1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوهانسک والي: ځواکونه دې له سيويرودونيڅک څخه پر شا شي

۱۴۰۱ تیر ۳, جمعه

د اوکراین د لوهانسک سيمې والي د جمعې په ورځ وويل چې اوکرایني ځواکونه دې د سیويرودونیڅک جګړه ځپلي ښار څخه «باید وکښل شي.» اروپايي اتحادېې اوکراین او مولداويا ته په اتحادیه کې د غړیتوب لپاره کانديد کیدو باندي موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/4DCGE
Sjewjerodonezk, Ukraine | Rückzug aus umkämpfter Stadt
انځور: Oleksandr Ratushniak/Reuters

سيويرودونيڅک د اوکراین په شمالي سیمه لوهانسک کې پروت ښار دی چې له يوې مياشتې راهیسې د روسي قواو تر درنو حملو لاندې دی. روسيې ځواکونه د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې کوڅه په کوڅه جګړه کوي چې تر اوس په ډېرې سختۍ او ورو ورو پرمختګ سره ډيرې سيمې لاندې کړي دي. ويل کيږي دغه ښار د جګړو په جریان کې په کنډواله اوښتي دی.

په سیمه کې اوکرايني والي، سرهي ګايدای، د جمعې په ورځ وويل چې په یاد ښار کې نور پاتېدل بې معنی کار دی.

والي د تلويزیون له لارې وويل: «هغه موقعیتونه چې د مياشتو په جریان کې ټوک ټوک شوي، نور پکې پاتېدل کومه معنی نه لري.»

ګايدای زیاته کړه په دغه ښار کې ميشتو عسکرو ته «وار دمخه له ښاره د وتلو او د یو نوي موقعیت نيولو امر شوی دی.» خو د لوهانسک والي په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

د اوکراين ولسمشر، ولوديمیر زيلنسکي، د روانې اوونۍ په سر کې ويلي ول چې په ختيځه سیمه کې د روسي ځواکونو په تقويې سره پوځي وضعیت ډير خراب شوی دی.

لوهانسک د اوکراين په شمال کې د هغو دوو ولایتونو يوه سیمه ده چې دونباس ېې تشکيل کړی دی. روسيه او بیلتون غوښتونکي متحدین ېې غواړي پر دغې سیمې بشپړ کنټرول ولري، له همدې کبله د سيويرودونيڅک جګړې ګټل د روسېې له پاره مهمه ده.

Ukraine | Präsident Selenskyj besucht Region Mykolajiw
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي د اروپايي اتحادېې له تصمیم څخه هرکلی کړی دیانځور: The Presidential Office of Ukraine/SenSimon/picture alliance

که چیرته دغه ښار د روسي ځواکونو لاس ته ولويږي په هغه صورت کې به لیسیچانیسک د لوهانسک سيمې يوازيني ښار وي چې د اوکرایني ځواکونو په لاس کې به پاتې وي.

دا په داسې حال کې ده چې رويټرز وايي چې روسي ځواکونو د جمعې ورځې په سهار د ليسيچانسک ښار سويل ته پرته د هیرسکه ولسوالۍ په «بشپړه توګه قبضه کړې ده.» د هیرسکه ښاروال، الکسي بابچينکو، په یوه تلويزیون کې وويل: «له بده مرغه نن د هیرسک ولسوالۍ ټوله قبضه کړل شوه.»

په خرسون کې د یوه روسي چارواکې وژنه

په دې منځ کې د روسېې حکومتي آژانس د اوکراین د سويلي سيمې خرسون له پاره د مسکو له خوا د یو نومول شوي چارواکي د وژل کیدو خبر ورکړی. د خرسون سيمې د ادارې ېوه استازې انترفاکس ته وويل چې «د لومړنیو معلوماتو پر اساس، هغه مړ شوی. د هغه په موټر کې چاوديدونکي مواد ځای پر ځای کړل شوي ول.» خرسون سېمې ته د مسکو له خوا نومول شوي مرستیال مشر، کریل ستریموزوف، آر آی اې نويستې خبري آژانس ته وويل چې وژل شوی کس د خرسون سيمې د ځوانان، فاميلي چارو او سپورتي چارو مشر وو. دغه خبر نورو آژانسونو هم تائيد کړی دی.

په اروپايي اتحادېې کې د اوکراين د غړیتوب لومړنی ګام

اروپايي اتحادېې د اوکراین او د هغه ګاونډي هیواد مولداويا ته د غړيتوب له پاره پر «کانديد کیدو» موافقه وکړه.

د اروپايي اتحادېې مشر، شارل میشل، په بروکسل کې د یوې غونډې له جریانه پر ټيوټر لیکلي دي: «یوه تاريخي شيبه. نن د اروپايي اتحادېې پر لور ستاسو يو مهم ګام» پورته کیږي. د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي، د اروپايي اتحادېې د دغه اقدام هرکلی کړی دی. هغه د دغه خبر په اوريدو سره دا «یوه تاريخي او بې سارې شیبه» ښودلې او وېلي يې دي چې د «اوکراین راتلونکې د اروپايي اتحادېې په منځ کې ده.»

EU-Gipfel in Brüssel
د اروپايي اتحادېې مشر چارلیس میشل او د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون په بروکسل کېانځور: Olivier Matthys/AP Photo/picture alliance

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، وويل چې د اروپايي اتحاديې د رهبرانو دغه تصمیم، د روسېې له پاره يو «ډیر قوي زيګنال» استوي او ښيي چې اروپايان د لويديځ پلوه اوکراین ملاتړ کوي. دغه اقدام په اوکراين کې د روسېې جګړې په مقابل کې د ملاتړ په ښودلو سره کيږي.

په اروپايي اتحادېه کې د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره، د اړوند هیواد پر نوماند کیدو باندې د اتحادېې موافقه، په دې برخه کې د پرمختګ لومړنی ګام دی. خو په اروپايي اتحاديه کې د یو هیواد د غړيتوب ترلاسه کولو پروسه کیدای شي کلونه وخت ونیسي.

«روسېې ټوله نړۍ يرغمل کړې ده»

په اوکراین کې د روسېې جګړې له پيل سره نړۍ ته د اوکراين د غله جاتو صادرات په ټپه دريدلي. د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې، ايلینا بیربوک، د جمعې په ورځ (د جون ۲۴مه) په برلین کې د غذايي امنیت په يوه کنفرانس کې وويل چې روسيه له لوږې څخه د جګړې وسلې په توګه کار اخلي او [په دې کار سره ېې] ټوله نړۍ یرغمل نيولې ده. تر دې مخکې د امریکا جمهور رئیس جو بايدن هم دې ته ورته خبره کړې وه.

بيربوک پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د لوږې مخ په خرابیدونکي وضعیت پر وړاندې دې مبارزه چټکه کړي. هغې وويل چې دا وخت د نړۍ ۳۴۵ میلیونه خلک د غذايي امنيت د خطر له کبله کړيږي. میرمن بیربوک وويل د «سږکال له پاره څه باندې ۴۴ ميليارډه يورو ته اړتیا ده، چې تر اوسه ېې يوازې نیمايي برخه حساب ته رسېدلې ده.»

هغې وويل د لوږې نسبي دلایل اقليمي بدلون او د کرونا وبا د لوږې نسبي عاملونه دي خو پر اوکراین د روسېې یرغل د دې سبب شو چې د لوږې څپه پر یوه سونامي باندې واوړي.

 Ukraine - Zustörung in Sievierodonetsk
د لوهانسک په سیوردونیڅک ښار کې د روسېې یو سوځيدلی ټانکانځور: Viktor Antonyuk/SNA/IMAGO

اوکراين نړۍ ته د غله جاتو یو مهم صادرونکی هیواد دی. لويديځ وايي مسکو له اوکرايني بندرونو څخه د غله جاتو په بندولو سره له لويديځه د لګول شوو تحریمونو غچ اخلي، خو مسکو بيا وايي چې دا د لويديځ د ناسم سیاست پايلې دي.

اوکراین ته د امريکا د پوځې مرستو یوه نوې بسته     

امریکا متحده ایالاتو اوکراین ته د ۴۵۰ ميلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځې مرستې استوي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د سپېنې ماڼۍ وياند، جان کربي، وويل چې د پوځي مرستو په دغه بسته کې د لوړ تحرک درلودونکي نوی توغنديز سیستم، خېمې، په لسونو زره ټنه مهمات او د ګزمې له پاره کښتۍ شاملې دي.

اوکراین د پنجشنبې په ورځ د امريکايي مرستو د لومړنۍ جوپې له رسيدلو څخه خبر ورکړ. کیف د داسې یو عصري توغندویز سیستم غوښتنه کړې، تر څو له هغه څخه پرمختللی وي چې اوس ورڅخه استفاده کوي. په حقیقت کې د اوکراین هدف دا دی تر څو چې وشي کړی له امن ځایونو څخه روسي هدفونه په نښه کړي.

له بل لورې د نړۍ رهبران له شبنې ورځې د جي۷ او د ناټو غونډو له پاره چمتووالی نیسی. دوی به په دغو غونډو کې تر اوسه پر روسيه د لويديځ له خوا د لګول شوو تحریمونو پر اغیزو بحث وکړي او همدارنګه به له اوکراین سره پر نوو ممکنه پوځي او مالي مرستو خبرې وکړي. د اوږدمهاله بیارغونې پلانونه به د دغو غونډو د بحث بله موضوع وي.