1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گوتریس د فلسطينیانو د حفاظت مختلف امکانات وړاندي کړل

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

په تیره جون میاشت کي د ملګروملتو عمومي اسامبلې د عمومي منشي انتونیو گوتریس څخه وغوښتل، چي د فلسطيني ملکي خلکو د حفاظې ممکنه تدابیر وڅيړي، او دا دی اوس یې په دې اړه یو لست وړاندي کړ. خو د هغه تطبیقیدل نامعلومه ښکاري.

https://p.dw.com/p/33Mkw
Schweiz - UN-Generalsekretär in Genf
انځور: picture-alliance/Keystone/C. Zingaro

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریس ته وظیفه سپارل سوې وه، داسي پیشنهادونه وړاندي کړي، چي څنگه  تر اسرايیلي اشغال لاندي د فلسطينیانو «امنیت، حفاظت او هوساینه» امکان پیدا کولای سي. ددې دمخه د ملګروملتو عمومي اسامبلې په خپل یوه پریکړه لیک کي اسراييل د« فلسطيني ملکي خلکو پرضد د سخت تشدد له کبله» غندلئ وو. په همدغه پریکړه لیک کي د غزې له تراډی څخه پر اسراييلو باندي د راکټونو ورفیرول هم د نه منلو وړ بلل سوي ول، خو هلته د واکمن حماس سازمان څخه په صراحت یادونه نه وه سوې.

څلور امکانه، یو مشکل

گوتریس په خپل ۱۴ صفحه اي رپوټ کي څلور مختلف امکانه وړاندي کړي دي، چي څنگه په شخړه ایزو فلسطيني منطقو کي د ملکي کسانو وضعیت سمیدلای سي؟

لمړی امکان: د ملکي خلگو د حفاظت په خاطر د ملګروملتونو د یوه ماموریت په چوکاټ کي ددغه سازمان  د سولي او یا ډیرو دولتونو د مسلحو قواوو مستقر کیدل.

 

دوهم امکان: د ملګروملتونو د ناظرینو یو ماموریت دي د « سیمي څخه د یوه خاص صلاحیت په درلودلو سره د ملکي خلکو د حفاظې او هوسایني رپوټ ورکړي »

دریم امکان: د ملګروملتونو د اوسني پروگرام، یعني  دپرمختیايي او بشري کومکونو پراختیا، ترڅو په دې سره  د فلسطينیانو ضروریات په مؤثر ډول سره پوره او د هغوی تأسیسات تقویه سي

.

څلورم امکان: د بشر د حقوقو، سیاست او هماهنگۍ په برخه کي د ملګروملتونو  ډیر کارپوهان سیمي ته ولیږل سي، تر څو ددغه سازمان قابلیت ښه او دا ښکاره سي ، چي بين المللي ټولنه وضعیت په پام کي نیسي، دهغه غم خوري اوهم پدې ډول سره د تشدد په مقابل کي مخکي له مخکي اثر وښيي.

خو گوتریس پردې خبره باندي ټینگار کړی دی، چي لمړني دواړه امکانه باید د ملګروملتونو د امنيت په شورأ کي تایید سي، ځکه چي په منطقه کي د ملګروملتونو اوسنئ ماموریت د ملکي خلگو د ساتلو او حفاظت دپاره مجهز نه دی او باید د امنیت شورأ ورته دغه صلاحیت ورکړي. خو د امنیت په شورأ کي د هغه تايید د امکان څخه لیري معلومیږي، ځکه چي د اسراييلو نژدې متحد، یعني د امريکا متحده ايالات به هغه ویټو کړي.

Israel Palästina UN-Hilfswerk UNRWA in Gaza
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/M. Issa

د ملګروملتونو د مرستو ډیریدل هم پدې دلیل سخت معلومیږي، چي د اوسني پروگرام له پاره لا د ۵۴۰ ملیونو ډالرو په حجم پیسو فقط یوپر څلورمه برخه تادیه سوې ده.

پر دواړو خواوو باندي انتقادونه

گوتریس په خپلو پیشهنادونو کي نه یوازي په غربي اردن کي د یهودي ناقلینو دپاره د نوو کورونو جوړول د « بين المللي قوانیونو خلاف» عمل او د ډیرو فلسطينیانو وژل کیدل یې د تشویش وړ وبلل، بلکي د غزې له تراډی څخه د راکټونو فیرول او تونلونو جوړول یې هم وغندل. دده په خبره تر ټولو ښه لار ،چي د« فلسطيني ولس امنیت او ساتنه وسي، د پخوا په ډول داده چي د عربو - اسراييلو بحران باید په عادلانه ډول سره حل سي

Palästina Zusammenstöße an der Grenze Gaza - Israel
انځور: Imago/Zuma Press/D. Abo Alkas

خو په دې منځ کي د غزې له تراډي سره په سرحد کي بیا کشمکشونه رامنځته او دوه ځوان فلسطينیان پکښي وژل سوي دي. باید وویل سي، چي د همدې کال مارچ میاشتي څخه د نوي شخړي له پیلیدو راهیسي تر اوسه پوري ۱۷۱ فلسطينیان او یو اسراييلي عسکر وژل سوی دی.

د همدې مطلب په هکله یو انځوریز البوم:( 31.07.2014 )