1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسوي ځواکونو افغان ژباړونکو ته پناه ورکول کیږي

۱۳۹۷ بهمن ۲۴, چهارشنبه

په افغانستان د فرانسوي ځواکونو افغان ژباړونکو یوازې ژباړه نه کوله بلکه ځینې وختونه یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وسلې هم پورته کولې. اوس چې فرانسوي ځواکونه له افغانستانه وتلي، دغه کسان یوازې دي او محافظت ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/3DI2V
Afghanistan Französische Soldaten
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې له فرانسوي ځواکونو سره افغان ژباړونکو د خپل ورځني کار ترڅنګ په ځینو مواردو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې آن وسلې پورته کړي دي. خو له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو تر وتلو وروسته، ګڼ شمیر دغه افغان ژباړونکي په دې جګړه ځپلي هیواد کې تر شا او بې سرنوشته پریښودل شول.

فرانسې د ګڼ شمیر دغو افغان ژباړونکو پرمخ خپلې دروازې وتړلې او دوی یې د اسلام پاله افراطي ډلو د غچ اخیستو او بریدونو له خطر سره یوازې په افغانستان کې پریښودل.

د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه له فرانسې څخه د دغو افغان ژباړونکو د حفاظت غوښتنې اوږدې مبارزې نتیجه ورکړه. د فرانسې یوې محکمې له حکومت څخه غوښتي څو ټولو هغو کسانو ته چې له دې وړاندې فرانسې له پامه غورځولي وو، په عاجله توګه حفاظت ورکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې ترینګلی کیږي، هغه کسان چې په افغانستان کې یې د بهرنیو هیوادونو له پوځي ماموریتونو سره کار کړی او یا لا هم کار کوي، د نورو ملیشه ډلو ترڅنګ په ځانګړې توګه د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي. طالبان دغه کسانو ته د خاینینو په سترګه ګوري. 

Afghanistan Frankreich NATO französische Soldaten bei Kabul
انځور: AP

زین الله اوریاخیل چې ۳۰ کاله عمر لري، د هغو افغان ژباړونکو له ډلې څخه یو دی چې له ۲۰۰۹م کاله یې تر ۲۰۱۳م کاله پورې په افغانستان کې له فرانسوي پوځي کنډکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی. هغه د خپل کار ترڅنګ په ځینو مواردو کې فرانسوي وسله پورته کړې څو د کمین په صورت کې ترې د ځان د دفاع په موخه کار واخلي.

د نوموړي د پناه غوښتنې اوږده پروسه هغه وخت پای ته ورسیده، چې هغه له خپلې کورنۍ سره یوځای د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په اوومه نیټه فرانسې ته ورسید. تر دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې فرانسې د هغه د پناه غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی وو. په دې وخت کې زین الله اوریاخیل له یوه مرګوني برید څخه روغ ووت او سربیره پر دې خپل کور ته څیرمه د ناټو ځواکونو له یوې ګزمې سره د خبرو پرمهال، د موټر سایکل د یوې چاودنې په پایله کې ټپي شو.

اوریاخیل په دې باور دی چې دغو دواړو پیښو له فرانسوي ځواکونو سره د هغه له کار سره تړاو لره. هغه د خپل کار له کبله ګڼ شمیر ګواښونه ترلاسه کړي دي او په پایله کې یې هغه شو چې خپل کور کلی پریږدي او د کابل په څنډه کې د یوې خونې لرونکي په یوه کور کې ژوند پیل کړي.

اوریا خیل په دې ترڅ کې د خپل ژوند د نفقې له پاره له ویرې سره یو ځای بیلابیل کارونه کړي. خو دغه څه هغه وخت بدل شول کله چې د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې د فرانسې یوې ایالتي شورا او د دې هیواد لوړې اداري محکمي نوموړي او پنځه تنه نورو هغو پناه غوښتونکو ته چې ترې دې وړاندې یې په ۲۰۱۵م کال کې د پناه غوښتنې رد شوې وې، د عاجل حفاظت ورکړې غوښتنه وکړه.

letzte französische Kampftruppen verlassen Afghanistan
انځور: Reuters

له دې مهمې پریکړې سره محکمې وویل چې حکومت د ځايي یا محلې کارکوونکو د عملي حفاظت مسوولیت پر غاړه لري. تر دې وروسته د روان کال د فبروري میاشتې پر لومړۍ نیټه، د فرانسې حکومت یو بل مهم ګام هم پورته کړ او ټولو هغو ژباړونکو ته چې له دې مخکې یې د پناه غوښتنې رد شوې وې او یا د پنا غوښتنې اړوند د فرانسې د حکومت ضرب الاجل یې له لاسه ورکړی وو، د دغه حفاظت د ورکړې او غځولو پریکړه وکړه.

