1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فليپين توپان ځپلو سيمو ته آلماني مرستي ورسېدې

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۱, سه‌شنبه

د فليپین د توپان ځپلو سيمو د اوسېدونکو له پاره لومړۍ آلماني مرسته رسوونکې الوتکه دغه هیواد ته رسیدلې ده. په دغو مرستو کې ۵۴۰۰ کمبلې او ۳۰۰ خیمې شاملې دي. خو دا لا روښانه نه ده، چې دقیقا کومو مرستو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/1AFjs
انځور: picture-alliance/dpa

سندرا بولینگ چې د CARE، په نوم د مرستندویه سازمان له پاره کار کوي، ناورین ځپلې سیمې ته د رسیدو وروسته له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې د توپان له امله د رامنځ ته شوي ویجاړیو په اړه خپل لومړنۍ انځور داسې وړاندې کړ: «د سړک ښي او کیڼ اړخ ته سړی د کورونو خرابۍ ویني، د کورونو د بامونو چادري پوښونه د بریښنا پر مزو داسې ځړیږي لکه په تنابونو چې لاسي دستمالونه ځوړند وي.»

بولینگ د لیتې ولایت د تاکلوبان ښار ته پر لار ده. نوموړي ښار توپان په بشپړه توگه ویجاړ کړی دی. په دغه ځای کې د لسو زرو کسانو د وژل کیدو اټکل کیږي او نور په سلگونو زره خلک د مرستو د تر لاسه کولو له پاره انتظار باسي.

خو د مرستندویه سازمانونو د مرستې په بیړني مرکز کې څوک په دې باندې نه پوهیږي چې په فلیپین کې په دقیقا توگه کومو مرستو ته اړتیا ده او کومې سیمې ته ولیږدول شي. خو له دې سره سره آلماني مرستندویه سازمانونو د خپلو مرستو په لیږدولو پیل کړی دی. د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳م کال د نوومبر ۱۱) د آلمان د فرانکفورت ښار له هوایي ډگر څخه A340 ډوله الوتکې د مانیلا پر لور الوتنه وکړه. دغه الوتکه په آلماني مرستو بار وه، چې پکې کمبلې، مؤقتي خیمې او نور دارو درمل بار شامل ول. دغه مرستې د «ورلډ ویژن» او «اېکشن جرمن هېلپس» په نامه مرستندویه سازمانونو اتحاد له خوال لیږل شوي دي.

پر دې سربیره مانیلا ته آلماني مرستندویان هم لیږل شوي دي. د تخنیکي مرستو فدارلي سازمان چې انگلیسي مخفف یې (THW) دی، پنځه تنه کارپوهان لیږلي دي. دغه سازمان په ناورین ځپلو سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کي مشهور دی. د دغه سازمان ویاند نیکولاس هېفنر له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په لومړي سر کې باید ناورین ځپلې سیمي په ګوته شي او د کارپوهانو کوچنې ډله د څښاک د پاکو اوبو د ضرورت اټکل وکړي. هغه زیاته کړه «په دې برخه کې موږ ځانگړی تخصص لرو.» د څاګانو او د پایپونو د پاکولو کار هم د دغه سازمانو د بوختیا یوه برخه کیدای شي.

ټولي لاري او سړکونه ويجاړ دي
ټولي لاري او سړکونه ويجاړ ديانځور: picture-alliance/AP Photo

لارې ویجاړې شوي، د تلیفونو مزي قطع شوي دي

د نورو آلماني مرستندویه سازمانونه له پاره هم دا کار ستونزمن دی چې دا خبره معلومه کړي چې په اصل کې په کوم ځای کې د دوی مرستو ته اړتیا ده. هوایي ډگرونه او سړکړنه ویجاړ شوي دي. له نړۍ سره د ټولو سیمو اړیکې پرې شوي دي. آلماني مرستندویه سازمانونه وایي چې په اوس وخت کې ترانسپورت او لوژیستک تر ټولو لویه ستونزه ده. د ایکشن جرمن هېلپس په نوم له سازمان څخه ماریه روتر، وایي: «په لومړي سر کې باید خرابۍ لیري شي، چي خلکو ته مرستې ورسیږي.»

له سختې ناورین ځپلې سیمې څخه معلومات ډیر په ورو ورو پلازمینې مانیلا ته رسیږي او له هغې وروسته مرسته کوونکو ته. د (Misereor) سازمان د آسیا د څانگې مشر اولرېش فوسر، وایي چې په ځینو برخو کې ارتباطي لاري په بشپړه توگه له منځه تللي دي. هغه له یوه ځایي همکار مرستندویه سازمان سره په اړیکه کې دی خو دغه سازمان هم «د وضعیت په اړه قدم پر قدم بشپړ انځور وړاندې کوي.»

د آلمان «دویچه پوست» هم په لوژیستکي برخه کې همکاري کوي. دغه شرکت له طبعي آفاتو سره د مرستې یو خپل پروگرام لري او د دې کار له پاره یو ځانگړی ټیم لري. د دغه شرکت ویاندې کرېستینا موېشن، په وینا «دا هغه کار کوونکي دي چې په لوژیستکي برخه کې فعالیتونه کوي، او تر طبعي آفاتو وروسته په ناورین ځپلو سیمو کې په هوايي ډگرونو کې د مرستو د رسولو په برخه کې فعالیتونه کوي.»

تر هر څه مهمه دا ده چې ټول مرسته کوونکي سازمانونه د بیړنیو مرستو په رسولو کې له یو بل سره همکاري وکړي. د مالتېزا، له مرستندویه سازمان څخه کورډولا وسر، پر دې خبره ټینگار کوي چې «موږ له نورو سازمانونو سره همغږي رامنځ ته کوو چې د تکرار کارونه مخه ونیول شي. دا ډیره مهمه خبره ده.»