1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن پر پاکستاني الاصله ښاروال باندې د ترمپ سختې نیوکې

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، بریتانیا ته خپل درې ورځنې سفر د لندن پر پاکستاني الاصله ښاروال صادق خان، باندې په نیوکو سره پېل کړ. ترمپ او خان له ډېر وخت راهیسې پر تويتر پر يو بل باندې نيوکې کوي.

https://p.dw.com/p/3JfA1
Bildkombo Kombibild Donald Trump und Sadiq Khan
انځور: Getty Images/O.Andersen

په بریتانیا کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د الوتکې له کښیناستو سره سم، هغه د لندن ښاروال صادق خان، یو «بشپړ بې عرضه» انسان وباله. خان په انګلستان کې له ولسمشر ترمپ څخه پر کیدونکي هرکلي نیوکې کړې وې. ترمپ به د دې سفر په جریان کې د نورو تر څنګ له ملکې الیزابت سره هم وویني.

ترمپ پر خپل تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې «خان د لندن د ښاروال په توګه ډیره خرابه دنده ترسره کړې، او په احمقانه ډول د امریکا د ولسمشر د سفر خلاف دی.»

ترمپ زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالات د بریتانیا تر ټولو مهم متحد دی او له دې کبله باید خان پر ترمپ د نیوکو پر ځای په لندن کې د جرمونو پر کمولو باندې تمرکز وکړي: «هغه [صادق خان] یو بشپړ بې بېکاره کس دی او باید زما پر ځای د لندن پر جرمونو باندې تمرکز وکړي.»

ترمپ له دې سره په لندن کې د چړو په واسطه مخ په ډیریدونکو جرمونو ته اشاره کړې ده چې له کبله یې ډیر شمیر کسان په اندیښنه دي.

صادق خان له ډېرې مودې راهیسې پر ولسمشر دونالد ترمپ باندې سختې نیوکې کوي. هغه د یکشنبې په ورځ د یوې ورځپاڼې په مقاله کې دونالد ترمپ په اروپا کې په ۱۹۳۰مو او ۱۹۴۰مو لسیزو له دیکتاتورانو سره پرتله کړ.

خان چې پاکستان الاصله مسلمان دی، پر ترمپ باندې نیوکه کړې ده چې تعصب او پرديو څخه ویره د انتخاباتي تکتیک په توګه کاروي. د خان خپل پلار او مور د مهاجرو په توګه لندن ته تللي وو.

ترمپ په داسې حال کې انګلستان ته سفر کوي چې یوازې په لندن کې دوشنبې او سه شنبې ورځو له پاره د هغه د سفر پر ضد دوې مظاهرې پلان شوې دي.

(ms/bs (afp