«د ماشومانو پر ضد جګړه باید پای ومومي»
۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبهد ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي دي چې په تیره میاشت کې په یمن کې د وژل شوو ټولو ماشومانو نیمایي یې په حدیده او تعز ښارونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه سازمان په وینا هلته لا جګړه نه ده ختمه شوې او تل ماشومان له دغې جګړې کړیږي. مریم الدوګاني، چې په حدیده کې د دغه نړیوال مرستندویه سازمان له پاره کار کوي ویلي دي: «دراماتیک بشري کړکیچ ادامه لري.»
د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د یمن د جګړې ښکیلو اړخونو د ملګرو ملتونو په منځګړتوب په ستاکهولم کې یوه تړون لاسلیک کړ، چې د عربي نیمه ټاپو په دغه هیواد کې یې د سولې د ژر رامنځ ته کیدو هیلې راټوکولې وې. ښکیلو اړخونو په ځانګړې ډول د ستراتیژیک لحاظه مهم بندر حدیده له پاره پر اوربند توافق کړی وو. دغه بندر د یمن د ولس له پاره د موادو د تأمین په برخه کې مرکزي نقش لري. خو د سیف دي چلډرن، د رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ او اکتوبر تر میاشتو پورې یوازې په حدیده کې د جګړو په ترڅ کې ۵۶ ماشومان وژل شوي او نور ۱۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه سازمان د رپوټ له مخې د دغه توافق د لاسلیکیدو راهیسې په تعز کې د ماشومانو د مړینې قضیې تر ۵۷ اوښتي دي چې د پخوا په پرتله دوه برابره ډیري دي. همدا شان ویل شوي چې د جګړې ښکیلو اړخونو په تعز کې د یوه بشري کاریدور یا لارې د پرانیستو ژمنه کړې، خو تر اوسه دغه کار نه دی تر سره شوی.
الدوګاني، چې په خپله ډاکټره هم ده ویلي دي چې په روان میلادي کال کې تر ۵۰۰ زیاتو ماشومانو روغتیايي درملنه شوې ده. د هغې په خبره ځینو یې داسې سخت ټپونه درلودل چې ژوندانه ته یې خطر وو. هغې د هډوکو د ماتیدو، سوځیدو او د مرمیو د سختو ټپونو خبره وکړه. الدوګاني یادونه وکړه چې «د ماشومانو پر ضد دغه جګړه باید ختمه شي.»
sr/bs (kna, epd, afp)
زموږ له آرشيف څخه: