1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينيانو بالونونه او کاغذبادونه د اسرائيلو مځکي سوځوي

۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبه

له غزې تراډي څخه د اسرائیلو خاورې ته داسې بالونونه او کاغذ بادونه استول کیږي چې له ځانه سره اور انتقالوي. ځایي اوسیدونکي بیا ویره لري چې د ناکراریو او د خراب بشري وضعیت له امله به د فلسطین په خاوره کې شخړي بیا ډیرې شي.

https://p.dw.com/p/300uB
Gazastreifen Brände durch brennende Ballons und Drachen
انځور: Imago/ZUMA Press

د سیمې یو تن بزګر یشای کوهن په داسې حال کې چې د بیري کیبوتز سیمې ته څیرمه د تپې په یوه څنډه کې یوې سوځول شوې ځمکې ته اشاره کوي وايي: «دغه ځمکه که څه هم موږ ډیر ژر ورته راورسیدو، دلته په بشپړه توګه سوځیدلې وه. موږ وکولی شول چې د اور د پراخیدو مخه ونیسو.» په عادي وختونو کې دلته غواوې او څاروي وي.

په دې ورځو کې د بیري په سیمه کې د کرنیزو پټیو او د ملي پارک په ګډون د ځمکو ځینې برخې سوځیدلې تر سترګو کیږي. کوهان چې په خپل ترکترو ناست دی او هڅه کوي چې د اور پاته شوو باندې خاورې واړوي ترڅو د اور مخه ونیول شي وايي: «موږ خپلې ټولې هڅې کوو ترڅو د لا ډير زیان مخه ونیسو.»

د یوې لمرینې ورځې په اوږدو کې د بیري کیبوتز دغه سیمه آرامه وي، خو یوازې څو کیلومتره لیرې بیا یو شدید امنیتي اغزن تار د دې سیمې نږدې ۲ میلیونه وګړي له غزې تراړې سره جلا کوي. د خنډونو دغه تار بیا هم د اسرائیلي رسنیو په حواله د «کاغذ بادونو» د مخنیوي په برخه کې ډیر اغیزمن نه دي او نه شي کولی چې له غزې تراړې څخه د اسرائیلو خاورې ته د راتګ مخه یې ډپ کړي.

Feuerdrachen aus Gaza - Südisrael
انځور: DW/T. Kraemer

د غزې له تراړې څخه راغلي کاغذ بادونه له پلاستيکه جوړي دي او بالونونه یې بیا د هیلیم په نامه د یو ډول کیمیاوي مواد ډک دي او ورسره اور اخیستونکي مادې هم یوځای شوي دي. په دې سیمه کې بادونه دغه کاغذبادونه او بالونونه د غزې له تراړې څخه د اسرائیلو خاور ته انتقالوي او ځمکې ته په رسیدو سره د دې وړتیا لري چې ځنګلونو او یا کرنیزو ځمکو ته اور واچوي.

د بیري کیبوتز په سیمه کې د غرنیزو سایکلونو جوړونکی او د همدې سیمې اوسیدونکی رامي ګولډ وايي: «معمولاً دغه څه له ماسپښین څخه مخکې هغه مهال پیلیږي چې د بادونو مسیر له غزې څخه د اسرائیلو پر لور وي.»

د اسرائیلو د اوروژنې له ډلې سره یو ځای ګولډ هره ورځ له کوهن سره په ګډه دلته دی ترڅو اورونه له منځه یوسي او یا ناچاودیدل شوي بالونونه پیدا کړي. د اسرائیلو ځايي چارواکي بیا وايي چې ځنګولنه، کرنیز پټي او محافظت کیدونکي سیمې تر نورو ډیرې اغیزمنې شوي دي. په دې سیمه کې ګڼ شمیر بزګرانو بیا له وخت څخه ترمخه د خپلو ځمکو په ریبلو پیل کړی او د اسرائیل حکومت هم له دوی سره د مرستې ژمنه کړې ده.

Drohnen und Drachen überfliegen Gaza-Proteste
انځور: Reuters/A. Cohen

له بالونونو سره مبارزې ته د بې پیلوټه الوتکو ګمارنه

کوهن بیا وايي چې پخوا یې د غزې تراړې له اوسیدونکو سره ډیرې اړیکې درلودې ځکه هغوی به دلته باري ته د کار له پاره راتلل. هغه زیاتوي چې اوس هم د غزې پر اوسیدونکو باندې غواوې پلوري. اوس د اسرائیلو حکومت پریکړه کړې ده چې د مخفي اغزن تار پر جوړلو شاوخوا ۱،۱۶ میلیارده ډالر پانګونه وکړي. اسرائیل وايي چې په دې توګه غواړي چې تر ځمکې لاندې د رغول شوو تونلونو له لارې د اسرائیلو خاورې ته د غزې د تراړې د کنترولونکې ډلې یعنې د حماس د جنګیالو د راتګ مخه ونیسي. سربیره پر دې له بمونو څخه د ژغورنې ځایونه او د توغندیو دفاعي پرمختللی سیستم هم فعال دي ترڅو له ګاونډي غزې تراړې څخه د توغندويي بریدونه مخه ونیول شي.

پر دې ټولو سربیره اوس د اسرائیلو پوځ د بې پیلوټه الوتکو په کارولو هم پیل کړی، ترڅو په دې توګه له غزې تراړې څخه راتلونکي بالونه په نخښه او په اسرائیلو کې تر زیان اړولو مخکې له منځه یوړل شي. خو بیا هم د دې هیواد پوځ په دې لټه کې دی چې ددې راز اور اچوونکو بالونونو د تهدید د لمنځه وړلو له پاره اوږد مهاله حل لاره پیدا کړي.

Feuerdrachen aus Gaza - Südisrael
انځور: DW/T. Kraemer

په لاس جوړ شوي دغه راز بالونونه د لومړي ځل له پاره د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د فلسطینیانو د پراخو لاریونونو پر مهال وکارول شول. د تیرو څو اونیو په ترڅ کې سلګونه زرو فلسطینیایانو د اسرائیلو له لوري د غزې تراړې د محاصره کولو پرضد اغزن تار ته څیرمه لاریونونه وکړل. اسرائیلو تر اوسه پورې ۱۲۸ لاریون کوونکي په ډزو وژلي، خو د فلسطین د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې زرګونه نور بیا ټپیان دي. د اسرائیلو دغه اقدام په نړۍ کې سخت غبرګونونه هم را وپارول او پر دغه هیواد ډیر انتقادونه هم وشول.

د «ترهګرو بالونونو» د دفع کولو غوښتني

تر هر بالوني برید وروسته، په اسرائیلو کې د کاغذ بادونو یا بالونونو له لارې د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو غوښتني لا پسې ډیریږي. سربیره پر دې د تیرو څو ورځو په ترڅ کې د اسرائیلو پوځ بیا د هغو کسانو په شاوخوا کې اخطاري ډزې کړي دي چې غوښتل یې دغه راز بالونونه یا کاغذ بادونه هوا ته ولیږدوي.

په عین حال کې د حماس د ډلې پر ځینو امنیتي پوستو هم بریدونه شوي ترڅو د بالونونو د مخنیوي په برخه کې په غزې تراړه کې پر فلسطیني چارواکو فشار ډیر شي. دغه وضعیت د همدې تیرې چهارشنبې په ورځ هغه وخت لا پسې ترینګلی شو چې د اسرائیلو پوځ په غزې تراړه کې ۲۵ هدفونه په نخښه کړل. اسرائیلو ادعا کړې ده چې دغه هدفونه یې د فلسطین له خاورې څخه د توغولو شوو ۴۵ توغندیو د توغولو په ځواب کې په نخښه کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: