1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشوم عسکرو د گومارنې پر ضد نړیواله ورځ

۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعه

په نړۍ کې شا او خوا ۲۵۰۰۰۰ نجونې او هلکان په زوره جگړو ته اړ ایستل شوي دي. له هغوی څخه ناوړه استفاده کیږي، هغوی وژل کوي او پخپله هم وژل کیږي. هغوی د یاغیانو په لیکو کې جنگيږي خو ډیر وخت د حکومتي پوځ په لیکو کې هم وي.

https://p.dw.com/p/1HuNU
Afghanistan Kindersoldat Symbolbild
انځور: picture alliance/Tone Koene

۱ افغانستان

واصل احمد په دوو مرميو په سر کې وویشتل شو او ووژل شو. طالبانو پر دغه دولس کلن باندي د روانۍ فبروري میاشتې په لومړیو کې ښوونځي ته د تگ پر مهال حمله وکړه. دا د یوه ماشوم پر ضد پلان شوی قتل وو. د هغه په هکله ویل کیږي چې د طالبانو پر ضد جگړه کې یو مشهور اتل وو او د پولیسو په یونیفورم کې هم لیدل شوی وو. په افغانستان کې یوازي طالبان او نوري افراطي ډلې د ماشومانو په لاسونو کې وسلې نه ورکوي، بلکې ویل کیږي چې د پولیسو په لیکو کې هم ماشوم عسکر شته. د ماشومانو د حقوقو فعال رالف ویلنگر چې د (Terre des Hommes) په نوم د ماشومان له مرستندوی سازمان سره تړاو لري وایي چې د کابل حکومت کار د درولو اراده څرگنده کړې، خو په عملي شوې نه ده.

۲ سوریه

یوازې په اصطلاح «اسلامي دولت» نه بلکې د سوریې آزادي بخښونکی پوځ او حکومتي پلوه ملېشې لکه حزب الله، د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په خپلو لیکو کې ماشوم عسکر گماري. ملگرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې په سوریه کې د ماشوم عسکرو گومارنه ورځنۍ خبره گرځیدلې ده. رالف ویلینگر وایي چې کردي ډلې هم په خپلو لیکو کې ماشومان لري. د هغه په خبره په زیاتره کړکیچ ځپلو سیمو کې د ټولو اړخونو له لوري ماشومان گومارل کیږي، ځیني خلک دا کار په ښکاره کوي او ځینې یې بیا په پټه.

۳ عراق

په عراق کې د ماشومانو له پاره وضعیت په ځانگړې توگه ډراماتیک دی، ځکه چې هلته جگړه له ۲۰۰۳م کال راهیسې روانه ده. رالف ویلنگر وایي: «څومره چې شخړه دوام کوي، د یوه ځوان او په ځینو مواردو کې د نجلۍ په توگه په یوه خاص عمر کې دا گرانیږي چې له وسله والو ډلو بیل شي.» د هغه په خبره یوازنی امکان بيا دا وي، چې دغه هیواد پریښول شي. په وروستیو وختونو کې د ماشوم عسکرو شمیر زیات شوی دی، ځکه چې افراطي ډله «اسلامي دولت» خپلو لیکو ته زیات ماشومان جذبوي.

۴ یمن

په یمن کې د جنگیالیو یوه پر دریمه برخه ماشومان دي. په دغه ځای کې جي درې ډوله آلمانۍ وسلې د ماشومانو له لوري کارول کیږي. ویلنگر وایي سعودي عربستان چې په یمن کې د جگړې یو اړخ دی دغه ځای ته په صندوقونو دغه ډول اتوماتیکي وسلې استولي دي، که څه هم چې دا د تجهیزاتو له تړون سره په ټکر کې دي.

۵ سوماليا

د سومالیه پوځ د ماشوم عسکر گومارنې ته همداسې ادامه ورکړې. هغه یو پوځ چې د یاغیانو پر ضد مبارزه کې د لوېدیځ ملاتړ هم لري. د تندلارو اسلامپالو یاغیانو ډلو لکه «الشباب» په لیکو کې د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې شا او خوا ۱۰۰۰ ماشومان جنگیږي.

۶ سویلي سوډان

یو پخوانی عسکر چې اوس ۱۷ کلن دی وایي: «ما تر مخه هیڅکله وسله په لاس کې نه وه اخیستې. زموږ د نیولو په ورځ هغوی موږ ته وښووله چې سړی وسله څرنگه استعمالوي. او بیا موږ په جگړې پیل وکړ. په لومړۍ جگړه کې اووه ماشومان ووژل شول.» په دغه ځای کې د دوو کلونو په موده کې ۱۶۰۰۰ نوي ځوانان د جگړې د ښکیلو اړخونو له لوري په زوره خپلو لیکو ته جذب شوي دي.

