1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر څه بحث کیږي؟

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۲, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې په نیویارک کی جوړیږي د ۱۴۰ څخه ډیرو هیوادونو مشران او استازي گډون کوي. د اسلامي حکومت، ایبولا او له ایران سره د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې د دغې غونډې اصلي اجندا جوړوي.

https://p.dw.com/p/1DJUB
انځور: Emmanuel Dunand/AFP/Getty Images

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په همدې اوونۍ کې د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې موخه د یوه لا پیاوړي عراقي حکومت ملاتړ بولي چې د هغه په خبره اوس د پخوانیو اشتباهاتو د اصلاح کولو او په یوه ټول شمول حکومت کې د ټولو دینونو د شاملولو په حال کې دی.

شتاین مایر وايي چې له دې سره د اسلامي حکومت ډلې له پاره د ملاتړ کمولو هڅې کیږي چې تر اوسه یې له ځینو عراقي ډلو څخه ترلاسه کاوه چې له حکومت څخه خواشینې وې.

په عین حال کې به شتاین مایر په نیویارک کې د اسلامی حکومت ډلې پر وړاندې د یوه ډله ییز اقدام د برابرولو له پاره هلې ځلې وکړي. شتاین مایر به همداراز د اسلامي حکومت پر ضد مبارزه کې د آلمان پر ونډې هم ټینگار وکړي.

اوس آلمان د کوردي جنگیالیو ملاتړ کوي چې د اسلامي حکومت ډلې پر وړاندې جنگیږي. په واشنگټن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز څخه هیتر کولني، وایي چې دا د برلین له پاره د سیاسي پالیسي په برخه کې یوه لویه پریکړه وه.

آیا آلماني سرتیري به د اسلامي حکومت پر ضد وجنگیږي؟

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا متحده ایالاتو کې ډیر شمیر کسان له آلمان څخه د اسلامي حکومت پر ضد مبارزه کې د لا ډیرې ونډې غوښتنه کوي. ډیر شمیر کارپوهان په دې اند دي چې امریکا له آلمان څخه غواړي چې د اسلامي حکومت پر ضد په هوایي بریدونو کې برخه واخلي او آن کله چې امریکا سیمې ته خپل ځانگړي ځواکونه استوي نو په دې برخه کې هم برلین له واشنگټن سره مرسته وکړي.

کیدای شي چې شتاین مایر په واشنگټن کې له دغه شان غوښتونو سره مخامخ شي. په عین حال کې ترکیه به هم له آلمان څخه وغواړي چې په دې برخه کې له خپل مخکیني موقف څخه تیر شي او لا ډیر اقدامات وکړي ځکه دغه هیواد د کوردي کډوالو له یوه موج سره مخامخ دی چې د اسلامي حکومت له ویرې خپل هیواد پریږدي.

هیتر وایي چې د ملگرو ملتونو په سرمشریزه کې به امریکا متحده ایالات هڅه وکړه چې د اسلامي حکومت پر ضد خپل ایتلاف لا پیاوړي کړي.

د اسلامي حکومت پر ضد د مبارزې تر څنگ په اوکراین کې روان کړکیچ او د ایبولا ساري ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې د اجندا له نورو مهمو برخو څخه دي. پر دې سربیره له ایران سره د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې د دغې غونډې بله مهمه موضوع ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب