1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مجاهدینو رهبران: تر دې وروسته همغږی عمل کوو

حسین سیرت/ کابل۱۳۹۳ بهمن ۲۶, یکشنبه

جهادي قوماندانانو له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو پر ۲۶مه کلیزه «څنډې ته د مجاهدینو له وتلو څخه گواښ وکړ». عبدالرب رسول سیاف وویل چې د ملا عمر اعلامیې په کابل کې لیکل کیږي.

https://p.dw.com/p/1Ec64
انځور: AP

پخواني شوروي ځواکونه په افغانستان کې تر نهه کاله جگړې وروسته د ۱۳۶۷ کال د دلوې میاشتې پر ۲۶مه نیټه له افغانستان څخه ووتل. د پخواني شوروي ځواکونو او افغان مجاهدینو د جگړې له کبله سلهاو زره افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په میلیونو نور د خپل هیواد پریښودو ته اړ شول. دې جگړې په افغانستان کې ډیرې ویجاړۍ پر ځای پریښودې.

له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، مجاهدین بریالي شول خو د واک پر سر یې یو له بل سره جگړه پیل کړه. د مجاهدینو د بیلابیلو ډلو تر منځ جگړې افغانستان نور هم پسې ویجاړ کړ او د طالبانو ډلې رامنځ ته کیدو ته یې لاره هواره کړه. خو اوس مجاهدین له سیاسي ډگر څخه د ایستل کیدو په اړه اندیښنه لري.

د مجاهدینو رهبرانو د یکشبنې په ورځ په کابل کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ورځ ولمانځله او په خپلو خبرو کې یې د کورنۍ جگړې له کبله په افغانستان کې د رامنځ ته شویو ویجاړیو د توجیه کولو هڅه وکړه. د مجاهدینو د یوې ډلې مشر عبدالرب رسول سیاف، د لویې جرگې په خیمه کې جوړې شوې غونډې ته وویل: «موږ ته جنگي جنایتکاران او د بشري حقونو ناقضین وایي. د لومړي ځل له پاره غیر مسلح مخالف په دې هیواد کې چا وواژه؟ د بیلدوزونو په واسیله چې له وژلو کسانو څخه تپې جوړې شوې، دا کار چا وکړ؟ ایا دا ټول مجاهدینو کړي دي؟»

«د ملا عمر اعلامیې په کابل کې لیکل کیږي»

د مجاهدینو یو شمیر هغه مشران چې د ملي یووالي په حکومت کې کوم مقام ته نه دي رسیدلي اوس د مخالفت غږ پورته کوي. د افغانستان د اوبو او انرژي پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان، څو وارې له دې کبله پر دولت باندې سختې نیوکې کړې دي.

سیاف په خپله بیانیه کې وویل چې تر دې وروسته به مجاهدین په همغږي ډول خپل موقف اعلان کړي. هغه زیاته کړه چې افغانان به ډیر ژر د مجاهدینو د یووالي شاهدان وي. د دغه پخواني جهادي قوماندان په حواله د اسلامي دولت ډله یا داعش نه شي کولای په افغانستان کې فعالیت وکړي ځکه مجاهدین یې پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي.

هغه داعش د اسلام دښمنه ډله وبلله او ټینگار یې وکړ چې دغه ډله په سیمه کې د طالبانو له پاره د استخباراتي ډلو بدیل دی.

سیاف گواښ وکړ چې جاسوسان په افغانستان کې د جگړې او بدبختي اصلي لاملان دي. هغه ادعا وکړه چې داسې اسناد په لاس کې لري چې ښيي د ملا عمر بیانیې د کابل په وزیر اکبر خان کې لیکل کیږي: «هغه بیانیې چې په بیلابیلو مناسبتونو د ملا عمر په نوم چاپ او خپریږي، د همدې کابل په وزیر اکبرخان کې لیکل کیږي. د خدای په لحاظ! موږ په داسې حال کې پولې تړو چې جاسوسان مو تر ږیرې لاندې ناست دي او د ملا عمر بیانیې لیکي او خپروي یې.»

عبدالرب رسول سیاف: د ملا عمر بیانیې په کابل کې لیکل کیږي
عبدالرب رسول سیاف: د ملا عمر بیانیې په کابل کې لیکل کیږيانځور: AP

د ستراتیژې د بدلون له کبله گواښ

په وروستیو وختونو کې د مجاهدینو رهبرانو د افغانستان د ستراتیژې د بدلون له کبله گواښ وکړ. افغان حکومت اوس هڅه کوي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي او له دې لارې سولې ته ورسیږي. له همدې کبله د لومړي ځل له پاره څو تنه افغان پوځیان پاکستان ته د پوځي روزنو ترلاسه کولو په موخه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو هیوادونو په تیرو ۱۳ کلونو کې ترینگلې اړیکې لرلې دي او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان هغه غوښتنې چې افغان ځواکونه وروزې څو وارې رد کړې دي.

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي، په خپله بیانیه کې وویل: «موږ په صمیمانه توگه د سولې او ثبات غوښتونکي یو. موږ عادله او با عزته سوله غواړو نه ذلیلانه او داسې سوله چې زموږ د عزت او حکومتوالي، بشري حقونو او د بیان آزادي په برخو کې زموږ د دیارلس کلونو لاس ته راوړنو په بیه تمامه شي.»

د پخواني شوروي له وتلو څخه بیا د ناټو تر وتلو پورې

له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو وتل دغه هیواد په کورنۍ جگړې کې ډوب کړ. حکومت وپاشید، اردو او پولیس له منځه ولاړل او قومي جگړو د افغانانو له پاره ژوند ستونزمن کړ.

څیړونکي وایي چې افغانان اوس هم داسې اندیښنې لري لکه ۲۶ کاله مخکې یې چې لرلې.

د ناټو ځواکونو د تیر کال په پای کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه او خپل نوی روزنیر ماموریت یې پیل کړ. د سیاسي چارو څیړونکي وايي چې که افغانستان یو ځل بیا حیر شي نو کیدای شي چې د ۲۶ کالو مخکي فاجعه بیا تکراره شي.

په کابل کې میشت خبریال شاه حسین مرتضوي، وايي چې اوس هم د افغانستان امنیت زیان منونکې دی، داعش د طالبانو تر څنگ لا ډیر واک ترلاسه کړی دی نو له دې کبله که افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ و نه لري نو کیدای شي چې یو ځل بیا کړکیچ رامنځ ته شي.

دغه خبریال زیاتوي: «د امریکایي ځواکونو لوی کمپونه په داسې حال کې خالي کیږي چې افغان ځواکونه یې د ډکولو توان نه لري. گواښونه اوس هم جدي دي: طالبان واکمن دي او داعش هم د ظهور په حال کې دی.»

خو په عین حال کې د افغانستان د راتلونکې په اړه هیلې هم موجودې دي. کابل له واشنگټن او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي چې له مخې به یې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب