1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر پوځ د اخوان المسلمین مشران نیولي دي

مسعود جهش (AP, AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعه

د مصر پوځ د اخوان المسلمین د گوند مشر په دې تور نیولی دی چې خلک یې د مظاهره کوونکو وژلو ته پارولي دي. په داسې حال کې چې پخپله مرسي هم بندي دی د اخوان المسلمین ګوند د جمعې په ورځ پراخه مظاهرې پلان کړې دي.

https://p.dw.com/p/192WE
Army soldiers stand guard in front of protesters who are against Egyptian President Mohamed Mursi, near the presidential palace in Cairo July 3, 2013. The Egyptian president's national security adviser said on Wednesday that a "military coup" was under way and army and police violence was expected to remove pro-Mursi demonstrators. REUTERS/Amr Abdallah Dalsh (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST MILITARY)
Ägypten Kairo Protestانځور: Reuters

د مصر پوځي پولیسو د پنجشنبې په ورځ د اخوان المسلمین د ګوند مشر محمد بدیع، په «مرسي مطروح» ښار کې نیولی دی. امنیتي سرچینو ویلي دي چې بدیع د نیول کیدو پر مهال د یوه مصري سوداگر په کور کې میشت وو. ویل کیږي چې اوس پوځي پولیسو بدیع د څرخي الوتکو په واسطه قاهرې ته لیږدولی دی. مصري چارواکو ویلي دي چې هغوی فکر نه کوي چې بدیع له مصر څخه د تېښتې هڅې کولې.

پر بدیع او د هغه پر مرستیال محمد خیرت سعد الشاطر، باندې د مصر په وروستیو مظاهرو کې د اتو تنو مظاهره کوونکو په وژنه کې د لاس لرلو تورونه لګول شوي دي. دغه مظاهره کوونکي تیره اوونۍ په قاهره کې د اخوان المسلمین د دفتر پر وړاندې ووژل شول.

د ډیر شمیر کسانو د نیولو امرونه صادر شوي دي

تر دې مخکې هم د مصر پوځ د اخوان المسلمین یو شمیر غړي نیولي ول. دا په داسې حال کې ده چې پوځ د دغه ګوند د څه نا څه ۳۰۰ غړو د نیولو امرونه صادر کړي دي.

مصري دولتي خبري آژانس مینا، ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ همداراز د اخوان المسلمین یو بل لوړپوړی غړی رشاد البیومي، هم نیولی دی. په مصر کې یوه قضایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د اخوان المسلمین له نیول شویو غړو څخه به د پوښتنو بهیر د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې ورځ پیل شي.
پوځ مرسي د هغه تر ګوښه کیدو وروسته، په یوه نامعلومه ځای کې ساتلی دی. پر مرسي باندې ښايي په ۲۰۱۱ کال کې د حسنې مبارک د رژیم تر راپرځیدو وروسته له زندان څخه د تښتیدو تور ولګول شي.

له بلې خوا اخوان المسلمین هم هغه آوازې رد کړي دي چې دغه ګوند به له مظاهره کوونکو سره یوځای کار وکړي. په همدې حال کې د اخوان المسلمین په مشري د مصر د اسلامپاله ګوندونو له خوا د پراخه مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه هم شوې ده. ویل کیږي چې دغه مظاهرې به د جمعې په ورځ تر سره شي.

مرسي د چهارشنبې په ورځ له واکه ګوښه شو. په دې ورځ پوځ د مرسي د واکمنۍ دوره پای ته ورسوله او د مصر اساسی قانون یې لغوه اعلان کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب