1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لښکرگاه امنيتي چاري افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سوې

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

لښکرگاه تر باميان او لغمان مرکز مهترلام وروسته دريمه سيمه ده چي امنيتي چاري يې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي. په پام کي ده چي د رواني اونۍ تر پايه پوري د نورو پاته سيمو امنيتي چاري هم افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

https://p.dw.com/p/120Gt
په لښکرگاه کي د انتقال د پروسې مراسم
په لښکرگاه کي د انتقال د پروسې مراسمانځور: DW

د هلمند ولايت د لښکرگاه ښار امنيتي چارنن له ايساف ځواکونه نه افغان ځواکونه ته وسپارل سوې. د انتقال د پروسې په لړ کي لښکرگاه دريمه سیمه دي چي امنيتي چاري يې افغانان په غاړه اخلي.

د امنيتي مسووليت د سپارلو پروسې مسئول ډاکتراشرف غني احمدزي وويل، يوکال وړاندي د چا زړه ته نه لويده چي د هلمند ولايت لښکرګاه ښار به د امنيت انتقال ته چمتو سي.

اشرف غني احمدزي وويل، د با سوباته افغانستان موجوديت هم زموږ ارمان دی ملي امنيتي ځواکونه نن اماده دي چي ددې وطن ساتنه وکړي.

احمدزي د ځايي خلکو څخه د دولت سره د مرستي وغښتنه وکړه او له دولت نه يې غوښتنه وکړه چي خلک راخپل کړي.

په لښکرگاه کي د انتقال د پروسې مراسم
په لښکرگاه کي د انتقال د پروسې مراسمانځور: DW

د هيواد د ملي د فاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ د انتقال په مراسيمو کي ډاډ ورکړ چي افغان ملي پوځونه ددې توان لري چي د هيواد د ځينو سيمو ساتنه وکړي.

د ملي د فاع وزير وردګ ژمنه وکړه چي دهيواد او اسلام د بيرغ ساتنه به په خپله وکړي.

تر ډيرو ستونزو او کړاونو وروسته افغان ځواکونه دې ته اماده دي چي د لښکرګاه ښار امنيتي چاري د بهرنيو ځواکونو څخه په خپل لاس کي واخلي.

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ په لښکرگاه کي يو پوليس خپل اووه تنه پوليس ملگري په ډرو ووژل او وسلې يې ځني يووړې.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل