1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن په غونډه کې به افغانستان د ملا برادر پوښتنه کوي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۲ آبان ۵, یکشنبه

د افغان ولسمشر ویاند ویلي دي چې ولسمشر به د سه شنبې په ورځ په لندن کې د تر سره کیدونکي درې اړخیزه سرمشریزي پر مهال په پاکستان فشار راوړي چې د طالبانو د مهم قوماندان ملا برادر د ځای په هکله معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/1A6qZ
انځور: Reuters

د افغانستان د سولې له پروسې څخه د مرستې په برخه کې پاکستان زندان څخه د ملا عبدالغني برادر د آزادیدو رپوټ ورکړی وو، خو ویل کیږي چې هغه اوس هم د پاکستان له لوري د کراچۍ یا د پیښور په ښار کې تر نظارت لاندې ساتل کیږي.

د حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د فرانسې له خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي: «موږ به له پاکستان څخه د ملا برادر د اوسیدو د دقیق ځای په هکله معلومات وغواړو او دا چې څرنگه پاکستان د ملا برادر او د افغانستان د سولې د عالي شوری تر منځ د مستیقمو خبرو اترو په برخه کې کومه آسانتیا رامنځ ته کولای شي.»

د افغانستان د سولې عالي شوری له طالب یاغیانو سره د سولې په تړاو د خبرو اترو په موخه جوړه شوې ده. افغان چارواکي په دې آند دي چې ملا برادر چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې په پاکستان کې بندي وو، ښایي طالب مشران د سولې خبرو اترو ته وهڅولی شي چې د افغانستان روان کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي.

ایمل فیضي له فرانس پرس سره په خبرو کې وړاندې ویلي دي: «د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ملا برادر د آزادیدو ژمنه کړې وه، کومه چې هغه تر سره کړه. خو ملا برادر اوس هم د پاکستاني چارواکو تر سختې څارنې لاندې دی.»

په پام کې ده چې کرزی، نوازشریف او د بریتانیې لومړی وزیر ډیویډ کمرون به د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۹) په لندن کې د درې اړخیزو اړیکو پر څلورمه سرمشریزه کې گډون وکړي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د روان کال د فبروري په میاشت کې د کمرون په کوربه توب رابلل شوې سرمشریزه کې په ظاهري توگه د حامد کرزي او د پاکستان د هغه وخت ولسمشر آصف علي زرداري تر منځ په خبرو اترو کې یو څه پرمختگونه شوی ول، خو د دواړو هیوادونو تر منځ په خپل منځي اړیکو کې ترینگلتیا دغه پرمختگونه بیرته له منځه یوړل.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند، ایمل فیضي
د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند، ایمل فیضيانځور: picture alliance/AP Photo

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي یادونه وکړه چې «په تیرو وختونو کې د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې او ژورې رامنځ ته شوي دي، خو دغه څه باید موږ له پاکستان سره د کار کولو څخه را و نه گرځوي.»

فیضي زیاته کړې ده: «د دغو خبرو اترو مهم موضوعات د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان ملاتړ، د تروریزم او بنسټ پالنې پر وړاندې مبارزه او په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د ټاکنو پر مهال د امنیت په برخه کې د پاکستان ملاتړ جوړوي.»

د ایمل فیضي په خبره پاکستان د افغانستان د راتلونکو ټاکنو پر مهال د امنیت په برخه کې مهم رول لوبولای شي ځکه چې د ده په خبره ترهگر د پولې د بلې غاړې څخه افغانستان ته وراوړي.

د افغانستان د سولې د پروسې له پاره په یوه داسې وخت کې هڅې روانې دي، چې د راتلونکي کال تر پایه له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو جنگي سرتیرو وتل پلان شوي دي. په پام کې ده چې تر هغې وروسته به د ټول هیواد په کچه د امنیت مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د اسلام آباد چارواکو لا تر اوسه د لندن د سرمشریزي په اړه کومه تبصره نه ده کړې.