۷ سوډان

انفرادي یاغي ډلې تل تړنونه لاسلیکوي چې د عسکرو په توگه د ماشوم گومارلو موضوع ته به پام کوي. خو د پخوا په شان ماشومان باید جگړه وکړي، تر ټولو زیات په لویدیځه سیمه دارفور کې چیرې چې په وروستیو وختونو کې له دغه ځای څخه د تازه نښتونو رپوټونه ورکړل شوي دي. د ملگرو ملتونو په وینا په حکومتي لیکو کې هم ماشوم عسکر شته.

۸ د مرکزي افریقا جمهوریت

زیاتره وخت ماشومان تښتول کیږي او د جنگیالي په توگه ژوند تیرولو ته اړ ایستل کیږي. طبیعي خبره ده چې د هغوی د راضي کولو او له هغوی سره د ژمنو له پاره کار کیږي، لکه د پیسو او گرځنده تلیفونونو. کله چې ماشومان راضي شي او له هغوی سره ولاړ شي، بیا نور هغوی نه راځي. ځکه چې بیا هغوی قوماندان او ځای پیژني.

۹ د کانگو جمهوریت

ملگرو ملتونو په خپل ليست کې په دغه هیواد کې لس گروپونه په گوته کړي دي چې خپلو لیکو ته ماشوم عسکر جذبوي. د دغه هیواد په ختیځ کې د یاغیانو په لسگونو ډلې د کانونو د استخراجولو له پاره له لسیزو راهیسې جنگیږي. تر کومه ځایه چې د مسئولو کسانو د جزایي تعقیب خبره ده، د کارپوهانو په وینا په دې برخه کې ښه والی راغلی دی. په دینهاگ کې د جزا نړیوالي محکمې د ملېشو د پخوانیو مشرانو لکه توماس لوبنگا، چې پرې د ماشوم عسکرو د گومارلو تور وو محکوم کړی دی. هغه د ۲۰۱۵م کال له دسمبر میاشتې راهیسې بندي دی.

۱۰ نایجیریا

لږ تر لږه د «چیبوک د نجونو» د تښتولو مسئوله تندلارې ډله «بوکو حرام» په نړیواله توگه پیژندل شوې. له څو کلونو راهیسې ملگري ملتونه پر دغې ډلې تور لگوي چې له ماشومانو څخه د جنسي غلامانو په توگه ناوړه استفاده کوي. له ۲۰۱۴م کال راهیسې دغه تندلارې ډله خپلو لیکو ته ماشومان جذبوي، چې د انساني سپر په توگه ترې هم کار واخلي. زیاتره وخت د چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د ځانمرگي بریدونو له پاره له ماشومانو کار اخیستل کیږي.

۱۱ مالي

په مالي کې هم په ځانگړې توگه د تندلارو اسلامپالو ډلو له لوري د خپلو اهدافو له پاره له ماشومانو څخه ناوړه استفاده کیږي. په ۲۰۱۳م کال کې دغه هیواد ته د نړیوالو ځواکونو تر ورتگ وروسته د دغو تندلارو ډلو د پرمختگ مخه نیول شوې او د پخوانیو کلونو په پرتله اوس وضعه لږه ښه ده.

۱۲ کولمبیا

د کولمبیا ستر چریکي گروپ چې FARC نومیږي په دې اوونۍ کې اعلان وکړ چې د هغوی په لیکو کې نور ماشوم عسکر نه شته. د هغوی په خبره په دې سره غواړي چې له حکومت سره د سولې د خبرو اترو بهیر گړندی شي. د ماشومانو د حقوقو فعال ویلینگر تر پنځوسو کلونو د زیاتې مودې په کړکیچ کې د دغه اعلان هرکلی کړی دی. د ویلنگر په خبره فارک ادعا کوي چې د دوی په لیکو کې د گوتو په شمېر ۱۵ کلن ماشومان شته، چې قطعا غلطه ده.

۱۳فلیپین

نوی ولسي پوځ، په فلیپین کې یوه کمونیستي یاغي ډله ده چې د حکومت پر ضد جگړه کې له ماشومانو کار اخلي. د ویلنگر په خبره دغه کړکیچ لا نه دی ختم شوی. د هغه په خبره د مورو اسلامي آزادې جبهې، په لیکو کې د ماشوما لرلید ښه بریښي، ځکه چې دغه ډله له حکومت سره د سولې یوه تړون ته نزدې شوې ده.

۱۴ میانمار

ملگرو ملتونو د دغه هیواد حکومت مثبت ارزولی دی. زیاته شوې ده چې دغه هیواد مثبت گام اخیستی، د پوځ له لیکو څخه یې ماشومان ایستلي او په دې سره يې د عمل په یوه پلان لاس پوري کړی. د ویلنگر په خبره د ۲۰۱۲م کال له جون میاشتې راهیسې په سلونو ماشومان گوښه کړل شوي دي.

همداشان د ملگرو ملتونو په وینا په نورو کړکیچ ځپلو کې سیمو کي وسله والې ډلې په احتمالي توگه خپلو لیکو ته ماشومان جذبوي، لکه په لیبیا او فلسطیني سیمو کې.