1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لمر شغلې به په ځمکه کې ستونزې رامنځ ته کړي؟

۱۳۹۶ شهریور ۱۷, جمعه

لمر دوه لویې «لمریزي شغلې» خپرې کړي دي چې یوه په تیره لسیزه کې تر ټولو لویه وه. لمريزي شغلې د انسانانو روغتیا ته مستقیم ګواښ نه رامنځ ته کوي، خو کولای شي چې اړیکې اخلال کړي.

https://p.dw.com/p/2jaFX
Sonneneruption
انځور: NASA

دغه دوې شغلې دومره پیاوړي وې چې پر ځمکه په لوړو فریکویسیو کې اخلال رامنځ شو. دغه اخلال د څه نا څه یوه ساعت له پاره دوام وکړ.

دواړو شغلو ته له لمر څخه د وتونکو وړانګو تر ټولو لوړه درجه ورکړله شوې ده. یوه یې دومره پیاوړې وه چې ساینسپوهانو له ۲۰۰۶م کال راهیسې د هغې سارې نه وو لیدلی.

د امریکا متحده ایالاتو د فضا پیژندنې ادارې یا NASA د «لمر د دینامیک څارونکې» څانګې د دواړو شغلو انځورونه هم اخیستې دي. دغه اداره تل لمر څاري.

دغه ډول شغلې هغه وخت رامنځ ته کیږي چې مقناطیسې سیمې چې د لمر د پلازما حرکت تنظیموي، یو پر بل تیریږي او بیا سره وصلیږي.

د لویو شغلو په صورت کې له هغوی څخه د یوه میلیارد هایدروجني بمونو په اندازه انرژي تولیدیږي.

پر راډیو او GPS زیګنالونو باندې اغیزه

د دغه شان شغلو مضري وړاندي نه شي کولای چې د ځمکې له اتومسفیر څخه تیر شي او انسانانو ته زیان ورسوي، خو هغوی کولای شي د اتومسفیر پر هغې برخې باندې اغیزه وکړي چې پکې د راډیو او GPS زیګنالونه حرکت کوي. په دې ترتیب سره نو د پنجشنبې او جمعې په ورځ  د  دغو شغلو له کبله رامنځ ته شوو پارتیکلونو کولای شوای چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو راډیويي زیګنالونه اخلال کړي.

کله چې دغه وړانګې د ځمکې لور ته راشي نو د رادیشن توپانونه رامنځ ته کوي او سټلایټونه او نورې اړیکې اخلالوي. په دې ترتیب نو کیدای شي چې آن پر ځمکه هم ځینې ستونزې رامنځ ته شي.

اوس نو سیاسنپوهان په دې لټه کې دي چې روښانه شي ایا دغه وړانګې او پارتیکلونه د ځمکې پر لور روان دي او که نه.

زموږ له ارشيف څخه: