1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ماسکونو د جوړولو په برخه کې د خلکو خلاقیت

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

له کرونا د ځان د ساتلو په موخه په امازون سيمه کې د کيلو له پاڼو نيولې بیا په ايتاليا کې د پخلي تر کاغذه پورې؛ خلکو د ماسکونو د جوړولو غیر دودیزې لارې چارې کارولې دي. په ځينو هېوادونو کې د ماسکونو کارول اجباري دي.

https://p.dw.com/p/3bSts
Peru Coronavirus Eine selbstgemachte Gesichtsmaske
انځور: Reuters/S. Castaneda

په ټوله نړۍ کې د مخ او پزې د ماسکونو د کمښت له وجې د نړۍ د بېلا بېلو برخو اوسيدونکو د ماسکونو د جوړولو له پاره ځينې ډېرې نوښتګرې لارې خپلې کړي څو د نوي کرونا ويروس څخه د ځان او نورو د ساتنې هڅه وکړي.

په داسې حال کې چې د روغتيا نړيوال سازمان له خوا ويل شوي چې يوازې علايم لرونکي کسان او روغتيا پالان د خولې او پزې ماسک ته اړتيا لري، يو شمير هېوادونو چې اسرائيل او چيک جمهوریت هم پکې شامل دي، د ټولو له پاره د ماسکونو کارول اجباري کړي دي.

دمګړۍ فابریکې د لږ تر لږه ۲۰ برابره زیاتو ماسکونو د جوړولو هڅه کوي څو تقاضا ته ځواب وويلی شي خو د چين د پراختيا او اصلاحاتو د ملي کميسيون په حواله د ماسکونو جوړول کيدای شي ستونزمن او  ګران بيه وي. د سخت کمبود له کبله د مخ د ماسکونو بيې په ټوله نړۍ کې لس برابره لوړې شوي دي او د يو شمير جعلکارانو د شتون څخه هم خبرونه ورکړل شوي دي.

په دې ډول وضيعت کې خلک د ځان له پاره د ماسکونو د جوړولو په برخه کې ډير نوښتګر شوي. چينايي انترنت کاروونکو د وايبو په نوم ويب بلاګ کې د هغو خلکو انځورونه خپاره کړي چې د میاشتني عادت پيدونه، د ماشومانو پمپرونه او يا هم د بيلا بېلو ميوو پوستکي یې د مخ د ماسکونو په توګه کارولي دي.

اوسمهال تويتر هم د پوستونو د يوه نندارتون په ترڅ کې له امريکا څخه نيولې بيا تر هند پورې د هغو خلکو عکسونه نشروي چې د ګنډلو ماشينونو ته یې لاس کړی او د مخ د ماسکونو د ګنډلو لارې چارې معرفي کوي.

ايتاليا: د پخلي کاغذ

ايتالوۍ ژورنالستې او نطاقې باربره پالومبیلي، خپلو هېوادوالو ته د پخلي د کاغذ په کارولو سره د پزې او خولې د ماسکو جوړولو لاره وښووله. د هغې دغه خلاقه ښوونيزنه ویډيو د ايتاليې د تلويزيون له لارې خپره شوه.

بريتانيا: پلاستکي قطۍ

يوه بريتانوي وګړي په عامه ترانسپورت کې د سفر پر وخت خپل سر او مخ ته پلاستکي قطۍ اچولې وه.

کيوبا او جاپان: سينه بند او دستمالونه

د کيوبا او جاپان خلکو بيا د ماسکونو د جوړولو له پاره لا ډېرې غير دودیزې لارې ته مخه کړې او د دستمالونو او سينه بندونو څخه چې پلاستکي بندونه لري، د کرونا ويروس څخه د ځان د ساتلو په توګه استفاده کوي.

هانګ کانګ: پلاستکي بوتلونه

د هانګ کانګ ځيني وګړي د اوبو له تشو پلاستکی بوتلونو څخه د ماسک په توګه کار اخلي.

فلېپين

په فلېپين کې بيا خلک د سپورت پر وخت د کاريدونکو پمپرونو، نیکرونو او د چټلۍ له خريطو څخه د ماسک په توګه کار اخلي. دغه هيواد په جنورۍ مياشت کې د تال په نوم اور شيندونکي غره د فعاله کيدو پر وخت هم د ماسکونو له کمښت سره مخامخ شوی وو نو په دې خاطر د فلېپين وګړي د کرونا د مخه لا په کور کې د ماسکونو د جوړولو تجربه لري.  

د امازون سيمې بومي اوسيدونکي: د کيلې پاڼې

د پيرو هېواد په امازون ځنګله کې بومي اوسيدونکي چې تر اوسه یې حکومتي مرستې نه دي ترلاسه کړي، د کيلې د پاڼو څخه په جوړو شويو ماسکونو د ځان ساتنه کوي. په دې موخه د کيلې پاڼې لومړی پريولل کيږي او بيا پر اور ګرميږي څو نرمې شي. د پيرو په مرکزي ځنګله کې د بومي قومونو د فدراسيون مشر جوليو کوسوريچي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «موږ له هغه څه څخه چې لرو یې له کرونا څخه د ځان ساتنې په موخه کار اخلو. موږ د کيلو پاڼې کاروو څو پرې د دې ويروس څخه ځان وساتو.»

نوموړي زياته کړې: «تر اوسه موږ د حکومت له خوا هيڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.... خوراکي توکي لا د مخه کم ول، د تيلو او يا بورې له پاره پېسې نه لرو او د ماسک د رانيولو له پاره خو یې هیڅ نه لرو.»

کينيا: کثافات، پاڼې او سبزيجات

د تويتر له لارې په خپريدونکو انځورونو کې ليدل کيږي چې د کينيا وګړي د پاڼو او د ريسايکل شويو موادو څخه د خولې او پزې د ماسکونو په توګه کار اخلي چې دا د ختیځې افريقا په دغه هيواد کې د کرونا د وبا پر وخت د طبي وسایلو د سخت کمښت ښکارندوي کوي.