1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو استازې له حقاني سره لیدلي دي

۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازې د حقاني شبکې د مشر او داخله وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني سره لیدلي دي. د امریکا فدرالي پولیسو د داسي معلوماتو پرسر چي د حقاني د نیولو سره کومک وکړي، ۱۰ ميلیونه ډالره جایزه ایښې ده.

https://p.dw.com/p/40Opn
Schweiz I UN I Deborah Lyons
انځور: Valentin Flauraud/KEYSTONE/picture alliance

سراج الدین حقاني چي له کلونو راهیسي د نړی د اسلامي افراطیانو په ليست کي شامل او تر تعقیب لاندي دی، اوس د طالبانو داخله وزیر دی او غواړي، چي په افغانستان کي بشري فاجعې ته رسیدګي وکړي.

د طالبانو یوه ویاند، سهیل شاهین پخپل تویتر صفحه کي لیکلي دي، چي د سراج الدین حقاني سره د ملګرو ملتونو د استازې، دیبرا لاینز لیدنه کتنه پر بشري مرستو باندي متمرکزه وه. په دغه تویت کي د حقاني پر نقل قول باندي تاکید سوی دی «چي د ملګرو ملتونو کارکونکي کولای سي بېله کومو موانعو څخه خپل کارونه سرته ورسوي او د افغانستان خلګو ته خپل حیاتي کومکونه ورسوي.»

افغانستان چي د طالبانو تر قدرت رسیدو دمخه هم د وچکالۍ او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ وو، د هغوی په راتګ سره بشري او اقتصادي وضعیت نور هم خراب سو او حتی امکان لري چي بلکل د رکود سره مخامخ سي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش په دغه اونۍ کي د افغانستان په ارتباط د کومک ورکونو هیوادونو په یوه بین المللي کنفرانس کي ویلي ول چي «افغانان شاید د خپل ژوند د ډیرو سختو لحظو سره مخامخ وي.»

د ملګرو ملتونو استازي، لاینز په افغانستان کي د چهارشنبې په ورځ د حقاني سره تر لیدلو وروسته وویل: «د ملګرو ملتو سازمان ټوله کارکونکي کولای سي، په افغانستان کي خپل بشري کومکونه او کارونه بېله بیري او موانعو څخه پرمخ بوزي او خلګو ته حیاتي کومکونه ورسوي.»

د رپوټونو پر اساس طالبانو په تیرو دوو لسیزو کي په وارو وارو سره د ملګرو ملتونو پر کارکونکو باندي حملې کړي دي. په یوه تر ټولو خونړۍ پېښه کي هغوی په ۲۰۰۹ م کال کي د کابل پر یوه هوټل باندي په حمله کي د ملګرو ملتو پنځه خارجي کارکونکي ووژل.

د سراج الدین حقاني پرسر۱۰ ميلیونه ډالره جایزه

د حقاني شبکه د طالبانو یوه تندلارې ښاخله ده چي له کلونو راهیسي د پاکستان سره په سرحد کي مستقر وه. دغي ښاخلې ته په افغانستان کي د تر ټولو سختو حملو مسؤلیت ور په غاړه دی. امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۲م کال کي دغه ډله د یوه ترهګري سازمان په حیث درجه بندي کړه.

د امریکا فدرالي پولیسو (اف بي اي) سراج الدین حقاني تر خپل سخت تعقیب لاندي راوستلی او پر دا ډول معلوماتو چي د هغه د نیولو سره کومک وکړي، ۱۰ ملیونه ډالره جایزه هم ایښې ده. 

امریکايي مقامات او هم د افغانستان د پخواني حکومت غړي، چي د امریکا د حمایت څخه برخوداره وه، همیشه ادعا کوله چي د حقاني شبکه له القاعده سره ارتباط لري.

که څه هم طالبانو وعده کړې ده چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاوري نورو هيوادونو ته ګواښ متوجه کړي، خو د امریکا استخباراتي چارواکي په افغانستان کي د القاعده شبکې د سره احتمالي بیرته تنظمیدو څخه خبري کوي.