1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتاجیکستان

د قرغيزستان او تاجيکستان په سرحدي نښتو کې ۷۱ تنه وژل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

تاجیکستان او قرغیزستان د يکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۸مه) وويل چې په سرحد کې د نښتو له پيل راهيسې ۷۱ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4H1jN
Kirgisistan Maksat | Grenze zu Tadschikistan
قرغیزستاني پوله ساتونکي تاجیکستان سره سرحد ته نژدې د مسکات په نوم سیمه کې د ګزمې پر مهالانځور: VYACHESLAV OSELEDKO/AFP/Getty Images

که څه هم  اوربند د دواړو لورو ترمنځ د دوهمې ورځې له پاره ادامه لري خو په دې منځ کې د يو شمیر ډزو ادعاوې هم شوي دي.

قرغیزستان او تاجیکستان د سپتمبر له ۱۴ تر ۱۶ مې د ېوې سرحدي شخړې پر سر په خپلو کې ونښتل. دواړه لوري پر يو بل تور لګوي چې پر پوستو او نژدې هستوګنځایونو باندې د برېدونو له پاره ېې له ټانکونو، توپخانې، هاوانونو او تهاجمي ډرون الوتکو څخه استفاده کړې ده.

قرغيزستان د يکشبنې په ورځ وويل چې د جګړې له ابتدا تر اوسه ۳۶ کسان وژل شوي او د جګړې له سېمې څخه ېې شاوخوا ۱۳۷ زره خلک ايستلي دي.

تاجيکستان هم د يکشنبې په ورځ وويل چې د دوی له لوري ۳۵ کسان وژل شوي دي خو په يو لوړ شمیر کې د خلکو د تخلېې په اړه ېې څه نه دي ويلي.

دواړه خواوو د سپتمبر په ۱۶مه پر یو اوربند سلا شول. تر هغه وروسته که څه هم د ګڼو ډزو ادعاوې شوي، خو په ټوله کې اوربند نافذ دی.

په منځنۍ آسیا کې واقع تاجیکستان او قرغيزستان د پخواني شوروي اتحاد غړي هیوادونه دي او د دوی ترمنځ سرحدې مسايل د پخواني شوروي اتحاد له وخته سرچېنه اخلي.