1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پارلمان د پناه غوښتنې جنجالي قانون تصویب کړ

۱۳۹۷ مرداد ۱۲, جمعه

د چهارشنبې په ورځ د فرانسې پارلمان د دې هیواد د پناه غوښتنې جنجالي قانون تصویب کړ. د دې نوي قانون په تصویب سره، د فرانسې ولسمشر غواړي په فرانسه کې د پناه غوښتونکو د دوسیې ارزونه او د دوی د اخراج لړۍ چټکه کړي.

https://p.dw.com/p/32ZCw
Symbolbild Frankreich Parlament
انځور: Picture alliance/Anka Agency International/M. Jooste

 په دې وروستیو کې د فرانسې پارلمانې د پناه غوښتنې جنجالي قانون د رایې په اکثریت سره تصویب کړ. د فرانسې د پارلمان ۱۰۰ وکیلانو د نوي قانون د تصویب په ملاتړ رایه ورکړې. د قانون په تصویب سره د فرانسې ولسمشر غوښتل چې په دې هیواد کې پناه غوښتونکو د دوسیو ارزونه او د رد شوو مهاجرینو د اخراج لړۍ لا پسې چټکه کړي. د پارلمان ۲۵ تنو نورو غړو یا وکیلانو د دې قانون پر ضد رایه اچولې ده.

د نوي تصویب شوي قانون پر اساس، تر دې وروسته به په فرانسه کې د پناه غوښتنې د دوسیو د اروزنې موده له څلورو میاشتو څخه دریو میاشتو ته راټیټه شي. له بل پلوه د پناه غوښتونکو د دوسیو ارزونه هم باید د شپږو میاشتو په ترڅ کې بشپړه شي. تر دې وړاندې د پناه غوښتونکو د دوسیې بشپړې اروزنې شاوخوا ۱۱ میاشتې وخت ته اړتیا درلوده.

په عین وخت کې د فرانسې د حکومت مخالف چپ اړخو بیا له دې قانون سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. دوی د فرانسې د پناه غوښتنې په قانون کې «تازه تغیرات» غیر انساني یاد کړي دي. بل لوري ته بیا د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون د ګوند «لا رپوبلیک آن مارش» د غړو په منځ کې هم پر نوي قانون بحثونه راپورته شوي دي. د فرانسې د دغه سیاسي ګوند ډير غړي د نوي تصویب شوي قانون ځینې مادې د فرانسې له اساسي قانون سره په ټکر کې یادوي.

د فرانسې حکومت د نوي قانون د معرفي کولو اصلي دلیل په دې هیواد کې مهاجرینو مخ پر زیاتیدونکی شمیر په ګوته کوي. یوازې د تیر کال په ترڅ کې په لومړي ځل تر ۱۰۰ زرو ډیر پناه غوښتونکي په دې هیواد کې د پناه غوښتنې له پاره درخواستونه کړي دي. دغه شمیرې د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

بل لوري ته بیا په عمومي توګه په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې شمیرې تر نیمايي کچې پورې راټیټې شوي دي. دا ځکه چې ګڼ شمیر مهاجرین او پناه غوښتونکي غواړي د فرانسې له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي، او فرانسه د دغه شمیر مهاجرو له پاره په یوه اصلي تم ځای باندې اوښتې ده.

زموږ له آرشیف څخه: