1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عینک د مسو د کان کار به و نه درول سي

۱۳۸۹ آذر ۱۸, پنجشنبه

د کانونو وزارت وایې چې په هيڅ صورت به د لوګر په ولایت کې د عینک د مسو له کان څخه د مسو د را ایستلو پيل سوي پروژه چې اوس لومړي پړاونه وهي و نه درول سي.

https://p.dw.com/p/QTrf
په لوګر د عينک د مسو د کان ساحه
په لوګر د عينک د مسو د کان ساحهانځور: AP

د دغه کان څخه د مسو د استخراج د پروسې د دریدلو په اړه تیره اونۍ په داسي حال کې ګنګوسي خپرې شوې چې ویل کیدل دغه کان ته نږدې د تاریخي اثارو یوه لویه ساحه مشخصه شوي او تر هغه پوري چې دغه تاریخي اثار نه وي را ایستل سوي د عینک پر کان به ټول کار په ټپه ودرول سي.

د عینک د مسو کان ته نږدې یوه لویه تاریخي سیمه موندل سوي چې ویل کیږي لرغونتوب یې څو زره کاله ته رسیږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیره اونۍ ویلي وو چې د دوي وړاندوینې داسي دي چې که چیرته له دغې سیمې د تاریخي اثارو د رایستلو کار په دوامداره توګه اوس پیل سي نو دری کاله وخت به ونیسي او په دغه وخت کې چینایې کمپنۍ باید خپلي ټولي چاري په ټپه ودروي تر څو د افغانستان دغې لرغوني شتمنۍ ته تاوان و نه رسیږي هغه څرګندوني چې اوس یې د کانونو وزارت ردوي.

د کانونو وزارت له لوري نن د آلمان غږ راډیو ته په را استول سوې یوه وینا پاڼه کې راغلي چې د دغه کان لومړني، علمې، انکشافي او اکتشافي چارې به له چینایې کمپنۍ سره د شوې تړون له مخې پر مخ ځي.

د عینک د مسو کان د نړۍ په کچه بي ساری کان بلل کیږي چې اوس یې د MCC په نامه یوه چینایۍ کمپنې د استخراج تړون په لاس کې لري.

ویل کیږي چې تر اوسه پوري څه د پاسه 5.7 ملیون متره مربعه ځمکه په دغه ساحه کې د ماینونو له وجود څخه پاکه کړای سوی ده او دغه کان ته ور غزیدلی سرک هم تر کار لاندي دی او ډير ژر به په پاخه او اساسي ډول جوړ سي.

د چین MCC کمپنۍ له افغان دولت سره د هوکړې له مخې له دغه کان څخه د مسو د را ایستلو دنده په غاړه لری.

د کانونو وزارت وایې چې د لوګر د عینک د مسو په کان کې 250 ملیونه ټنه مس موجود دي چې اوسنۍ نړیوالې بیې ته چې د هر ټن مسو بیه 7732 افغانۍ اټکل سوي دغلته د څلور څلویښت ملیارده امریکایې ډالرو په ارزښت مس شتون لري.

که چیرته دغه چارې په بریالیتوب سره پیل سي نو هر کال به افغان دولت ته له دغه اړخه دری سوه ملیونه امریکایې ډالر د چینایې کمپنۍ له لوري ورکړل سي.له اقتصادي پلوه په اوسنیو حالاتو کې د دغه کان څخه د مسو د استخراج پروسه ډیره مهمه بلل کیږي ځکه چې د لوګر ولایت په سلګونو اوزګار ځوانانو ته به هم دغلته د کار زمینه برابره سي

.

لوګر د افغانستان په کچه بي وزله ولایت دی چې ډیری ځوانان یې اوزګار دي.

جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم