1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «له آنه فرانک سره خیانت» کتابونو پلورل ولی منع شو؟

۱۴۰۱ فروردین ۷, یکشنبه

د «له آنه فرانک سره خیانت» کتاب د کارپوهانو تر شدیدو انتقادونو وروسته د کتابونو له پلورنځایونو څخه راټول کړای شول. کارپوهانو ویلي هغه تیوري د باور وړ نه ده چې ویل شوي د اسنادو د دفتر یهودي مشر د هغې پټنځای په ډاګه کړی و.

https://p.dw.com/p/495ZV
Amsterdam Anne Frank
انځور: Anne Frank House Amsterdam/AP/picture alliance

د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې د آمبو آنتوس نشریې اعلان کړی دی چې د کارپوهانو تر شدیدو انتقادونو وروسته یي «له آنه فرانک سره خیانت» په نامه چاپ او خپور شوی کتاب له کتاب پلورنځایونو څخه راټول کړی دی. دغې نشریي له ټولو کتاب پلورنځیو څخه غوښتې چې له خپلو الماریو څخه دې دغه کتابونه راټول کړي.

یوه ورځ مخکې تر دې د تاریخپوهانو یوې ډلې پر دې کتاب ډیرې نیوکې کړې وې. د آمبو آنتوس نشریې د دې کتاب د نشرولو له کبله بخښنه غوښتې ده.

«له آنه فرانک سره خیانت» د کاناډایې لیکوال رزماري سالیوان اثر دی او د دې نظریي په اساس لیکل شوی دی چې د رسمي اسنادو د دفتر یوه یهودي مشر آرنولد فون دن برگ، په ۱۹۴۴م کال کې د آنه فرانک او کورنۍ مخفیگاه یا پټنځای نازي ځواکونو ته ښودلی و. د دې تیورئ له مخې فون دن برگ دغه خیانت د خپلې کورنۍ د ژغورنې له پاره کړی دی.

د «گلد کیس» ټیم جنجالي رپوټ

آنه فرانک چې په ۱۹۲۹م کال کې زیږیدلې وه له خپلې کورنۍ او ۴ نورو یهودانو سره له نازیانو څخه د امستردام په یوه پټنځای کې د دوو کلونو له پاره پټه شوې وه. نوموړې په دې موده کې خپلې خاطرې لیکلي وې چې تر مړینې وروسته یې خپرې شوې او تر اوسه د هغې له مخې څو نور هنري آثار لیکل شوي دي.

Anne-Frank-Haus in Amsterdam
په امستردام کې د انه فرانک مخفیګاه انځور: Peter Dejong/AP/dpa/picture alliance

په ۱۹۴۴م کال کې د آنه فرانک پټنځای کشف او دا له خپلې کورنۍ سره د آشوئیتس قتلگاه یا د وژنو ځای ته انتقال کړای شوې وه. له پلار پرته د دې د کورنۍ ټول غړي یې په دې کمپ کې ووژل شول. پلار یي تر خوشې کیدو وروسته د خپلې لور د خاطراتو کتابچه نشر یا خپره کړه.

څه موده مخکې د «گلد کیس» تر عنوان لاندې د بین المللي متخصصانو یوې ډلې چې مشري یي د امریکا د فدرالي پولیسو یا د اِف بي آی یوه پخواني افسر کوله هڅه وکړه ترڅو دا ومومي چې کوم چا د آنه فرانک پټنځای آلماني نازیانو ته ښودلی وو؟

نوموړې ډلې د جنورۍ په میاشت کې د خپلو څیړنو پایلې خپرې کړې چې پر بنسټ یې ظاهراً د رسمي اسنادو د دفتر یهودي مشر د آنه فرانک پټنځای معلوم کړی و. د «له آنه فرانک سره خیانت» کتاب چې د همدې ډلې د رپوټ پر بنسټ لیکل شوی و، له هم هغه پیل څخه د ډیرو شدیدو نیوکو سره مخامخ شوی و.

بالاخره د متخصصینو او د پوهنتون د استادانو یوې شپږ کسیزې ډلې پخپله ۶۹ مخیز رپوټ کې د دغه کتاب محتوی رد کړ او همدا سبب شو چې د «له آنه فرانک سره خیانت» کتاب په هالنډ کې له ټولو کتاب پلورنځیو څخه راټول او په نړیواله کچه یي له کتابخانو او پلورنځایونو څخه د راټولو غوښتنه وشوه.