1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مدیترانې په اوږدو کې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي پلان

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د اروپايي اتحادیې کمېسیون د ارادې له مخې، د مرکزي مدیترانې په اوږدو کې له غیرقانوني مهاجرت سره باید په کلکه مبارزه وشي. دغه ټولنه اوس د دغه کار له پاره يو عملي پلان چمتو کوي.

https://p.dw.com/p/4JtMg
Westbalkan Konferenz Sicherheit und Migration Berlin
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمیشنري یلوا جوهانسن د کمېسیون د پروژې وړاندې کولو پر مهال اعلان وکړ چې د کال له پیل راهیسې تر ۹۰۰۰۰ زيات خلک د لیبیا او تونس په څیر هیوادونو له لارې اروپايي اتحادیې ته راغلي دي چې دا د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډیروالی ښيې.

ټول مهاجر ایټالیا ته رسیږي، په مالتا کې ډېر لږ پاتيږی: «موږ باید په پام کې ونیسو چې د مرکزي مدیترانې له لارې نن ورځ د خلکو څرګند اکثریت نړیوال محافظت ته اړتیا نه لري.» د اروپايي اتحادیې کمشنري یلوا جوهانسن وويل، ډېر خلک چې په عمده توګه د مصر، تونس او ​​بنګله دیش څخه راځي، غواړي په اروپایي اتحادیه کې پیسې وګټي.

د اروپايي ټولني دغه پلان (د عمل پلان) د اصلي او ترانزیت هیوادونو سره د همکارۍ ګړندۍ کولو او په شمالي افریقا کې د انساني قاچاق پر وړاندې د نوي پروګرام پیل کولو وړاندیز کوي.

په دغه ۲۰ ماده ایز پلان کې کمېسیون هغه پروژو ته اشاره کوي چې دمخه یې اعلان شوي، لکه د سرحدونو د ساتنې ادارې فرونټیکس او ترانزیتي هیوادونو لکه لیبیا او نایجر ترمنځ پراخه همکاري.

د اروپايي ټولني هیوادونو ملي فعالیتونه باید سره یوځای شي او ښه همغږي شي. د شخصي سمندري ژغورنې کښتیو کارولو له پاره د نړیوال سمندري سازمان له خوا یو ځانګړی چوکاټ او لارښود شتون درلود چې په پرله پسي ډول يې په سلګونو مهاجر داروپا بندرونو ته راوړي دي.

د مديتراني په سمندر کي بشري مرسته رسونکي کښتۍ
د مديتراني په سمندر کي بشري مرسته رسونکي کښتۍانځور: Camilla Kranzusch/ROPI/picture alliance

په اروپايي اتحادیه کې د زرګونو کډوالو د داوطلبانه بیا ویش له پاره پلانونه تر اوسه بې پایلې شوي دي. د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمیشنر جوهانسن په بروکسل کې وویل، چې یوازې تر ۸۰۰۰ ډیر مهاجر په لومړي سر کي رارسېدلو هیوادونو لکه ایټالیا یا یونان څخه راغلي دي.

له دغو اتو زرو کسانو څخه سل کسان د شوي ژمني له مخي د اروپايي اتحاديې په هېوادونو کي منل شوي دي.

آلمان او فرانسي په اصل کې غوښتل چې تر ۳۵۰۰ پناه غوښتونکي ومني. آلمان او د اروپايي اتحادیې په لسګونو نورو هیوادونو په جون میاشت کې د فرانسې په مشرۍ د «داوطلبي پیوستون میکانیزم» باندې موافقه وکړه.

په دې توګه دوي »په خپله خوښه« باید هغه مهاجر پر غاړه واخلي چې په ځانګړي ډول د مهاجرو تر بار لاندي هیوادونو لکه ایټالیا یا یونان څخه د پناه اخیستو امکان لري.

وضعیت په ځانګړي ډول د دې حقیقت له امله پیچلی دی چې په روم کې ښي اړخه نوي حکومت له مهاجرینو سره د ژغورنې شخصي کښتیو ته اجازه نه ورکوي چې د ایټالیا بندرونو ته لاړي شي. دا یو له هغو دلیلونو څخه دی چې د چک له هيواد څخه د اروپايي اتحادیې شورا رئیس د راتلونکې جمعې له پاره په بروکسل کې د کورنیو چارو وزیرانو ځانګړې غونډه رابللې ده. دا باید د نوي "عمل پلان" په اړه هم وي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو پیانتیدوسي د بروکسل له اعلان څخه راضي و. تر دې دمه، د پیوستون میکانیزم د ایټالیا له پاره بالکل "ناکافي پایلې"لرلي دي. دغه وزیر چې د کوم گوند غړیتوب نه لری، انتقاد يې وکړ.

پیانتیډوسي په مدیترانې کې د لټون او ژغورنې عملیاتو د ښې همغږۍ غوښتنه هم وکړه.