1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند او پاکستان لفظي شخړه

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو او ملاتړ تورن کړ. څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم پر نوي ډهلي ورته تورونه ولګول.

https://p.dw.com/p/35jRj
USA UN Sushma Swaraj in New York
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Altaffer

هند او پاکستان د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۳۰مه) د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۳ عمومي غونډې په ترڅ کې پر یو بل تندې نیوکې وکړې. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

نوموړۍ همدارنګه د نوي ډهلي له خوا له پاکستان سره د سولې خبرو اترو د سبوتاژ کولو په اړه د دغه هیواد ادعا رد کړه. 

سوشما سوراج ټینګار وکړ چې د القاعده شبکې پخوانی رهبر اسامه بن لادن د امریکایې ځواکونو له خوا تر وژل کیدو مخکې، په مخفي ډول په پاکستان کې ژوند کاوه. سوراج همدرانګه ټینګار وکړ چې د ممبئې د بریدونو پلانونکی چې په ترڅ کې یې ۱۶۸ تنه ووژل شول اوس په پاکستان کې آزاد ګرځي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د ۱۱ د سپټمبر د بریدونو پلانونکي اسامه بن لادن ته په پاکستان کې امن پټنځای ورکړل شوی وو. په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو هغه خپل خطرناک دښمن بللی وو او په نړیواله کچه یې د عدالت میز ته د هغه د کشولو هڅه کوله. دا هغه څه وو چې شاید امریکایانو فکر نه کاوه چې اسامه بن لادن ته په داسې یو هیواد کې پناه ورکړل شوی چې ځان د امریکا دوست او متحد بولي.

نوموړې زیاته کړه: «خو پاکستان داسې رفتار کوي چې ګوندې هیڅ هم نه وي پیښ شوی. د خپل رسمي سیاست له پاره د ابزارو په توګه له تروریزم څخه د استفادې په برخه کې د پاکستان په ژمنتیا کې، حتی ډیر لږ تغیر هم نه دی راغلی».

د هند د بهرنیو چارو وزیرې له خوا د لګول شویو تورونو څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال خپل هیواد د ترهګرۍ قرباني وباله. هغه هند په پاکستان کې له ترهګریزو فعالیتونو څخه په ملاتړ تورن کړ.

USA UN Shah Mahmood Qureshi in New York
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د ملګرو ملتونو په سازمان کېانځور: Pakistan mission USA

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل هیواد کې ویره خپرونکو بریدونو ته په اشارې سره په ۲۰۱۴ م کال کې د پيښور پر یوه پوځي ښوونځي برید ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ تنه ماشومان ووژل شول.

قریشي د خپل هندي سیال په غبرګون کې وویل: «پاکستان هم له هغو ترهګرو سره مخامخ دی چې زمونږ د ختيځ ګاونډي له خوا یې مالي ملاتړ، همغږي او تجهیز کیږي. مونږ غوښته چې له هند سره ملاقات وکړو، تر څو ټول مسائل د هغو له جملې څخه تروریزم چې زمونږ په ښارونو او کلیو کې د تاوتریخوالي د رامنځته کیدو سبب او د لسګونو زره پاکستانیانو د مړينې سبب شوی دی، خبرې اترې وکړو.» 

نوموړي زیاته کړه: «پاکستان به هیڅ کله هم د پيښور په یوه پوځي ښوونځي کې د تر ۱۵۰ ډیرو ماشومانو عام وژنه، د "مستونګ” وحشیانه برید او ډیر نور چې د هند له ملاتړ څخه برخمنو ترهګرو پورې ارتباط لري، هیر نه کړي».

ټاکل شوې وه چې د هند د بهرنیو چارو زویره سوشما سوراج او د هغې پاکستاني سیال محمود قریشي به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۳ عمومي غونډې په څنډه کې سره وویني. خو د دواړو هیوادونو ترمنځ په شخړیز سرحدي سیمه کشمیر کې د هند د یوه سرحدي پوځي تر وژل کیدو وروسته، هند دغه لیدنه کتنه لغوه کړه.