1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فيفا د مشر د ټاکلو په اړه نړيوال غبرگونونه

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۹, شنبه

په داسې حال کې چې د فوټبال په نړیوال فدراسیون «فیفا» کې د پراخ مالي فساد په هکله رسوایې رامنځته شوې، د دغه ټولني د مشر په توگه د پنځمي پرلپسې دورې له پاره د ۷۹ کلن سپ بلاتر ټاکل کیدل، نړیوال غبرگونونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/1FZMh
انځور: AFP/Getty Images/F. Coffrini

سپ بلاتر په پنځم پرله پسې وار د جمعې په ورځ (د می میاشتې۲۹) د فوټبال نړیوال فدراسیون«فیفا» د مشر په توگه وټاکل شو. په داسې حال کې چې په دغه فدراسیون کې د وروستیو کلونو مالي فساد په نړیواله کچه تاوده بحثونه راپورته کړي ول او د دغه سازمان د دوو مرستیالانو په گډون څو تنه لوړ پوړي چارواکي یې نیول شوي دي، د څلورو نورو کلونو له پاره د بلاتر ټاکل کیدل له پراخو غبرگونونو سره مل وو.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د اروپا د فوټبال اتحادیې مشر میشل پلاتیني چې د فیفا فدراسیون د مشر په توگه د بلاتر د بیا ټاکل کیدو تر ټولو سخت مخالف وو د رای ورکونو د پایلو تر اعلانیدو وروسته وویل: «په فیفا کې بدلون رامنځته کول یو حیاتي کار دی او زه په دې ویاړم چې موږ په فیفا کې د بدلون د غورځنگ ملاتړ کاوه.»

هغه د فیفا د ۲۰۹ تنو رای ورکونکو غړو څخه غوښتي ول چې د فیفا د ریاست له پاره د سپ بلاتر یوازني سیال علي بن حسین ته رایه ورکړي. د میشل پلاتیني په خبره «له بدلون پرته به د فیفا د عزت و ابرو اعاده ناممکنه وي.»

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې سپیني ماڼۍ اعلان کړی دی چې د فیفا د کنگرې له خوا د رای ورکوني د پایلو تر اعلانیدو او د سپ بلاتر د بیا ټاکل کیدو سمدستي وروسته به غبرگون ښکاره نه کړي. د سپینې ماڼې ویاند جاش ارنست په دې هکله ویلي دي: «دا د سازمان داخلي پریکړه ده چې په داسي کړکېچنو او بحراني شرایطو کې یې کړې ده. موږ دوی ته دا آزادي ورکوو چې دغه شان تصمیم ونیسي.»

سپ بلاتر د فیفا د مشر په توگه پاته شو

د روسیې د ورزش وزیر ویتالي موتکو، چې د ۲۰۱۸م کال د فوټبال د نړیوالو سیالیو کوربه او د سپ بلاتر ملاتړی دی، وویل چې د فیفا د رئیس په توگه د هغه بیا انتخابیدل یو ښه خبر دی، خو موتکو، د فوټبال د نړیوال فدراسیون په جوړښت کې پر اصلاحاتو ټینگار وکړ. هغه وویل: «د اروپا د کورنۍ د غړو په توگه موږ په دې اند یو؛ اړینه ده چې له دغو ماجراو څخه مو څه زده کړي وي او بدلون ته لاره اواره کړو.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وویل چې تر رای ورکولو دوې ورځې دمخه «د فیفا د لوړ پوړو چارواکو نیول کیدل، د سپ بلاتر د بیا ټاکل کیدو مخې ته د خنډ پیدا کولو ښکاره هڅه وه چې له ناکامۍ سره مخامخ شوه». پوتین مخکې هم شکایت کړې وو چې له روسیې څخه د ۲۰۱۸م کال د فوټبال د نړیوالو سیالیو د کوربه توب ویاړ د بیرته اخیستلو له پاره پر بلاتر فشار اچول کیږي.

ټاکل شوې ده چې د مالي فساد تورونو ته د رسیدگۍ په جریان کې د فیفا د اجرائيه کیمټې له لسو تنو غړو څخه پوښتني او گروېږني وشي. دغه کسان د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو د فوټبال نړیوال جام د سیالیو د کوربه توب په هکله د رای ورکوني په برخه کې په مالي فساد تورن دي. اټکل کیږي چې د روسیې د ورزش وزیر ویتالي موتکو به هم په دغو کسانو شامل وي.

د اروپا فوټبال اتحادي مشر ميشل پلاتيني
د اروپا فوټبال اتحادي مشر ميشل پلاتينيانځور: Reuters/R. Sprich