنه شي، ځکه چې به خبره یې مکسیکو خوندي نه ده.
دا ویل ګران دي چې د بیا راستنو شوو کډوالو د پناه غوښتنې د موفقیت چانس به څومره وي. ډیری مهاجر د ترمپ د ادارې له خوا رد شوي دي. خو د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې له دې سره سره په خپله خوښه ټولو راستنو شوو کډوالو ته په مکسیکو کې سلا مشورې ورکول کیږي. له آی او ام، څخه کرستوفر ګاسکن وایي چې هغوی باید پر خپلو ټولو انتخابونو خبر شي.