1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوګر په ښوونځيو کې د جنسي تيري قضيو۷ تورن کسان نيول شوي دي

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې د لوګر ولايت په ښوونځيو کې پر زده کونکو د «جنسي آزار او اذيت» ادعا په تړاو ۱۸ کسان پيژندل شوي دي. دغې ادارې تر اوسه ۷ تورن کسان نيولي او وايي چې د پاتې ۱۱ نورو د نيولو هڅې روانې دي.

https://p.dw.com/p/3WpSY
Afghanistan Bacha Bazi
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

دافغانستان لويې څارنوالۍ د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۲۵مه) خبر ورکړ چې د دغې ادارې څيړونکي پلاوي د لوګر ولايت په يو شمير ښوونځيو کې له ماشومانو او تنکي ځوانو زده کونکو څخه د جنسي ناوړه استفادې په  تړاو ۱۸ کسان پيژندلي دي. د لويې څارونوالۍ وياند وايي چې د دغو کسانو له ډلې څخه تر اوسه ۷ کسان نيول شوي او د پاتې ۱۱ نورو د نيولو حکم هم صادر شوی دی.

وروسته له هغې چې د لوګر ولايت په يو شمير ښوونځيو کې پر څه باندې ۵۰۰ ماشومو ا و تنکيو ځوانو زده کونکو باندې د جنسي ناوړې استفادې رپوټونه خپاره شول، د افغانستان لويې څارونوالۍ په دې اړه د حقيقت موندنې يو پلاوی ګمارلی دی. د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «د نيول شوو ۷ کسانو له ډلې څخه د دوو تنو دوسيې محکمې ته استول شوي، د پنځو تنو نورو تحقيقات هم تکميل شوي او په لنډ وخت کې به محکمې ته واستول شي.»

وړاندې ويل شوي وو چې د زده کونکو د ناوړه جنسي استفادې په قضيو کې د ښوونځيو يو شمير ښوونکي هم لاس لري. رسولي په دې اړه وايي: «تر اوسه پورې داسې شواهد او مدارک چې د جرم په ارتکاب کې د معارف د منسوبانو ښکيلتيا وښيي، د حقيقت موندنې پلاوي لاس ته نه دي ورغلي.» تر اوسه دا هم روښانه نه ده چې د دغو قضيو په تړاو تورن پيژندل شوي کسان، څوک دي.

د لوګر ولايت په شپږو ښوونځيو کې د يو شمير ښوونکو او سيميزو زورواکانو له خوا پر زده کونکو باندې د جنسي تيري او جنسي ناوړه استفادې په تور رپوټ، د لومړي ځل له پاره د تيرکال نومبر مياشتې په لومړيو کې د «ګارډين» ورځپاڼې له خوا خپور شو. ګارډين او يو شمير نورو رسنيو ويلي وو چې د «لوګر ولايت په شپږو ښوونځيو کې د ماشومانو او تنکي ځوانانو په ګډون لږ تر لږه ۵۴۶ زده کونکي»، د دغو ښوونځيو د ښوونکو او مسئولانو له خوا تر جنسي تيري لاندې نيول شوي دي.

د لوګر ولایت د مدني ټولنې دوو فعالانو، محمد موسی محمودي او احسان الله حميدي په دې اړه شاوخوا ۱۰۰ مورده ويډيوګانې او انځورونه د اسنادو په توګه ګارډین او نورو رسنيو ته سپارلي دي. د دغو رپوټونو تر خپريدو وروسته، ياد دواړه مدني فعالان تر ګواښ لاندې راغلل او اړ شول چې خپل کورنه پريږدي.

د دغو قضيو افشا کونکي، محمد موسی او احسان الله حميدي، تر يوې مودې وروسته په کابل کې د افغانستان د ملي امنيت ادارې له خوا ونيول شول، خو د ملي او نړيوالو بشري بنسټونو د يو لړ غبرګونونه وروسته بيرته آزاد شول.

محمودي درې ورځې مخکې په دې بريالی شوی چې د امنيتي ګواښونو له امله له افغانستانه ووځي. د کابل پوهنتون استادې او د مدني ټولنې فعالې، شهلا فريد دويچه ويله ته وويل چې محمودي د بشر حقونو د يو شمير ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ په موقتي ډول له افغانستانه بهر وليږدول شو. هغې زياته کړه: «له محمودي څخه په موقتي توګه ملاتړ شوی او له افغانستانه بهر بيول شوی دی.«

لويه څارنوالي ټينګار کوي چې د لوګر د يادو قضيو په تړاو لا هم جدي څيړنې ادامه لري.