د یو شمیر ژباړونکو له پاره ناوخته پریکړه

د فرانسې د پوځ د ځايي کارکوونکو په هکله د محکمې دغه پریکړه د یو شمیر افغانانو له پاره ډیره ناوخته نیول شوې. د فرانسې پوځ ګڼ شمیر افغان کارګرو تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنې کړي دي. قادر داودزی، هغه افغان ژباړونکی وو چې له ۲۰۱۰م کاله تر ۲۰۱۲م کال پورې یې له فرانسوي ځواکونو سره کار وکړ او بیا یې په ۲۰۱۵م کال کې د پناه غوښتنه رد شوه. هغه د اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نیټه د کابل په یوه چاودنه کې ووژل شو. له نوموړي څخه یوه میندواره میرمن او درې ماشومان پاتې دي.

فرانسه له ۲۰۰۱م کاله تر ۲۰۱۴م کاله پورې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي ماموریت په چوکاټ کې د پوځي ونډې له اړخه دریم ستر هیواد وو. په ۲۰۱۴م کال کې فرانسې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري بهر کړل چې له امله یې ګڼ شمیر افغان ځايي کارګر د مرګ ګواښونو سره په افغانستان کې تر شا پریښودل شول. د فرانسې په دې اوږده پوځي ماموریت کې د ژباړونکو، موټر چلوونکو او د عادي کارګرو په ګډون ۷۷۰ تنه افغانان په دندو ګمارل شوي وو.

letzte französische Kampftruppen verlassen Afghanistan
انځور: Reuters

د فرانسوي ځواکونو له پاره د ا فغان ژباړونکو د ټولنې په حواله د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ مو کلونو په ترڅ کې له دې ډلې څخه په مجموعي ډول ۲۲۴ تنه ژباړونکو په دریو څپو کې د فرانسې ویزې ترلاسه کړي دي، خو بیا هم ګڼ شمیر بې سرنوشته پاتې دي.

د فرانسې په دفاع وزارت کې یوې سرچینې د نوم د نه بربنډیدو په شرط  وویل چې د ۲۰۱۸م کال په وروستیو کې فرانسوي چارواکو په سیمه [افغانستان] کې شاوخوا یوه میاشت حضور درلود څو د پناه غوښتنې نوي درخواستونه ترلاسه کړي او زړې تړل شوې دوسیې له سره ورازوي. دغه چارواکي وویل چې دغه ماموریت په افغانستان او په ځانګړې توګه په کاپیسا او کابل ولایتونو کې د تیرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د مخ پر ډیریدونکي بد امنیتۍ په پام کې نیولو سره د فرانسې د ولسمشر په غوښتنه ترسره شو. کابل او کاپیسا دوه هغه ولایتونه دي چې ګڼ شمیر فرانسوي ځواکونه په کې میشت ول.

Frankreich Truppe Abzug Afghanistan Soldat
انځور: Reuters

د فرانسې د دفاع په وزارت کې یادې سرچیني وویل چې د دغه ماموریت په پای کې د فرانسوي ځواکونو پخوانیو کارکوونکو او د دوی کورنیو ته په فرانسه کې د اوږدې مودې د پاتې کیدو ۲۱۸ ویزې ورکړل شوي. د نوموړي په خبره پر فرانسې باید داسې تور پورې نه کړل شي چې ګواکې خپل محلي کارګر یې یوازې پریښي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د فرانسې د ځواکونو شاوخوا ۵۵۰ پخواني ژباړونکي او یا عادي کارګر لا هم بې سرنوشته پاتې دي چې کولی شي په فرانسه کې د حفاظت غوښتنه وکړي. له دوی څخه ځینو یې په امنیت کې د ژوند کولو هیلې له لاسه ورکړي، ځینې یې ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي او ځینې نورو یې بیا اروپايي هیوادونو ته د مهاجرت اوږد سفر ته مخه کړې.