1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصالحې شورا افتتاحيه غونډه؛ اوربند جدي غوښتنه ده

۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبه

د افغانستان د مصالحې عالي شورا نن په ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارګ کې خپله افتتاحيه غونډه ترسره کړه. د دغې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وويل، هڅه يې دا ده چې د مصالحې عالي شورا د امکان تر حده د افغانستان د خلکو استازيتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/3mGBH
Afghanistan Abdullah Abdullah
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture-alliance

د مصالحې شورا په يوه اعلاميه کې د عبدالله له قوله راغلي: «افغانستان له بل هر وخت څخه زيات سیاسي اجماع ته ضروت لري.» عبدالله همدا راز زیاته کړې: «هغه سوله چې موږ يې غواړ بايد ټولو ته د منلو وي.»

د مصالحې د عالي شورا مشر دغه راز وويل چې د سولې د پروسې مالکيت د افغانانو دی او د اوربند په ټينګښت ېې ټينګار وکړ.

عبدالله وویل: «فوري اوربند زموږ د ټولو اصلي او جدي غوښتنه ده او د اوربند په رامنځ ته کولو سره بايد ټول سولې ته خپله ژمنتيا ثابته کړي.« عبدالله عبدالله وويل چې د افغانستان حکومت اوربند ته چمتو دی.

د مصالحې شورا مشر په خپلو خبرو کې وويل، موږ بايد توافق ته ورسيږو چې سولې ته د رسيدلو د لارې نقشه مو څه ده، سولې له پاره تر کوم حده پورې قرباني ته تيار او په دې لار کې د افغانستان د خلکو کومو غوښتنو ته مثبت ځوابونه ويلی شو؟

«جګړې خپل مذهبي مشروعيت بایللی دی»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مصالحې شورا په افتتاحيه غونډه کې وويل چې په افغانستان کې روانې جګړې خپل مذهبي مشروعيت بايللی دی. ارګ د غني له قوله ليکي: «زه ټولو علماوو کرامو باندې غږ کوم چې د سولې اجماع د مدیریت لپاره سره یو لاس شي، دې جګړې خپل مذهبي مشروعیت بایللی دی.» غني زياته کړې، ولس سوله غواړي او «زموږ وظيفه ده چې دا سوله راولو.»

«په افغانستان کې سوله د سيمې هیوادونو په ګټه ده»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، محمد حنيف اتمر وويل په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې سوله، د سیمې هيوادونو په ګټه ده. خو هغه ټینګار وکړ چې د «افغانستان د اسلامي جمهوريت نظام ساتنه، په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تامېن له پاره اساسي شرط دی.» هغه دا هم وويل چې سوله له وحدت او اجماع پرته امکان نه لري.

په دغې اعلاميه کې راغلي چې په غونډه کې د افغانستان سياسي رهبران، د ګوندونو استازي او د پارلمان غړي برخه لري.