د مراکش سمندري ځواک د مهاجرو یوه کښتۍ ویشتلې ده
۱۳۹۷ مهر ۴, چهارشنبهلکه څرنگه چي د مراکش مسؤلو چارواکو خبر ورکړی دی، په دغه پيښه کي په لومړي سر کي څلور تنه ټپيان سوي ول، خو وروسته په روغتون کي یوه مراکشۍ له خپلو زخمونو څخه مړه سوه.
د هغوی په خبره، بحري قواوو تر هغه وروسته د مهاجرو پر کښتۍ باندي فیرونه وکړل، کله چي يوه کښتۍ وان د دوی اوامرو ته غوږ ونه نیو. پخپله هساپونی کښتۍ وان زخمي سوئ او نیول سوی دی. د مراکشي چارواکو په حواله، په کښتۍ کي سپاره کسان پراته ول او نه معلومیدل. دغه پيښه د مراکش د تانگر له بندرسره رامنځته سوې ده.
له هغه راهیسي چي ایټالیا د مهاجرو کښتیو ته د ورننوتو اجازه نه ورکوي، بیرته ډیر مهاجرين هسپانيا ته ورځي. هسپانيا ته د مهاجرو ورتگ ځکه اسانه دی، چي مراکش یوازي څو کیلومتره ځیني لیري دی. سربیره پردې په مراکش کي د هسپانيا د سیوتا او مېلیلا جزیرې هم پرتې دي.
په همدې حال کي هسپانيا له مراکش څخه غواړي، چي د غیرقانوني مهاجرو د ورتگ مخنیوی وکړي. د شمالي افریقا دغه هیواد د هغوی په حواله د سږ عیسوي کال له پیل څخه ۵۴۰۰۰ کسان اروپايي ټولني ته له ورتگ څخه راگرزولي دي.
هسپانيا ته د همدې ۲۰۱۸م کال له شروع څخه تر ۳۸۰۰۰ اضافه مهاجرين ورغلي دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.07.2018 )