1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال د نړیوال جام په گروپي سیالیو کې آلمان او گانا بیا مقابله کوي

کلاین توماس/ سید ریاض۱۳۹۳ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د ۲۰۱۴م کال د فوټبال په نړیوال جام کې آلمان او گانا هیواد په یوه گروپ «جي» کې شامل دي. د آلمان او گانا سربیره په دغه گروپ کې د پرتگال او امریکا ټیمونه هم سیالي کوي. دغه سیالۍ د جون په ۱۲ په برازیل کې پیلیږي.

https://p.dw.com/p/1CGhh
Ghana Fußball Kevin-Prince Boateng
انځور: picture-alliance/dpa

په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام کې په گډون کولو سره، دا په پر له پسې ډول دریم وار دی چې د گانا ملي لوبډله پکښې برخه اخلي. تر دې دمخه د گانا لوبډله په گروپي سیالیو کې بریالۍ شوې وه.

تر اوسه پورې دا د گانا، هیواد د لوبډلې له پاره د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې تر ټولو لویه شېبه وه: په افریقا کې د فوټبال د نړیوال جام په یوه لوبه کې د گانا لوبغاړي، نیمه پای لوبې ته د لار موندنې له پاره د اروگوای هیواد له لوبډلې سره مخامخ وو.

لوبه ډیره هیجاني وه او گانا تر پایه پورې د دغې لوبې د گټلو له پاره مبارزه کوله او په وروستیو شیبو کې د پېنالتي (چې ۱۱ متري گول په نامه هم یادیږي) چانس ورته برابر شو تر څو په سیالې ډلې باندې د دوو گولونو وهلو سره وړاندې ولاړ شي، خو د گانا ځلانده ستوري، آزامووا گول و نه شو کړای او بالاخره لوبه د پېنالتیو وهلو پریکړې ته ووته. په پای کې د اورگوای لوبډله پر گانا برلاسې شوه.

که چیرې د گانا لوبډله نیمه پای لوبې ته وتلای وای، نو دا به لومړنۍ افریقایي لوبډله وه چې د نړۍ په څلورو وتلو لوبډلو کې به یې ځای درلود. د گانا د فوټبال د ملي لوبډلې د ستوري کیون پرنس بوتینگ، له پاره دا د تیر وخت یوه کیسه ده او خپلې راتلونکي ته امیدواره دی: «هر نړیوال جام بل ډول دی. موږ هڅه کوو، چې بیا د افریقا امید وگرځو. موږ به د امکان تر حده د وړاندې تگ له پاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوو او غواړو چې خلک یو ځل بیا حیران کړو.»

«دا ځل به گانا گټونکي شي»

دا ځل په برازیل کې د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د گانا لوبډله په خورا پیاوړي گروپ «جي» کې لوبه کوي. په دغه گروپ کې د پرتگال لوبډلې سربیره د امریکا متحده ایالاتو او آلمان ټیمونه هم ځای لري. د پرتگال په لوبډله کې د نړۍ په سطحه د فوټبال ښه لوبغاړی کریستیانو رونالدو، هم شامل دی. د کیون پرنس ورور چې جیریمو بوتینگ، نومیږي هم فوټبالر دی. د ۲۰۱۰م کال په څیر به سږ کال هم دواړه وروڼه د یو بل پر وړاندې سیالي کوي. ځکه چې جیریمو بوتینگ د آلمان په ملي لوبډله کې لوبه کوي. د جنوبي افریقا په سیالیو کې د آلمان لوبډله گانا ته د صفر په مقابل کې په یو گول ورکولو سره بریالۍ شوې وه. کیون پرنس بویتنگ چې د گانا ملي لوبغاړی دې وایي:

Fußball-WM in Südafrika 2010 Ghana gegen Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa

«له ۲۰۱۰م کال وروسته چې په ۲۰۱۴م کال کې یو ځل بیا په دغه سطحه کې سره لوبه کوو، دا په دې معنی ده چې موږ په تیرو څلورو کلونو کې خپله دنده په ښه شان سر ته رسولې ده. دا د خوشحالۍ ځای دی چې بیا هم کولای شم د خپل ورور په مقابل کې سیالي وکړم، هغه هم په نړیوال جام کې. خو دا ځل به لوبه گانا گټي.»

کیون پرنس په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د «جي» گروپ یو قوي گروپ دې خو په وینا یې په هر حال دغه سیالۍ به ډیرې خوندرې وي. کیون پرنس زیاتوي چې د ده په آند د هر څه احتمال شته.

گانا د افریقا د ۲۰۱۳م په جام کې د هیلو پر خلاف څلورم ځای ونیو، د بورکینا فاسو او مالي هیوادونو له لوبډلو څخه یې ماته وخوړله او پر دې سربیره د نړیوال جام له پاره چمتو والی هم د گانا د لوبډلې لپاره چندان ښه تیر نه شو. په نزدې وختونو کې د مصر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره گانا وشو کړای چې د ۲۰۱۴م کال سیالیو ته لار ومومي. کیون پرنس وړاندې وایي: «زما په آند موږ ډیر پیاوړي یو، له ۲۰۱۰م کال څخه هم ډیر پیاوړي. هغه څه چې ډیر مهم دي او موږ ورته اړتیا لرو دیسپلین دی. که چیرې موږ دغه تر لاسه کړو، نو زما په نظر بیا موږ کیدالای شو، د حیرانیتا سبب وگرځو.»

د «جي» په پیاوړي گروپ کې باید د گانا لوبغاړي خپله پیاوړتیا په اثبات ورسوي. خو د برازیل گرمه هوا کولای شي له هغوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي. ښایي د هوا گرموالی په ځانگړې توگه د اروپایي لوبډلو له پاره یو څه تاواني اوسي.