1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلمونو نړيوال فيستيوال «برليناله» پرانيستل سو

شمس الرحمن ناصر/دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعه

د برلیناله فلمي فیستیوال د «دي ګرینډ پوداپیست هوټل» د فلم په نندارې سره پيل شو. د آلمان په پلازمېنه برلین کې د برلیناله ۶۴ فلمي فیستوال کي ۲۰ فلمونه سیالۍ ته وړاندي کیږي.

https://p.dw.com/p/1B4iN
انځور: Reuters

دغه نړیوال فیستیوال د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۶) د «دي ګرینډ پوداپیست هوټل» په نندارې سره په رسمي توګه پرانیستل شو. د تیرو کلونو برعکس د برلیناله لومړۍ ورځ په یوه لمریزه فضاء او د پسرلي په څیر معتدله هوا کې تیره شوه.

دغه فیستیوال د پخوا په شان د برلین په زړه «مارلینه دیتریش» میدان کې جوړ شوی دی. د فیستیوال مشر دیتر کاسلیک، د ژوري هییت د معرفي کولو تر څنګ کورنيو او دباندنيو مېلمنو ته هرکلۍ ووایه. یو ځل بیا هم د آلماني کمېډي فلمونو لوبغاړۍ آنکه انګلکه د پرانستي مراسم پر مخ وړل.

د ژوري هییت مشري سږکال د امریکايي فلمونو ډايرکټر او لیکوال جمز شیمس، پر غاړه لري. د هغه تر څنګ د نړۍ له نورو هیوادونو څخه ۷ تنه نور هم د غوره فلمونو د انتخابولو دنده لري.

کریستف والتس، باربار بروکولې، ګرتاګرویک، میشل ګوندري، توني لیونګ او ترینه دیرهلوم د ژوري هییت نور غړي دي. دیتر کاسلیک په دې ډیر خوښ دی چي په سږني فیستيوال کې ۴ آلماني فیلمونه سالۍ ته کانديد شوي دي.

نړيوال ژوري هييت
نړيوال ژوري هييتانځور: Reuters

د برلیناله فیستیوال اقتصادي اړخ

د برلیناله د فلمي فیستیوال کلنی لګښت نږدې ۲۱ میلیونه ایرو ته رسیږي. د دغو مصارفو یوازي دریمه برخه له دولتي مرستو څخه برابریږي. برلیناله یوازي یو کلتوري پروګران نه، بلکې د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې هم اغېزمن رول لري.

د برلیناله فیستیوال په لومړی وار ۱۹۵۱ کال کې پيل شو، په هغه وخت کې برلین یو ویجاړ شوی ښار وو.

د برلین د اقتصادي چارو سناتور کورنلیا ایتسر، د برلیناله د ارزښت په هکله وویل چي دغه فیستیوال به په روان کې د ۱۲۵ میلیونه ایرو په شاوخوا کې اقتصادي ګټه برلین ته راوړي.

د برلین د اقتصادي چارو د سناتور په خبره تر۳۵۰۰ ډیر شرکتونه په برلین کې د سينما او تلویزون په برخو کې کار کوي، چې په مجموعي توګه په دغو شرکتونو کې نزدې۲۵۰۰۰ خلک پکښې کار کوي. په دې توګه نو برلین په آلمان کې د سېنما او فلم جوړوني په برخه کې تر ټولو مهم ښار شمیرل کیږي.

برلیناله د ارقامو او اعدادو په هنداره کې

د برلیناله فیستیوال د مسوولینو په خبره په ۲۰۱۴ کال کې د ۴۰۹ فلمونو نندارې ته وړاندي کول د ۵ زرو فلمونو تر بررسۍ وروسته انتخاب شوي ول. دغه فلمونه د نړۍ له ۷۲ هیوادونو څخه ول.

سږکال د نړۍ له ۱۲۴ هیوادونو څخه د فلم او سينمايي چارو نزدې ۲۰۰۰۰ کارپوهان او مینه وال په دغه فيستیوال کې ګډون لري، چې په دوی کې ۳۷۰۰ تنه عکاسان او ژورناليستان هم شامل دي.

په دې وروستیو کلونو کې د برلیناله فيستیوال ۳۰۰ زره ټکټونه پلورل شوي دي چې د هر ټکټ بیه له ۴ څخه تر ۱۳ ایرو پوري وه. اټکل کیږي چې د برلیناله په فستیوال د نیم میلیونو په شاوخوا کې نندارچیانو ګډون کړی وي. په دې توګه نو نه یوازې دا چې د «کن» د فيستیوال تر څنګ د نړۍ یو له درو مهمو فستیوالونو څخه دی، بلکي یو تر ټولو لوی سینمايي فيستوال دی.