1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوګر د جنسي تيري قضيه؛ لويې څارنوالۍ اسناد موندلي

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

د لوګر ولايت په شپږو ښوونځيو کې پر لسونو زده کونکو باندې د جنسي تيري تورونو تر افشا کيدو وروسته، د افغانستان لويې څارونوالۍ ويلي دي چې د دغې قضيې په اړه ګمارل شوي څيړونکي پلاوي، ځينو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Vj3Q
Afghanistan Bacha Bazi
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د لوګر ولايت په يو شمير ښوونځيو کې د څه باندې ۵۰۰ زده کونکو په اړه د ګارډين ورځپاڼې د ناوړې استفادې او د جنسي تيري د تورونو رپوټ، په افغانستان کې تند غبرګونونه راوپارول. دغه زده کونکي ماشومان او تنکي ځوانان ښودل شوي دي. وروسته له دغو غبرګونونو، د افغانستان لويې څارونوالۍ، د قضيې په اړه د حقيقت موندنې يو پلاوی وګماره.  

د افغانستان لويې څارنوالۍ د شنبې په ورځ (د جنوري ۴مه) وويل چې دغه پلاوي خپلې څيړنې پيل کړي او د قضيې په تړاو يې يو لړ اسناد هم ترلاسه کړي دي. لويې څارنوالۍ زیاته کړې چې د دوی پلاوي د لوګر ولایت د بشر حقونو د خپلواک کميسيون، د مدني ټولنې د شبکې د رئيس او د هغه د يو تن هغه همکار په مرسته چې د دغې قضيې لومړنی افشا کونکی دی، خپلې څيړنې پيل کړي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند، جمشيد رسولي، دویچه ويله سره په خبرو کې وويل: «تيره اوونۍ موظف پلاوي لوګر ولايت ته يو سفر درلود چې له نژدې يې له يو شمير افرادو او اشخاصو سره خبرې کړي. له نيکمرغه د هغوی په کارونو کې يو لړ پرمختګونه شوي دي.» رسولي زياتوي، دا چې دغه تر لاسه شوي اسناد او شواهد به د جنسي ناوړه استفادې تورونه ثابت کړي او که نه، لا تر اوسه روښانه نه ده.

رسولي په دې اړه د ډيرو معلوماتو له ورکړې نه ډډه وکړه او زياته کړه: «کوم پرمختګونه چې شوي دي په اړه يې په جزئياتو سره خبرې نه شم کولای، ځکه د څيړنې پلاوی وايي چې د دغه پرمختک شريک کول، د څيړنې بهير او د قضيې کشف ته زيان رسوي.»

د افغانستان لويې څارنوالۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لوګر ولایت له اوسيدونکو څخه غوښتنه کړې چې په دغې قضیه کې د «عدالت د تامين او د لا جدي څيړنو په موخه» خپل اسناد او شواهد د دغې ادارې له څيړونکي پلاوي سره شريک کړي.

لويې څارنوالۍ په دغې اعلاميه کې د اړيکې ۱۸۰ شميره هم ليکلې او له خلکو غواړي چې د قضيې په اړه خپل معلومات او شواهد له همدې لارې له لويې څارنوالۍ سره شريک کړي. په اعلاميه کې مرسته کونکو ته ډاډ ورکړل شوی چې هویت به يې نه افشا کيږي.

Flash-Galerie Wiederaufbau Afghanistan
په ساختماني برخه کې يو څه کار شوی، خو لا هم افغانستان د زدکړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دیانځور: DW/Sharif

د ګاردين ورځپاڼې پلټنې

د تيرکال د نومبر مياشتې په منځ کې انګليسي ورځپاڼې «ګاردين» د لومړي ځل له پاره د لوګر ولايت د شپږو ښوونځيو پر يو شمير زده کونکو باندې د «ښوونکو او ځواکمنو افرادو له خوا د جنسي تيريو او ناوړې استفادې» له تور څخه پرده پورته کړه.

ګارډين او يو شمير نورو رسنيو په دې اړه ليکلي وو چې «لږ تر لږه ۵۴۶ زده کونکي چې ماشومان او تنکي ځوانان دي، د لوګر ولايت په شپږو ښوونځيو کې» د دغو ښوونځيو د ښوونکو او مسئولينو له خوا تر جنسي تيري لاندې راغلي دي.

د لوګر ولایت د مدني ټولنې دوو فعالانو، محمد موسی او احسان الله حميدي په دې اړه شاوخوا ۱۰۰ مورده ويډيوګانې او انځورونه د اسنادو په توګه ګارډین او نورو رسنيو ته سپارلي دي. د دغو رپوټونو تر خپريدو وروسته، ياد دواړه مدني فعالان تر ګواښ لاندې راغلل او اړ شول چې خپل کورنه پريږدي.

محمد موسی او احسان الله حميدي، تر يوې مودې وروسته د افغانستان د ملي امنيت ادارې له خوا په کابل کې ونيول شول. د مدني ټولنې د دغو دوو فعالانو نيول، د ملي او نړيوالو بشري بنسټونو پراخ غبرګونونه له ځانه سره لرل.

د بخښنې نړيوال سازمان د دواړو فعالانو د فوري آزادولو غوښتونکی شو. دغه راز د بشري حقونو خپلواک کميسیون هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دې اړه خپله انديښنه ښکاره او د دواړو فعالانو د آزادولو غوښتنه يې وکړه. د ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا د پراخو غبرګونو د ښکاره کيدو په نتيجه کې هغوی له بنده آزاد شول.

ش.ا / ن. ا/ م. ک. ص/ ن. ص

 LINK: http://www.dw.com/a-51886386